ذهني فشار څخه خلاصون لپاره اسانه او ازمویل شوې نسخه

د انسانانو ژوند اوس د طبیعي پر ځای اکثره ماشیني دی چې له همدې امله خلک د مختلفو مسایلو سره لاس او ګریوان وي چې همدغه مسایل د ذهني فشار لامل ګرځي او انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

نو په همدې اساس دغه ستونزه پام کې نیولو سره روغتیايي څیړونکي او نور ساینسپوهان په دې هڅه کې دي تر څو د ذهني فشار لپاره تر ټولو اسانه او اثر لرونکی نسخه وړاندې کړي.

امریکايي ډاکټر «میني» په دې برخه کې له اوږدې مودې راهیسې څیړنه کوي او نوموړی د دغې ستونزې حل یوازینی لار ورزش، مراقبت، یوګا او کور کې خوراکي مهال ویش کې بدلون په ګوته کوي.

د څیړونکو په وینا ذهني فشار انسان د زړه، سر، ملا درد، خفګان، شوګر او اضافي وزن په څیر خطرناکو ناروغیو باندې اخته کوي چې له همدې امله د دغې ناروغۍ مخنیوی ډیر زیات اړین دی.

ډاکټر میني په وینا ورزش سربیره پر دې چې ژوند ارامه کوي د انسان له بدن څخه اضافي وزن کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي چې له دې سربیره نورې ډیرې ګټې هم لري.

ډاکټر میني په وینا د غله جاتو زیات استعمال او له بورې او کاربوهایدریټ څخه ځان ژغورل هم ذهني فشار په کنټرولولو کې مهم رول لري.

داکټر میني وایي چې له ټولو څخه وړاندې خپل کور منظم کړئ او هر څه پر خپل ځای کیږدئ تر څو د ضرورت پر مهال د کوم شي لټولو ته اړتیا نه وي. خپل ټولو کارونو لپاره مهال ویش برابر کړئ او هر څه پر خپل وخت ترسره کړئ.

د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب