د زړه حمله څه ته وايي؟

د زړه حمله څه ته وايي؟

د زړه حمله (چې د قلبي عضلې احتشاء هم ورته وايي) هغه وخت رامنځ ته کېږي چې کله د زړه عضله د زړه د رګونو د پوره يا يو څه برخې بندیدو له امله مړه يا هم زيانمنه شي. د زړه د عضلې د دې زيان يا مړينې لامل قلبي عضلې ته د اکسيجن د اړينې اندازې نه رسيدنه ده. د زړه د رګونو دغه بندش زياتره د يوې ناروغۍ له امله چې اتيروسکلروسز نومېږي رامنځ ته کېږي، په دې ناروغۍ کې د بدن په رګونو کې غوړينه طبقه يا غوړين څاڅکې کښېني چې په دې توګه د وينې د رګ پراخوالى کموي، او کله هم چې د غوړو دغه قطره يا څاڅکى له يوه لوى رګ څخه جلا شي نو واړه رګونه لکه د زړه يا دماغ رګونه بندوي، افت وهلې ساحې ته وينه او په وينه کې اکسيجن نه رسېږي او په دې توګه د زړه او دماغي حملو سبب ګرځي. د دې ساده بېلګه داسې ده لکه ستاسې د کور داو بو يا بدرفت په نل کې چې کله منګ يا نور نښليدونکي مواد ونښلي او په نل کې د او بو تللو چټکتيا راکمه کړي.
په همدې ډول د زړه حمله د وينې دعلقې پواسطه د زړه د وړو رګونو دبندش له امله هم رامنځ ته کېداى شي، او دغه د وينې علقې (clots) زياتره بيا هم په هماغه رګونو کې بندېږي کوم چې د اتيرو سکليروسز له امله تنګ شوې وي.

څنګه پوهيداى شم چې د زړه حمله راباندې راروانه ده؟

د زړه حمله د زړه يا معدې د سوځيدنې د يو سخت شکل په توګه شروع کوي او د سينې يا ګيډې د پورتنۍ برخې د پخوانيو دردونو په نسبت سخت درد لمړنۍ عامه نښه ده چې تاسې يې ممکن لمړى ځل تجربه کوئ، له دې سربېره:
–    په سينه کې يو سخت فشار او يا خفه کونکى شديد درد چې کله کله ښايي له خوله کېدلو، زړه بدوالي ا و کانګو سره ملګرى وي د زړه دحملې لمړنۍ نښه کېداى شي.
–    د داسې درد احساسول چې سربېره پر سينه ستاسي ژامې، چپ مټ، او يا چپې او ږې ته ځي.
–    ساه لنډې چې له څو ثانيو څخه زيات وخت ونيسي.
–    دغسې درد عادي مه ګڼه، له پامه يې مه غورځوه، که فکر کوې چې د زړه حمله در باندې راغلې ده نو ټول کار په خپله مه کوه، بلکه حتماً له بل چا څخه مرسته وغواړه، هر څومره ژر چې ته مرسته وغواړې او څومره ژر چې تاته مرسته در ورسېږي ، همغومره به ستا د زړه زخم وړوکى او د مرض ضرر دې محدودېږي، او په دې توګه ډاکټرانو ته فرصت په لاس ورځي څو ستا د زړه عضله له مړينې او يا هم زيات تاوان څخه وژغوري.
څه وکړم که پوه شم چې د زړه حمله را باندې راغلې ده؟

بې له ځنډه لاندې کارونه وکړه:

–    بې له ځنډه امبولانس (١٠٢ شميرې ته) يا خپل کوم نژدې دوست ته زنګ ووهه تر څو دې روغتون ته انتقال کړي.
–    په هغه موده کې چې امبولانس يا هم موټر ته انتظار باسې د اسپيرين (Aspirin, Angisid) د ژبې لاندې کېږده يايې وژوه، که دې له اسپيرين سره حساسيت لاره نو بيا ا سپيرين مه خوره او يواځې استراحت وکړه او خپل حرکت محدود کړه.
–    که ممکنه وي د لويانو کوم لوى روغتون ته ځان ورسوه، په ځانګړې ډول کوم ځاى کې چې د زړه دناروغيو ښه د رملنه شوني وي، او د دوا په درکولو سره ستا د زړه په رګ کې بنده علقه ژر تر ژره ماته کړي او يا هم بند شوى رګ د يوه نري سيم پواسطه خلاص کړي.
–    په روغتون کې د زړه د رګ د بندش په خلاصولو سربېره به نرسان ستا په رګ کې يوه ستنه (کنول) بند کړي او دوا به درته شروع کړي،که اړتيا وي اکسيجن به هم درته شروع کړي، له دې سربېره هغوى ستا د زړه ګراف (اِي سي جي) هم و اخيستلاى شي په کوم کې چې ستا د زړه د رګ دبندش ځاى، د زړه د درزا شمېره او منظموالى هغوى معلومولاى شي.

کومو خلکو باندې د زړه حمله ډېره راتلاى شي او په خطر کې دي؟

–    هغوى چې سګرټ څکوي.
–    د شکر ناروغان (چې په دې خلکوکې دحملې په وخت کې سينه زياتره لږ درد کوي)
–    زړښت (له ٦٥ کلونو زيات عمر)
–    د وينې دکولسترولو لوړوالى.
–    د وينې لوړفشار.
–    د کورنۍ په کوم غړي د دغسې حملې پخوانى راتګ.
–    تور پوستکى نژاد.
–    اتيروسکليروسز ناروغي (چې رګونه پکې سخت او تنګ وي).
–    تمرين او سپورت نه کول.
–    چاغښت.
–    نارينه جنسيت (په نارينه ؤ باندې دغه حمله نسبت ښځو ته زياته راځي).

د زړه د حملې مخه څنګه نيولاى شم؟

–    له خپل کورني ډاکټر (يا هغه ډاکټر چې ته ترې دوا کوې) سره مشوره وکړه، لمړى وګوره چې په پورته چوکاټ کې خو په کوم خطري ګروپ کې ته نه يې شامل که شامل يې نو له هغه سره مشوره وکړه هغه به تاته مناسبه مشوره درکړي، هغه ممکن تاته ووايي چې:
–    له سګرټ څکولو لاس په سرشئ:
–    په دې کار کې ډاکټران له تاسې سره مرسته کولاى شي، او داسې دوا درکولاى شي چې د سګرټ له پرېښولو سره چې کومې بدې اغيزې په بدن راځي نو هغه به بيا نه راځي ا و تاسې به په عادي ډول سګرټ پرېښي وي.(البته که سګرټ څکونکې نه ياستئ نو هېڅکله يې مه شروع کوئ او له لمړي سګرټ څخه چې زياتره يې ستاسې نژدې دوست ستاسې په ګوتو کې درکوي ځان وژغوره!)
–    روغتيايي خواړه شروع کړه.
–    مشبوع غوړي (لکه زموږ او ستاسې په کور کې استعماليدونکې بازاري نباتي غوړي زياتره مشبوع غوړ لري) کم کړه، مالګه هم کمه کړه او د سترخوان په سر مالګه هېڅکله مه استعمالوه، د لا پوهيدالپاره دا خبرې له خپل ډاکټر څخه پوره وپوښته.
–    خواږه کم خوره.
–    که شکر ولرې، ممکن ستا د شکر دوا او س بدلون ته اړتيا ولري.
–    تمرين پيل کړه:
–    کم له کمه په او نۍ کې څلور ځلې د نيم ساعت لپاره تمرين شروع کړه.
–    خپل وزن کم کړه.
–    که چاغ وې، ستا ډاکټر ستا سره په دې لاره کې پوره همکاري کولاى شي.
–    خپل فشار دې کنترول کړه.
–    که د وينې لوړ فشار ولرې.
–    له خپل ډاکټره د اسپرين او نايترو ګلايسيرين (لوپرين، انجيسيډ) دواګانو د ګټو پوښتنه وکړه، هغه به تاته ووايي چې دا دوا ګانې ستا وينه له ټينګيدو او غوټه کيدو څخه ساتي. او په دې توګه ستا د زړه دحملې څخه مخنيوى کوي

ژباړه: ډاکټرعزت الله حامد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب