ذبیح څوک و؟ د اسماعیل -ع- ذبحه

د اسماعيل علیه السلام د حلالېدو (ذبحه کېدو) کیسه

ښکاره خبره ده چي دانبياؤ علیهم السلام  حق دئ . ابراهيم علیه السلام  خوب وليدئ چي خپل زوى اسماعيل علیه السلام  حلال کړه ،اسماعيل علیه السلام  چي دابراهيم علیه السلام  ځوان زوى وو بل زوى يې نه درلودئ او الله جل جلاله  دغه زوى ده ته په سپين ږير والي او زوړ والي کي ورکړى وو. کله چي دغه خوب ده وليدئ نو دستي يې دالله جل جلاله  ددغه حکم دنفاذ لپاره تلوار وکړه او په پلي کولو يې پيل وکړ، خو وړاندي يې وپتيله څو دخپل زوى نظر واخلي چي هغه ددې حکم دعملي کولو لپاره تيار دئ که يا؟ دالله جل جلاله  حکم ته غاړي ايږدي که يا؟ نو ځکه يې زوى ته وفرمايل :
قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى  (سورة صافات الاية ١٠٢)
ژباړه : ابراهيم  علیه السلام  خپل زوى ته وويل : اې زويکيه ! ما په خوب کي ليدلي دي چي تا حلالوم وګوره ! ته څه نظر لرې؟
ابراهيم علیه السلام  په دې موخه دغه موضوع خپل زوى اسماعيل علیه السلام  ته بيان کړه څو داخبره داسماعيل علیه السلام  په زړه کي ځاي ونيسي او بيا وابراهيم علیه السلام  ته ددغه امر دعملي کولو لپاره لاره اسانه سي .  اسماعيل علیه السلام  چي ډېر زيات حليم وو ودې کار ته يې په ورين تندي غاړه کښېښوده ، الهي امر يې پر غبرګو سترګو ومانه او دپلار دخوشاله کولو په موخه يې وويل :
قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (102)  (سورة صافات الاية ١٠٢)
ژباړه :اسماعيل علیه السلام  وويل :  اې پلاره! هغه څه وکړه چي تاته يې امر سوى دئ انشاء الله ما به دصبر کونکو څخه پيدا کړې.
دايوه لويه نکي وه ، يوازي الهي توفيق وو او داسي ايمان وو چي غرونه يې ټوټه کول . دايوه داسي پېښه ده چي دزوى  وخپل پلار ته کامله بندګي ديوه روښانه لمر په څېر څرګندوي . پلار دالله جل جلاله  دلوري څخه يوه ډېر دردونکي کار ته امر کيږي پلار يې په ډېره چټکۍ سره عملي کېدو ځان برابروي ، زوى ددې کار په وړاندي چي دده ژوند له منځه ځي په ډېر ورين تندي غاړي ايږدي ، الهي حکم ته لبيک وايي او دپلار اطاعت په خوشاله زړه کوي .ددې ترڅنګ پلار ته بې زوى والى اسانه کوې او دالله جل جلاله  ددغه حکم دعملي کولو لپاره داسانۍ مشوره  ورکوي او ورته وايي : اې پلاره ! يوه رسۍ راواخله زماپښي اولاسونه ټينګ په راوتړه او چاړه ښه تېره کړه ددې لپاره چي ديوې خوا به ماته مرګ اسانه سي ځکه مرګ ډېر سخت دئ اود بلي خوا که ته ماحلالوې زما پښې اولاسونه تړلي نه وي نو زه به  زور کړم او دالله جل جلاله  دا ستر حکم به عملي نه سي . ابراهيم  علیه السلام  خپل زوى ته ډېر خوشاله سو چي دالله جل جلاله  حکم منونکى يې وليدئ دستي يې داسماعيل علیه السلام  دحلالېدو کار پيل کړ، دزوى پښې يې وروتړلي پر بغل يې پرې ايستى چاړه يې پر غاړه ورکش کړه خو چړې پرېکول نه کول غاړه يې نه پرېکېدل ، چړې داسي چم کاوه لکه يو وچ لرګى چي يې پرغاړه ورکشاوه . په دې حالت کي اسماعيل علیه السلام  خپل پلار ته وويل : اې پلاره ! ما پوړي مخ پرې باسه ځکه که ته ماته ګوري هغه پلرني رحم پرتاغلبه ونه کړې او  ته تردې کار تېر نسي ، دغه پلرني  صله دالهي حکم دتطبيق او ستا ترمنځ حائله جوړه نسي.ابراهيم علیه السلام  همداسي وکړه خپل زوى يې پوړي مخ پرې ايستى دڅټ له  خوا يې چاړه پر راکش کړه بيا چړې کار نه کاوه ځکه دا دالله جل جلاله  فيصله وه چي اسماعيل علیه السلام  به نه وژل کيږي يوازي به په دوى باندي يو ازميښت وي داچي دوى دواړه مبارکان په کوم حالت کي وه ؟ څومره تکليف به باندي وو؟ ددې علم يوازي الله جل جلاله  ته سته قلم خو يې نه سي بيانولاى که يوه لږه برخه يې بيان کړي سترګي او زړه به دواړه وژړوي . په دې وخت کي ناببره ږغ وسو وفرمايل سوه :
وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105)  (سورة صافات الايتان ١٠٤ ، ١٠٥)
ژباړه : موږ اواز وکړ ، چي اې ابراهيمه! بېشکه خوب دي رښتينى دئ همداسي موږ نېکانو ته مزدوري ورکوو.

ذبيح څوک وو؟

مخکي تېر سوه چي ابراهيم علیه السلام   ته امر سوى وو چي اسماعيل علیه السلام  چي دده او هاجرې رضی الله عنها زوى وو حلال کړي. زيات علماء په دې اند دي چي دغه حلال کېدونکي اسماعيل علیه السلام  وو ځکه دى يوازنى کس وو چي په مکه مکرمه کي اوسېدئ او داپېښه په مکه مکرمه کي پېښه سوې ده خو دا معلومه نه ده چي اسحاق علیه السلام  په ماشومتوب مکې مکرمې ته راغلى دئ که يا؟ اهل کتاب په دې اند دي چي دغه ذبيح اسحاق علیه السلام  وو اسماعيل علیه السلام  نه وو . دغه عقيده باطله اوبې بنسټه ده ځکه دقرآني اياتونو خلاف خبره ده.
ابن کثيررحمة الله علیه فرمايي : دقرانکريم داياتونو څخه داخبره چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو داسي ښکاره کيږي لکه ښکاره نص چي پر دغه خبره باندي وي ځکه الله جل جلاله  لومړى داسماعيل علیه السلام  قصه بيان کړې ده بيا يې فرمايلي دي :
وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ (112)  (سورة صافات الاية ١١٢)
ژباړه : موږ ابراهيم علیه السلام  ته زېرى ورکړى په اسحق سره چي نبي دي  دصالحانو څخه .
دغه زېرى ابراهيم علیه السلام  ته تر پورتنۍ قصې وروسته ورکړل سوى دئ چي دابراهيم علیه السلام  اطاعت او ټينګ ايمان پکښي څرګنديږي. په نتيجه کي دابراهيم علیه السلام  اکرام په بل زوى سره سوى دئ او په اسحاق علیه السلام  سره زېرى ورکړل سوى دئ. کوم کسان چي دعوه کوي چي ذبيح اسحاق علیه السلام  وو هغه يوازي په اسرائيلي روايتونو باندي ثبوت کوي او په هغه کتابونو سره ثبوت کوي چي تحريف سوي اولاس پکښي وهل سوى دئ. په تورات کي راغلي دي چي الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  ته امر وکړ، چي خپل ځوان زوى قرباني کړه په دغه وخت کي د ابراهيم  علیه السلام  ځوان زوى اسماعيل علیه السلام  وو. بدبختانه يهوديانو په تورات کي لاس وهلى دئ او دغه اسماعيل علیه السلام  يې په اسحاق علیه السلام  بدل کړ، لامل يې داوو چي اسماعيل علیه السلام  دعربيانو پلار وو او دوى دعربيانو سره حسد او کينه درلوده . اسماعيل علیه السلام  د حجاز په  سيمه کي اوسېدئ چي خاتم الانيباء حضرت محمد علیه السلام  يې هم له اولادې څخه دئ.
[irp][irp]
اسحاق علیه السلام  ديعقوب علیه السلام  پلار دئ چي بل نوم يې اسرائيل دئ او بني اسرائيل ځان ويعقوب علیه السلام  ته منسوبوي له همدي امله يهوديانو هڅه کول چي دغه شرافت اودرنښت ځان ته کش کړي نوځکه يې په تورات کي لاس واهه او داسي نوري ډېري خبري يې ورزياتي کړي دي. يهوديان ډېر درواغجن خلګ دي ، دوى ډېره بده عقيده لري هغه دا چي شرافت او عزت دالله جل جلاله  په قدرت کي نه دي .
کوم کسان چي ذبيح داسماعيل علیه السلام  پرځاى باندي اسحاق علیه السلام  ښيي کعب احبار دئ او يا داهل کتابو صحيفې دي . البته پردغه خبره باندي کوم حديث نسته چي موږ دقرآنکريم دظاهر څخه تېر سو او په هغه عمل وکړو.ددغه علماؤ نظر دقرآني اياتونو څخه هم نه څرګنديږي بلکي په قرآني مفهوم کي که لږ فکر وسي او ټول نصوص پردې باندي دلالت کوي چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو.
قرطبي ددې خبري لپاره چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو ــ لاندنى ايت غوره ثبوت او ښه استدلال بولي:
(فبشرناه باسحق ومن وراء اسحق يعقوب)
ژباړه : نوموږ ابراهيم علیه السلام  ته په اسحاق علیه السلام  سره زېرى ورکړ، بيامو اسحاق علیه السلام  ته يعقوب علیه السلام  زوى ورکړ.
قرظي : وايي :څنګه به ابراهيم  علیه السلام  ته په اسحاق علیه السلام  زېرى ورکړل سي حال داچي ډېر نژدې دده څخه يعقوب علیه السلام  وزېږېدئ ، په داسي حال کي چي اسحاق علیه السلام  کم عمره وو او دده په قربانۍ باندي امر کړل سوى وو او بيا دي دده څخه دستي زوى پيدا سوى وي؟ داډول امکان نه لري ځکه دغه مسئله دتېر بشارت سره تناقض لري.
په يوه روايت کي راځي چي عمربن عبدالعزيز  رحمة الله عليه ديوه يهودي څخه پوښتنه وکړه چي مسلمان سوى اوورته وې ويل : ذبيح څوک وو؟ هغه يهودي ورته وويل : اسماعيل علیه السلام  ذبيح وو ، بيا يې وويل : په الله جل جلاله  قسم کوم چي يهوديانو ته معلومه ده چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  دئ مګر دوى يوازي داخبره ددې وجهي څخه پوټوي چي دعربو سره دوى حسد لري کومه خبره چي دوى پوټوي هغه داده چي دوى اسماعيل علیه السلام  ذبيح نه بولي بلکي اسحاق علیه السلام  ذبيح بولي لامل يې هم دعربو سره حسد دئ ځکه عرب داسماعيل علیه السلام  اولاده ده ديهوديانو دذبح دغه شرافت پر عربو نه دئ پېرزو خپل لوري ته يې راکشوي نو ځکه دوى ووايي چي ذبيح اسحاق علیه السلام  دئ.
داخبره زياته مشهوره ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ابن الذبيحين ويل کيږي يعني ددوو داسي کسانو زوى چي دالله جل جلاله  درضا لپاره يې دقربانۍ پرېکړه سوې وه يو کس دده خپل پلار عبدالله دئ او دوهم کس دنېکه اسماعيل علیه السلام  دئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب