د کمپيوټر ځيني خطرناكې دوتنې (فايلونه)

داسې خطرناك او له كړاوه ډكې دوتنې د برېښناليك او يا هم د هغو سي ډي ګانو څخه چې ډول، ډول ساوتري پكې شتون ولري، موندلې كېږي.

دا دوتنې ستاسو د ارزښتمنو او اړينو مالوماتو د څارنې، غلا او آن تردې چې په بشپړه توګه له لاسه وركونې لامل ګرځي.

مخكې له دې چې دا ډول دوتنې راپرانيزۍ، ښه به دا وي، چې په ښي ټك كولو سره Properties ته ورشئ، او د دوتنې بڼه Type وګورئ چې څه ده. ترڅو د دوتنې اصليت په ښه توګه وپېژنئ.

د همدې لپاره مو د ملګرو د يوڅه مالوماتو لپاره د هغو دوتنو د پېژندنې يوه هڅه كړې، چې په لاندې توګه به يې راوپېژنو:
1)ددې ډلې څخه هغه دوتنې (فايلونه)، چې په EXE , COM , BAT پاى ته رسېږي. دا دوتنې له آره كارنده دوتنې دي. نو كه چېرې مو په بشپړه توګه نه پېژندل، له پرانيستو څخه يې ډډه وكړئ.

2)دويمه ډله دوتنې چې په CMD , PIF , SHS سره پاى ته رسېږي.

دا هم له خطرناكو دوتنو څخه ګڼل كېږي، چې له پرانيستو څخه يې بايد ډډه وشي.

3)درېيمه ډله دوتنې چې د  SCR , MSI , INF په وروستاړي سره پاى ته رسېږي. دا ډله دوتنې هم په ځينو وختونو كې د كمپيوټري سېسټم لپاره خطرناك پېښ شي، او بايد چې له پرانيستو څخه مخې پرې ځان يقيني كړو.4)په څلورمه ډله كې د دوه وروستاړو لرونكي دوتنې راځي. په دې حالت كې چلييز سېسټم لومړې وروستاړې پرېږدي، حال دا چې دويم وروستاړې د دوتنې اصليت څرګندوي.

لكه په لاندې مثال كې چې ليدل كېږي:

TEST.BMP.EXEوTEST.DAT.CMD

ډېرى كارنان (users) ددې دوتنو په ليدو سره دوكه كېږي، ځكه چې ددې دوتنو انځورن (Icon) د كوم انځور يا سندرې د انځورن په څېر وي، نو بې له كوم پام څخه يې راپرانيزي او خپل هرڅۀ له لاسه وركوي.
5) په اوسنيو ورځو كې د داسې دوتنو په اړه اورېدل كېږي، چې يا به د انځور په بڼه وي، او يا هم د كوم اوريز (audio) سندرې په څېر. كېدا شي په لنډ وخت كې داسې دوتنې هم د برېښليك له لارې ترلاسه كړو، چې بايد د رالېږونكي په پېژندنې سره پرانيستل شي.

ګرانو كارنانو!

د پورته يادو شويو دوتنو له پرانيستو يا انسټالولو څخه مخكې ښه باوري كړئ، چې دا دوتنې كوم زيانمنې دوتنې نه دي، او يا هم د كوم غښتلي ويروس ضد پروګرام په وسيله يې وګورئ، چې هغه يې په اړه څه وايي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب