آیا عیسی ع په دار وځړېد؟

د عيسى علیه السلام د دار ځړېدو مسئله

موږ مسلمانان دعيسى علیه السلام  په اړه چي په دار دځړېدو خبره ده ډېره صحيحه او سالمه عقيده لرو هغه داچي موږ داسي عقيده لرو لکه قرآنکريم چي موږ ته بيان کړى دئ هغه داچي الله جل جلاله  عيسى علیه السلام  ديهوديانو دچلونو څخه وساتى د روح او جسد دواړو سره يې اسمانو ته پورته کړ، او دده مبارک په بدل کې هغه منافق په دار وځړېدى چي دده مبارک پناه ځاى يې پوليسو ته ورښودلى وو يهوديانو پر ده باندي د عيسى علیه السلام  ګومان کړى وو نو ځکه يې په دار وځړاوى . موږ عقيده لرو چي داټولي کړني دعيسى علیه السلام  دتکريم په موخه سوي دي او د يهوديانو ناوړه دسيسو دلمنځه وړلو په موخه سوي دي. په دې اړه دمسلمانانو عقيده دعيسويانو په پرتله سپېڅلې ده ځکه عيسويان ګومان کوي چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ او يهوديانو ده ته ډول ، ډول عذابونه ورکړي دي پر لاسو او پښو يې ميخونه ورويشتلي دي بيا يې په دار ځړولى دئ او دوى ګومان کوي چي دده مبارک دغه تعذيب دټول بشريت دګناهونو کفاره ده .
 حواريون هم ديهوديانو په څېر دعيسى علیه السلام  په اړه مشکوک او متردد دي او زيات اختلاف لري چي دغه سړى چي په دار ځړېدلى دئ څوک وو ؟ عيسى علیه السلام  وو او که يهوذا الاسخر يوطي وو؟   دعيسى علیه السلام  په اړه داشکونه ځکه راپورته سوه چي يهوذا کله دعيسى علیه السلام  داوسېدو ځاى پوليسو ته ورښودى په هغه ځاى کي دعيسى علیه السلام  پرته بل څوک نه اوسېدئ کله چي پوليس ورغلل په هغه ځاى کي يوازي يو کس وو په دغه وخت کي دوى په شک کي ولوېده او وې ويل چي دغه کس که عيسى علیه السلام  وي نو زموږ ملګرى څه سو او که زموږ ملګرى وي نو عيسى علیه السلام  څه سو حال داچي عيسى علیه السلام  الله جل جلاله  اسمان ته پورته کړى وو او دده شکل يې په يهوذا اغوستى وو کله چي يهوديانو دغه کس وليدى نو دستي يې دار ته پورته کړى هغه نارې کړې چي زه عيسى علیه السلام  نه يم يهوذا يم يهوديانو نه منل بلکي پر خندل يې او دار ته يې وخېژوى. الله جل جلاله  عيسويانو عقيده په قرآن کي رد کړې ده او ورسره يې ديهوديانو عقيده هم رد کړې ده ، همدا ډول يې دمسلمانانو عقيده په دغه اړه ښه څرګنده کړې ده او فرمايي :
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا (156) وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (157) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (158)  (سورة نساء الايتان ١٥۶ الی ١٥٨)
ژباړه :په سبب دکفر ددوى او ددوى دوينا په سبب چي پر مريم باندي يې لوى بهتان وايه او ددوى دوينا په سبب چي موږ عيسى دمريمي زوى وژلى دئ ،  دوى عيسى علیه السلام  نه دى وژلى او نه يې صليب کړى دئ مګر پر دوى باندي متشبه والى راغلى بېشکه هغه کسان چي په عيسى علیه السلام  کي يې اختلاف کاوه په شک کي وه.دوى لره پرده باندي علم نسته مګر دوى دګومان پيروي کوي او دوى په يقين سره نه دى وژلى ، بلکي الله جل جلاله  خپل لوري ته پورته کړى دئ او الله جل جلاله  زيات غالب او دحکمت څښتن دئ.
داڅه عجيبه خبره نه ده چي نصارا دعيسى علیه السلام  په دار دځړېدو عقيده لري ځکه دوى خو داسي هم وايي چي عيسى علیه السلام  خداى دئ او يا وايي چي عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  زوى دئ !!. نعوذبالله
عجيبه خبره خو داده چي عيسويان عقيده لري چي عيسى علیه السلام  خداى دئ او بيا وايي چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ نو کله چي خداى په دار وځړيږي نو دمخلوق به يې څه حال وي؟ بله خبره داده چي که خداى په دار ځړېدلى دئ نو دعالم تدبير به يې چا ته پرې ايښي وي او هغه به څنګه مخلوق وي چي خپل خداى په دار وځړوئ ….؟؟؟ اوس که انسان لږ فکر وکړي ايا يهوديان خبيث او شريرخلګ نه دي ؟ لعنت الله عليهم.
آخر داچي ايا خداى دخپل ځان او يا دخپل زوى (نعوذبالله) پرساتلو باندي قادر نه وو؟ العياذبالله
يو شاعر وايي :
اعبادالمسيح لنا سـوال
نروم جـوابه لمن رعا
اذصلب الاله بفعل عبد
يهودي فما هذا الاله
تعالي الله عما يقول
الظالمون علوا کبيرا
ژباړه : موږ دمسيح دعابدانو څخه پوښتنه کوو بايد په دوى کي يې هوښيار کس جواب راکړي هغه داچي که خداى ديوه يهودي په مټ په دار ځړېدلى وي نو داڅنګه خداى دئ چي خپل بنده يې په دار ځړوي؟ سبحان الله ، الله جل جلاله  دهغه څخه ډېر لوړ دئ چي ظالمان يې وايي په زيات لوړوالى سره.

د بشريت د نجات مسئله

داسي ويل کيږ ي چي عيسى علیه السلام  په دار وځړېدى ددې لپاره چي انسانان دخپلو خطاوو او ګناهونو څخه نجات پيدا کړي اوس پوښتنه داده چي داسي عقيده صحيح ده ؟ ايا داخبره دعدالت او عقل سليم سره برابره ده؟ بله خبره داده چي دعيسى علیه السلام  څه جرم وو چي په دار ددې لپاره وځړيږي چي دانسانانو دګناهونو لپاره کفاره سي؟
ايا دانصاف دئ چي يو کس دي دبل کس په جرم سره په عذاب اخته سي؟
دمثال په  توګه که ستا ورور دقتل په تور تورن وي او يا يې زنا کړې وي په دې صورت کي به نو ستا څه ګناه وي چي عذاب درکړل سي؟ يعني جرم دي يوه کس کړي وي او سزا دي بل کس ته ورکړل سي ايا دا روا کار دئ؟ په دې اړه الله جل جلاله  په څرګند ډول وايي : (ولاتزر وازرة وزر اخري) په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي : (کل نفس بماکسبت رهينة) همدا ډول په بل ځاى کي فرمايي : (ومن عمل صالحا فلنفسه ومن اساء فعليها) . دالله جل جلاله  ددغه درو واړه ويناوو مطلب دادئ چي هر کس بايد په خپله سزا ورسيږي که يې بد عمل کړى وي او که يې نېک عمل کړى وي بايد مزدوري هم دغه کس ته ورکړل سي چي دغه نېک کار يې کړى دئ.
سالم عقل او صحيح فکر هم ددې غوښتنه کوي چي هر کس ته بايد دخپل جرم مطابق سزا ورکړل سي هيڅ کس بايد دبل چا په ګناه ونه نيول سي.
بدبختانه دکنيسة دخلګو دا يو ړوند او بې فکره نظر دئ چي وايي : عيسى علیه السلام  په دار وځړېدئ او دده دغه تعذيب دبشريت دګناهونه کفاره ده.
سيد رشيد رضا په خپل تفسير منار کي ليکي:
نصاراوو دعيسى علیه السلام   دژوند څخه يو وحشتناکه ، دردونکى او زړه بوږنونکى داستان جوړ کړى دئ دوى عقيده لري چي عيسى علیه السلام  په دار ځړېدلى دئ او دغه ځړېدل دوى دخپل دين داصولو څخه يو اصل ګرځولى دئ ، دوى عقيده لري چي هرڅوک دعيسى علیه السلام  پر ځړېدو باندي عقيده نه لري هغه مؤمن نه دئ او نه يې هيڅ عمل ګټه رسوي.
نصارا دخپلي دغه عقيدې لپاره دډېري پخوانۍ زمانې څخه دليل راپيلوي او وايي : کله چي الله جل جلاله  آدم علیه السلام  پيدا کړ، جنت ته يې داخل کړ، ډول، ډول نعمتونه يې ورته ورکړل خو دغنمو ددرختي څخه يې منعه کړ، آدم علیه السلام  دغنمو دانه وخوړل په دې وجه ده دالله جل جلاله  څخه نافرماني وکړه دده ددغه نافرمانۍ له وجهي څخه دده ټول اولادونه مجرمان وزېږېده دوى او ددوى پلار دخپلو ګناهونو سزا پر خپله غاړه درلوده او دالله جل جلاله  دعدل تقاضا داده چي هيڅ ګناه دسزا پرته نه پرېږدي نو په دې لحاظ الله جل جلاله  دآدم علیه السلام  ديوې لور په رحم کي يو جنين واچوى چي دانسان په بڼه ودنيا ته راغلى او دغه ماشوم خپله خداى دئ ځکه دغه جنين الهي روح وو او په دې لحاظ چي ديوې انساني په  رحم کي دانسان په بڼه دنيا ته راغلى دئ ځکه يې دانسانانو په څېر خوړل او څيښل کول ، ژوند يې کاوه پر هغه څه يې خوند اخيستى چي انسانان خوند پر اخلي ، ددرد او زحمت احساس يې کاوه لکه نور انسانان چي يې کوي . دغه انسان عيسى علیه السلام  دئ په نورو انسانانو کي يې تريوه وخته پوري ژوند وکړ، دڅه وخت په تېرېدو سره دالله جل جلاله  دښمنانو په ډېر وېرونکي او وحشتناکه ډول سره په دار وځړاوئ ، لاسونه اوپښې يې پر تختو ورميخ کړل ، سخت سپکاوى يې وکړ، پرمخ يې ناوړي ور توکړې او داسي دعيسى علیه السلام  دغه عذاب دټول بشريت دګناهونو لپاره کفاره سوه.
زه وايم چي داډول عقيده بيخي باطله ده ځکه په داسي کړنه کي نه الهي عدل سته او نه الهي رحم سته ځکه دې ته بيخي عدل نه ويل کيږي چي يوه کس دي هيڅ ګناه نه وي کړې دبل چا دګناه بار دي دده پراوږو باندي واچول سي او سخته سزا دي وويني . همدا ډول دغه عقيده ددوى دموجوده مقدس کتاب سره هم مخالفه ده ځکه ددوى په کتاب په سفر تثنيه کي راځي : پلرونه دزامنو په بدله کي نه وژل کيږي او نه زامن دپلرو په بدله کي وژل کيږي بلکي هر چاته دخپل عمل سزا ورکول کيږي.
[irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب