د یو مومن مسلمان لپاره د کامل ایمان او یا نخښې

عن ابې هريرة رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  الايمان بضع وسبعون شعبة فافضلهاقول لاله الاالله وادناهاامامة الاذی عن الطريق والحياءشعبة من الايمان (متفق عليه )

ترجمه :دابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :دايمان څواوياڅانګې دې ترټولولوړه څانګه ئې په زړه اوژبه ددې خبرې اقرارکول چې له الله تعالی پرته بلڅوک دعبادت لائق نشته ۔اوترټولووړه څانګه ئې دلارې څخه دتکليف ورکوونکې شې لرې کول دې اوحياءهم دايما ن څانګه ده(بخارې اومسلم)

تشريح : په دې حديث شريف کې راغلې دې چې دايمان څواوياڅانګې دې اوپه بل روايت کې  څوشپيته ښودل شوې دې ددې تطبيق داسې دی چې کله تفصيل شوی دې چې هره يوه جلاشمارل شوې ده اوکله ئې بعضې په نوروکې داخلې کړې دې ؛
په دې حديث کې درې شعبې دايمان بيان شوې دې چې يوه ئې اعلی ده چې قول دلااله الاالله دی. قول کله په معنی دوينااوکله په معنی داعتقادراځې دلته دواړې معنی مراددې ځکه چې نه يوازې اعتقادکفايت کوې اونه يوازې وينا،اوديته شهادةُالتوحيدوائې ،چې دانسان داسې عقيده اوويناوې چې د عبادت لائق اوحقداريوازې الله پاک دی،اوبياددې مطابق عمل هم وکړې په داسې طريقې سره چې هرقسم عبادات يوازې دالله جل جلاله لپاره وکړې
که هغه لمونځ وې ،که طواف وې ،که نذراونيازوې،اوکه دُعااوحاجت غوښتل وې ؛نوپه دې سړې کې داشعبه دايمان موجوده شوه دادايمان يوه شعبه ده ،شهادة الرساله بيله شعبه ده ،چې په دې خبره اعتقاداوقول دی چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم  دالله تعالی  پيغمبراواستازی دی چې دُنياته يې دانسانانودهدايت لپاره راليږلی دی .

بله شعبه ياڅانګه په دې حديث کې چې هغه ئې ترټولووړه ده ،هغه امامة الاذی عن الطریق ده يعنې دلارې څخه دهغه شېانولرې کول چې هغه انسانانوته تکليف ورکوې لکه ډبرې ،ازغې ،خښتې اوداسې نورشيان ؛داکارکه څه هم  خلګوته ډيرمعمولې ښکارې ،له همدې امله عمل کوونکې هم ورباندې کم دې ،ليکن دالله تعالی په نزدمعمولې ندی . دانس رضی الله عنه  څخه روايت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :چې الله جل جلاله  دانسان څخه په دې هم راضې کيږې چې يوه ګوله خوراک وکړې او(دالله تعالی شکراداکړې )الحمدلله ووايې ،يايوغړپ اوبه اوڅښې اوالحمدلله ووايې  (مسلم)
دابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلې دې چې مايوسړی  وليدی چې په جنت کې ګرزيدی په دې وجه چې هغه يوه ونه دلارې څخه ښکولې وه چې خلګوته به يې تکليف ورکوی ( مسلم )

دبخارې اومسلم په يوه بل روايت کې راغلې دې چې يوسړی په  يوه لاره تيريدی دازغويوه ونه يې په لارکې  وليده، هغه يې دلارې څخه لرې کړه  نوالله پاک دده داعمل  قبول کړو اوبخښنه يې ورته وکړه دابوذررضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه  وسلم  وفرمايل:چې په ماباندې  زمادامت اعمال راپيش کړل شول نومايې په ښواعمالوکي داهم وموندل چې دلارې څخه دتکليف شی لرې کړې  اوپه بدواعمالوکي يې ماداهم پيداکړل چي يوسړی په مسجدکي توکړې اوبيايي ښخ نکړې (مسلم)

مسلمانانوته پکارده چې هيڅ يونيک عمل وړوکی ونه ګڼې ،لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلې دې:لاتحقرن من المعروف شيئا؛ هيڅ نيک کارمعمولې مه ګڼه ځکه دالله تعالی رضامعلومه نه ده چې په کوم عمل کې ده ؛اوهيڅ دګناه کارته دې انسان  په سپکه نه ګورې چې داوړه ګناه وړه ده لکه چې  په حديث کې   راغليدې چې عائشې رضی الله عنهاته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې اياک ومحقرات الذنوب  فإن لهامن الله طلباً  چې ځان دوړوګناهونوڅخه ساته ځکه چې ددې په هکله الله رب العزت پوښتنه کوې ؛
په يوه حديث کې راغلې دې چې ځانونه دوړوګناهونوڅخه ساتی ځکه چې داوړې ګناوې کله  کله په انسان راجمع شې اوانسان هلاک کړې لکه يوقوم چې په يوه هوارميدان کې بوټي راجمع کړې اوبياېې وسوځوې دارنګه داوړې ګناوې په انسان راجمع  شې اوپه پای کې دانسان دبربادی لامل وګرځې .

your ads

په دې حديث کې دايمان درې شعبې  چې يوه ېې  اعلی اوبله ېې متوسطه اوبله ېې ادنی ده هغه نورې څواويايې په مختلفواحاديثوکې ذکرشوې دې ،اوپه دې خبره هيڅ دعقل خاونداختلاف اوشک  نلرې چې په دُنيااوآخرت کې فلاح اوکاميابی ته يوازې هغه څوک رسيدلی شې چی هغه په ځان کې دايمان اوصاف راوستلې وې اوځان يې په ايمان پوه کړی اودايمان دغوښتنوسره  سم عمل وکړې  نوهرچاته په کاردې چې په دې اړه ډيره هڅه وکړې چې دايمان شعبې زده اوعمل ورباندې وکړې ترڅوځان په  دواړودُنياووکې  کاميابۍ ته ورسوې .نوله دې امله موږ دلته دايمان ټولې هغه شعبې په لنډډول  ليکوچې کومې دمختلفواحاديثوڅخه علماؤ راايستلې دې الله تعالی  دې موږ ته توفيق راکړې چې داپه خپل ژوندکې په ځان عملې کړو:
نوپه چاکې چې داشعبې په بشپړه توګه موجودې وې نوهغه به دکامل ايمان څښتن وې اوپه چاکې چې څومره کمې وې نوهومره به يې ايمان کمزوری وې اوپه چاکې چې بالکل نوې  (العياذُبالله )نوهغه به دانتهايې درجې له ناپوهانوڅخه وې :

& په الله تعالی  باندې ايمان په داسې  عقيدې سره چې هغه ددې عالم ساتونکی،پيداکوونکی،الٰه اومعبوددی دالله تعالی سره په دې کې هيڅ قسم شريک نشته،نه په پيداکولوکې اونه په عبادت اوبلنه کې اوالله پاک په هرڅه اورې اوپه هرڅه خبردی دسينوپه خبروهم پوه دی نه په زمکه کې يوشی ترې پټيدی شې اونه په اسمانوکې اوالله تعالی دکمال،عزت،جلال،جمال،اودلويې په صفاتوسره متصف د ی اوالله تعالی اسماء حسنی ښائسته نومان لرې اولوی لوی صفات لرې دالله پاک صفات دچاسره ورته والی اومشابهت نلرې لکه څنګه چې يې ذات دنوروذواتوسره مشابهت اوورته والی نلرې اوموږدالله تعالی په ټولونومانواواوصافوايمان لرو
لکه څنګه چي الله تعالٰی دځان لپاره بيان کړې دې اوياهم نبي عليه السلام دالله په باره کي بيان کړې وې

& په دې خبره ايمان لرل چي دامخلوقات ټول حوادث اوداټول الله تعالٰی ته محتاج دې
& په  ملائيکوايمان راوړل
& په ټولواسماني کتابونوايمان راوړل
& په دې خبره ايمان راوړل چي دخيراوشرتقديردالله لورې دی
& داٰخرت په ورځ ايمان لرل،په قبرکي ددووملائيکوپه سوالونو،په حساب،ميزان،اوجنت اودوزخ باندې ايمان لرل
& دالله تعالی سره ډيره مينه کول
& الحب فې الله والبغض فې الله دالله لپاره دچاسره مينه کول اودالله لپاره دچاسره بغض کول چي دسړې هيڅ بل غرض نوې صرف دالله په وجه دچاسره مينه کوې
& درسول الله صلی الله عليه وسلم داسي مينه کول چي ترهرچازياته مينه ورسره ولرې
& درسول الله صلی الله عليه وسلم عزت کول
& په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندې درودويل هم په لمانځه کې اوهم يې بهر
& دنبې عليه السلام دسنتوطريقوتابعدارې کول اودهغه په طريقوعمل کول که دچادقول يارواج خلاف وې هم يې بايدپرواه ونه لرې
& په عباداتوکي اخلاص کول
& رياء نه کول
& دمنافقت څخه ځان ژغورل که نفاق اعتقادې  وې اوکه عملي وې
& توبه ايستل که له ګناه څخه وې که پرته له ګناه وې ځکه توبه دايمان يوه څانګه ده نوپه هرحالت کي بايد مؤمن توبه ګاروې.
& دالله تعالی څخه دزړه ويره په داسي طريقه چي په ظاهراوباطن دواړواثروکړې
& دالله تعالی څخه  اميدلرل
& هميښه دالله پاک شکرونه اداکول
& په ژمنووفادارې کول اوپوره کول يې
& په قضاءاوتقدير باندې راضي کيدل
& په هرکارکي په الله تعالٰی باندې توکل کول
& دالله تعالی په ټولومخلوقاتوباندې رحم کول
& دالله په وړاندې اودمخلوق په وړاندې عاجزې کول
& دمشرانوعزت کول
& په کشرانوشفقت اومهرباني کول
& تکبراولويي نه کول
& حسداوبغض نه کول
& په  دُنيوې کارونوکي غصه نه کول
& په کلمۀ توحيدسره تلفظ کول
& دقراٰن کريم تلاوت کول
& دعلم زده کړه اوتعليم ورکول ځکه علم نوردی اوايمان هم نوردی اودا دواړه سره لازم دې
& دُعاء کول مؤمن به دالله تعالی څخه دُعاګاني په خپلوحاجتونوکي غواړي
& دالله تعالی ذکرهروخت کي کول تردې چي په ذکرباندې يې بايدهروخت ژبه لنده وې
& دعبث کارونوڅخه ځان ژغورل
& پاکوالی ظاهرااوباطنا ظاهرادسې چې دښکاره نجاستونوڅخه ځان وژغورې او
& دعورت پټول
& دلمانځه پابندې کول هم دفرض پابندې اوهم دنفلونوکول
& صدقې اوخيراتونه کول که فرضي وې اوکه نفلي وې
& دغلامانوازادول داازادول کله په داسي طريقي سره وې چي غلام وي اوته يې ازادکړې اوکله په داسي  طريقې  سره وې چي هغه دقرض څخه خلاص کړې
& سخاوت
& دميلمه پالنه اوعزت کول
& دروژونيول که فرضي وې اوکه نفلي
& دحج اداکول
& عمره کول
& اعتکاف کول
& دبيت الله شريف طواف کول
& دليلة القدردشپې تلاش کول
& الفراربالدين
& هجرت کول
& دنذرونوپوره کول
& دقسم په اړه فکرکول دبي ځايه قسمونوڅخه ځان ساتل
& دکفاراتواداکول که هرډول کفاره وې
& التعفف بالنکاح په نکاح سره ځان له بدوکارونواوبدنظری څخه ژغورل
& دعيال حقوق پوره کول اوداولادتربيت په صحيح ډول کول
& دموراوپلارسره نيکي کول
& صلۀ رحمي کول
& دمشرتابعدارې اوخبره يې منل چې کله ددين په خلاف کارنوې  اودغلامانوسره نيکي کول ځکه دمؤمن صفت دادی چي که مشروې نوپه غلامانوبه مهرباني کوې اوکه غلام وي نودبادارتابعدارې به کوې
& په هرشي کي عدل اوانصاف  کول
& دمسلمانودجماعت تابعدارې کول
& داولواالامر(چارواکو)تابعدارې کول چي کله داسلام مطابق امرکوې
& دخلګوپه مينځ کي اصلاح اوسوله کول چي کله ددوی په مينځ کي اختلاف اوجګړه پيداشي
& امربالمعروف اونهی عن المنکردښه کارامراودبدکارڅخه منع کول
& دحدودوقيام اودالله په لارکي جهادکول
& دالله په لارکې پهره کول
& دامانت اداءکول اوساتنه يې
& دګاونډې عزت کول اوښه  ژوندون ورسره تيرول
& حُسن المعامله هرکارپه  سمه توګه سرته رسول له دورواغواودوکوڅخه ځان ژغورل .
& داسراف څخه ځان ساتل .
& دسلام ځواب ورکول
& دعاطس(دپرنجې کوونکې) ځواب ورکول.
& دجنازې سره تلل،اودمسلمان په جنازه کې شراکت کول ځکه په دې سره يوقيراط ثواب حاصليږې اوديادونې وړده چې دجنازې پسې وروسته به سړی ور روانيږې
& دخلګوڅخه ضرراوتکليف بندول
& حياء اوشرم
& چي دځان لپاره څه خوښوې هغه دمسلمان ورور لپاره هم خوښول
& ښه اخلاق

عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب