د ږیرې له دې گټو به نه یاست خبر؟

هره اسلامي کړنه او سنت نه یوازې دا چې ثواب لري بلکې ډیرې روغتیایي گټې هم لري. نوی ساینس ډیره موده وروسته په دې وتوانید چې د ځینو ځانگړتیاوو ساینسي گټې کشف کړي چې مسلمانان یې له تیر ۱۴۰۰ کالو څخه عملي کوي.

د هغو څیزنو له جملې څخه یو هم ږیره ده چې مسلمانان يي له ۱۴۰۰ کلونو څخه د ثواب او سنت په نیت پریږدي او په دې عقیده دي چې هر هغه څه چې په اسلام کې ثواب لري ډیر روغتیايي گټې هم لري. خو پرمختللي ساینس په نژدې وختونو کې کشف کړه چې ږیره بې شمیره روغتیايي گټې لري.

برتانوي ډاکټر ایډېنا مونټې (Edina Monty) او ورسره ځینې نور پیژندل شوي ساینسپوهانو کشف کړ چې ږیره پریښودل د انسان پر روغتیا ډیر مثبت اثرات لري چې له دې جملې څخه ځینې يي درپیژنو:

۱- ږیره خرېیلو پر مهال د جلد زخم د فولي کلیټس باربي (Folliculitis barbae) په نامه ناروغۍ لامل گرځي چې یو ځانگړی باکتریا په جلد کې د نورو ناروغیو په تولید پیل کوي چې ږیره پریښودلو سره دغه مشکل ۱۰۰٪ له منځه ځي.

۲- د ږیرې ویښتان هم گرد او دوړو کې موجود مضر زرې خپل لوري ته جذبوي چې انسان د الرجي له مختلفو ډولونو څخه ژغوري.

۳- پر مخ د ږیرې زیاته اندازه د انسان جلد د لمر له مضر شعاع څخه ژغوري کوم چې د جلد سرطان خطر له ۹۰ څخه تر ۹۵٪ کموي.

۴- د لمر او چاپیریال اثراتو له امله د انسان جلد کې گونځې پیدا کیږي او ږیره د دغو گونځو څخه تر ډیره حده مخنیوی کوي.

۵- برتانيي مشهور ډاکټر ډیبور اویډل په وینا ږیره انسان د نفس تنگۍ له ناروغی څخه ژغوري او سږي له ډیر خطرناکو میکروبونو څخه خوندي ساتي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب