عسل د مختلفو ناروغيو درمل دی 

عسل د زخمونو غوره علاج دی

یو مشهوره ډاکټر اين زيس (Dr.N.Zaiss) پخپله یوه لیکنه کی ویلی دی چی ماپه عسلوسره دزرهاووزخمونودرملنه کړې ده، دی زیاتوی چی عسل علاوه پردې چی ددرد لپاره دی، جراثیم وژنی (Antimicrobial)بلکی دزخمونواوسوځلوځایولپاره تردې غوره درمل نشته؛ عسل دټوخ اونفس تنګۍ لپاره هم ښه علاج دی۔
دجنوبی افريقايونامتوسرجن وایی چی په درې کلونوکی ماد59 داسی ناروغانودرملنه په عسلووکړل چی په ډېربدحالت کی وه، اوزه پخپله تجربه کی بریالی شوم۔

 

 عسل دمختلفو ناروغيو درمل دی

دجرمنی ډاکترانوداتجربه کړی ده چی په عسلوکی داسی موادشته چی دسالنډۍ لپاره ترټولردرملوغوره درمل دی، اودهغې سیمې عسل بیاترټولوښه دی چی هلته دصبرونې وی۔
 عسل یواځی دسالنډۍ لپاره نه بلکی دسینې اودسږودټولوناروغیولپاره ښه دوا ده۔ اودسینې وناروغانو ته فوری ارام ورکوی۔
 دټوخی دټولوشربتوسره اوس عسل ګډیږی، اوترټولوهغه شربت دټوخ لپاره اغیزمند دی چی کله دلیمبواوبه اوعسل سره یوځای شی۔
 ډاکټر بی ايف ډيک پخپل یوکتاب کی دیوه ناروغه په هکله لیکی:
زمایوناروغ چی د(ټی بی) په ناروغۍ اخته وودډېردرمل څخه مایوسه شو، خوماپه اخرکی وته عسل وفرمایل اوجوړروغ شو۔
دستونی دخرابوالی لپاره عسل بهترین علاج دی، چی کله په اوبوکی واچول شی اوغرغړه شی۔
په بدن کی عسل دتودوخی لپاره ډېرښه دی، په بدن کی تودوخه هغه مهال کمیږی چی کله زیاته یخنی وی، اویاهم په بوډاتوب کی دبدن تودوخه کمیږی اوبوډاانسان تل دیخنۍ احساس کوی، نوعسل په دې ټولوحالتونوکی زیات ارزښت لری۔
ډاکټرهُنری تامپسن په دې باوردی چی دډېروغوښوخوړل زیان لری، داځکه چی زیاتې غوښې خوړل په وینه کی تېزابیت پیداکوی، چی بیاسړی دډېروناروغیوسره لاس اوګرېوان وی، نوزمامشوره داده چی په ځانګړی ډول سره وبوډاخلکوته چی دغوښې پرځای عسل ورکول شی دابه ترټولوغوره وی ترڅودهرډول دمعدې اووینی دتکلیف څخه خلاصون ومومی۔
 عسل دبندونوددرد لپاره غوره درملنه دی، په ډېروهغوځایوکی چی عسل پیداکیږی وهغوناروغانوته چی دهډوکودمات، کوږاویانوروناروغیوسره لاس اوګرېوان وی ډاکتران ورته عسل فرمایی۔
 عسل یواځنی خوږخوراک دی چی دنس چنجیان نه ورسره اضافه کیږی اوپه هندوستان کی ئې خوهمداعسل دچینجیانولپاره یواځنی درمل بولی۔
 په( 1965 )میلادی کال کی دپېرس دپلټنې ادارې دووساینس پوهانوProf Reniy Chauvin او Dr.Lavie زیاته کړه چی عسل پخپل ځان کی شپږډوله انیټی بایوټیک لری، چی عسل دروغتیالپاره ډېراغیزمن دی۔
 دنیوزی لینډ دپوهنتون د بایوکیمسټری

یوپروفيسرډاکټرپيټرومولين په( 1981 )کی زیاته کړه چی په عسلوکی هایدروجن پراوکسایدشتون لری چی داستعمال پرمهال جراثیم وژنی، اوحال داچی دبدن وحجروته هیڅ نقصان هم نه رسوی، پروفیسر مولین اودده ملګروپه عسلوکی یوه ښکلی کیمیاوی مواد چی د(نان پراوکساید) په نامه سره یادیږی هم وموندی، چی دامواددهغوجراثیمولپاره ډېرښه کارکوی چی په زیاته تودوخه کی هم مقاومت کوی ۔
عسل داینمیا(کم خونی) لپاره اغیزمن دی، داځکه په عسلوکی اوسپنه، مس اومنګنیزشته چی داټول دوینوپه سروکُرویاتوکی مهم رول لری، اوهغه ثابته ساتی۔
عسل دکولسټرول دکنترول لپاره یوه ډېره مجربه نسخه ده۔
کله چی عسل دتودواوبوسره یوځای شی نودنفس تنګۍ لپاره غوره درملنه ده۔
 که دډوډۍ څخه وروسته یوه یادوې کاچوغې عسل وخوړل شی ، لومړې دا هضمیه راولی اودوهم داچی معده ډېره قوی کوی۔
 کله چی عسل دشېدوسره یوځای وخوړل شی دجسمانی هرډول طاقت لپاره پوره کفایت کوی۔
 کله چی عسل پرپاکه ململ باندی واچول شی اوزخم په وتړل شی زخم به ډېرژرجوړشی۔
 عسل وینه صفاکوی اوزړۀ ډېرقوی کوی، وینه جوړوی نوځکه دښځولپاره ئې خوړل په ځانګړی ډول سره چی وینه ئې ضایع شوی وی، غوره طبعی درمل دی۔
 دښځولپاره دحمل اوحیض په موده کی دعسلواستعمال ډېراړین دی، داځکه چی عسل درحم دهرډول ناروغیوپوره مجرب درمل دی، اوبل داچی درحم څخه دهرډول فاسدوموادوایستل عسل ډېرښه کولای شی، چی دایومنلی کوټلی اوتجربه شوی حقیقت دی۔
 عسل قوت باصره (دلیدوتوان) ډیرښه قوی کوی، نوځکه هغه خلک چی دسترګودیدئې کمزوری وی هغه بایددعسلو استعمال خپل ورځنی کاروګرځوی۔
 دعسلواستعمال واعصابوته هم ډېره ګټه رسوی، عسل ذهن قوی کوی، اوواعصابی نظام ته نوی رنګ ورکوی، عسل داعصابی تکانوڅخه دکنترول یوه هېښوونکی درمل دی۔
 عسل دسینی دټولوناروغیولپاره کیمیاده، دساده ټوخی، دتوری غاړې، نفس تنګې اونورولپاره عسل پوره شفاء ده؛ چی داازمایل شوې نسخه ده۔
 عسل دوېښتیانولپاره یوه هېښونکې نسخه ده اوهغه داچی عسل وېښتیان نرم ساتی، برېښ ورکوی، وېښتیان قوی ساتی، خیژې نه، ماتیږی نه، اوخپل رنګ له لاسه نه ورکوی۔
عسل دغاښونولپاره هم یوه ترټولوښه دارودرمل دی، اوهغه داچی عسل غاښونه صفاکوی، ورۍ ټینګوی، غاښونه نه پرېږدې چی ورژېږی اویاهم خراب شی۔
که دیوچااواز نه خیږی دشونډ(Ginger) اوبه دی دعسلوسره یوځای کړی اوودې خوری اوازبه ئې ډېرژردرست اوسم شی۔
که یوزهردرلودونکی خزنده څوک وچیچی نوعسل دی هم وخوری اوهم دی پرهغه ځای باندی ووهی انشاء الله ډېرژربه هغه ځای خونک شی اومشکل به حل شی۔
ددایمی زکام اونزلې لپاره ، دعسلودوې کوچنۍ کاچوغې اودنیم لیمبواوبه چی ورسره علاوه شی اوداپه ورځ کی درې ځلی وخوری انشاء الله ددایمې نزلې اوزکام څخه به خلاصون ومومی۔
 عسل د بندونو د درد (وجع مفاصل) او د بدن ددایمی دردلپاره ډېرښه کارکوی
 دعسلوانرژی دهګۍ څخه کمه نه ده، اوعسل هم دانرژۍ لاسته راوړلولپاره یوه طبعی سرچینه ده۔

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب