د لوط علیه السلام قوم څرنګه هلاک شو؟

د لوط علیه السلام د قوم هلاکت

کله چي لوط علیه السلام  دخپلو مېلمنو دلوري څخه بېغمه سو، خپل قوم يې خپلي زورځواکۍ ته پرېښودئ ، ترسپېدو وړاندي په خپل کوچ او بار اخته سو چي ددې کلي څخه ځانونه وباسي.دلوط علیه السلام  قومانو خپل شوم هدف ته درسېدو لپاره هڅه وکړه ، غوښتل يې چي مېلمنو ته په زوره ځانونه ورسوي کله چي پر ورغلل الله جل جلاله  ټول ړانده کړه بېرته دراتلو لپاره يې لاره نه ليده . الله جل جلاله  يې په اړه داسي فرمايي :
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ . سورة قمر الاية ٣٧
ژباړه : بېشکه دوى دلوط علیه السلام  سره خبري کولې چي دى دخپلو مېلمنو څخه غافله کړي نو موږ ددوى سترګي محوه کړې او ورته وموويل : زما عذاب او ويري وڅکئ.
سهار سپېدې لا نه وې راچاودلي چي دالله جل جلاله  عذاب پردوى باندي راغلى دوى يې ټول هلاک او برباد کړه بلکي درې عذابونه پردوى باندي راغلل چي دلاندنيو عذابونو څخه عبارت دي:
1. الله جل جلاله  پردوى باندي مځکه چپه واړول .
2. چيغه پر وختل چي ددوى زړونو يې ور وچاودل.
3. ډبري پر واورېدلې.
الله جل جلاله  يې په اړه فرمايي :
فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنضُودٍ. سورة هود الاية ٨٢
ژباړه : کله چي زموږ عذاب پردوى باندي راغلى نو ددوى لوړ لورى کښته سو او موږ پردوى باندي ډبري واورولې چي پخې سوو او ايشېدلو خټو څخه جوړي وې.
په بل ځاى کي الله جل جلاله  فرمايي :
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ . فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ. سورة حجر الايتان ٧٣ ، ٧٤
ژباړه : دوى ټکي ونيول دلمر راختو په وخت کي نو موږ ددوى لوړ لورى کښه کړ، او پر دوى باندي مو ډبري واورولې دپخو سوو خټو څخه .

د لوط  علیه السلام مېرمن هم د هلاک سوو په ډله کې راغله

دلوط علیه السلام  مېرمن هم دنورو کافرانو په ډله کي په الهي عذاب کي هلاکه سوه ځکه دا په حقيقت کي کافره وه مؤمنه نه وه نو ځکه کله چي الهي عذاب راغلى دا هم پکښي هلاکه سوه . داچي دا دپيغمبر مېرمن وه خلاصه نه سوه او په عذاب کي هلاکه سوه له دې امله چي الله جل جلاله  دټولو کافرانو دهلاکېدو وعده کړې ده هرڅوک چي وي همدا وجهه ده چي الله جل جلاله  فرمايي :
إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ. سورة عنکبوت الايات ٣١ الي ٣٣
ژباړه : ماسوا دده دښځي څخه چي پاته به وي.
سهيلي ليکي : دلوط علیه السلام  مېرمن (والهة) نومېده . لوط علیه السلام  دخپلو دوو لوڼو سره نجات پيدا کړ، دا دکافرانو سره يوځاى هلاکه سوه.
ځيني مؤرخين ليکي : بحرميت چي اوس په بحر لوط سره مشهور دئ دلوط علیه السلام  دقوم تر هلاکت وړاندي نه وو کله چي دلوط علیه السلام  پر قوم باندي سخته زلزله او سخت عذاب راغلى  نو دغه درياب منځته راغلى ، دغه درياب ٤٠٠ ميتره ژوروالى لري . په دې وروستيو کي چي کومي څېړني او کندني ددغه درياب پر شاوخوا سوي دي دلوط علیه السلام  دقوم ځيني اثار په لاس ځني راغلي دي .
ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : الله جل جلاله  ددغه ناروا قوم داوسېدو سيمه په بدبويه او فاسد درياب سره بدله کړه چي نه يې اوبه داستفادې وړ دي او نه يې دشاوخوا مځکو څخه کومه ګټه لاسته راځي. داچي ددې قوم خلګو کفر اختيار کړى ، خپل پيغمبر يې درواغجن وباله دخپلي هوا دغوښتنو سره سم يې ژوند کاوه ، دخپل اصلي بادار څخه يې سرغړونه کول ، الله جل جلاله  دغسي سخت عذاب ورکړ، ټولو خلګو ته يې عبرت ورکړ او ددوى دغه عذاب دالله جل جلاله  پر ستر قدرت او عظمت باندي دلالت کوي. تفسير ابن کثير

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب