قاسم بن محمد -ص-

قاسم د محمد -ص- ځوی

د رسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كې اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كې درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

قاسم

د رسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب