مشوره: اسلام ته څنګه خدمت وکړم؟

پوښتنه:

زه يو ځوان يم چې له دين سره ډيره مينه لرم، غواړم الله تعالى مې د قيامت په ورځ د نيكانو په ډله كې حشر كړي. كه څه هم چې له عملي پلوه څه نيمګړتياوې لرم خو د نيكو وروڼو په مرسته به هڅه كوم چې الله تعالۍ مې ټولې نيمګړتياوې لرې كړې او د هغه د دين ريښتينۍ سرتيرى رانه جوړ كړي.

اوس نو ستاسو نه غوښتنه كوم چې ما ته لاره را وښيئ چې څه ډول اسلام ته خدمت كولاى شوم.

ځواب:

الحمد لله رب العلمين. و الصلاة و السلام على رسول الله.

عليكم السلام و رحمة الله و بركاته.

ګرانه وروره! الله دې تل په نيغه لاره ټينګ لره. ډير د خوښۍ ځاى دى چې داسې سپيڅلى احساس لرى، لاندې كرښې د لارښوونو په توګه تاسې ته وړاندې كوو، الله دې موږ او تاسې ټول د خپل دين خادمان وګرځوي.

1.نيت د يوازې د الله تعالى د رضا لپاره خالص كړه، الله په هغه کار کې چې صرف د هغه د رضا د لاس ته راوړلو لپاره سرته رسیږې برکت اچوي، حتی که هغه کار ډیر کم هم وي. مخلصانه عبادت او فرمانبرداري که د انسان له نظره ډیر کم هم وي، د الله لپاره ډیر ارزښت لري. او الله تعالى به د انسان صغيره ګناهونه په همدی وړوکو كارونو بښي.

  1. د اسلام په دقيقې پوهې او د هغې په پيروۍ سره کولای شې د اسلام خدمت وكړې.د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ژوند دقيق ولوله، د هغه دعوت، كړنې، له خلكو سره نيك چلند، زړه سوى، د تكاليفو ګالل او صبر ستا لپاره غوره نمونه كيدلاى شي.

  2. ته هغه وخت كولاى شې د اسلام لپاره كار وكړې چې هغه په پوره مانا وپيژنې. د دې كار لپاره د اسلامي امت د تكړه او موثقو علماوو كتابونه ولوله.

  3. د اسلامي دعوت په كار كې بايد لومړيتوبونه وپيژنې. له هغه ځايه پيل وكړه چې ګومان كوې ډير اساسي دي، عقيدې تر پر عمل، فرضو ته پر واجبو او مستحباتو، ټولنيزو ګټو ته پر فردي ګټو او دايمې مصالحو ته پر مؤقتي هغو ترجيح وركړه.

  4. د دين لپاره خدمت دا مانا لري چې ته خپل وخت، مال او توان پدې لاره كې ولګوې. تا به هغه کسان لیدلي وي چې یو ورزش یې خوښ وي. د بيلګې په توګه فوټبال، هغوی څنګه خپل وقت، پیسی او توان د خپل په زړه پوری ورزش لپاره لګوي. خو اسلامي دعوت له تا نه تر دی پورته تقاضا لري.

  5. ته اسلام ته هغه وقت خدمت کولای شې چې د تيرو علماوو، دعوتګرو او مصلحينو په لاره ګام كيږدې. پدې لاره كې هر ډول ستونزو ګاللو ته تيار اوسه، ځګه ته هغه ستر عبادت تر سره کوې چې پيغمبرانو او د هغوى لارويانو تر سره كړى دى.

  6. ستوماني، کمزورتیا، بی علاقه ګي او نا هيلي له ځانه لرې كړه، ځكه دا دین د قوت، هیلو او جرئت دین دی، او یوازينی دښمن یې ټنبلي، بې پروایي او ناهيلتوب دی.

  7. خپل زړه د الله له مینی ډک کړه، د ګناهونو د بښنې لپاره دې ډیرې دعاګانې او لمنځونه ادا كوه. همدا رنګه د قرآن کریم په تلاوت باندی ټینګښت وکړه. د روح په تازګۍ كې د الله له فرمانبردۍ او لمانځه څخه بله ښه وسيله نشته.

  8. له علماوو او صالحو كسانو سره ملګرى شه، هغه كسان چې خبره او عمل يې سره يو وي، هغه خلک چې صادق پیژندل شوي دي او هغه چې د الله په لاره كې جهاد او مبارزه كوي او خپل ژوند يې د دين د خدمت لپاره وقف كړى دى. د هغوی د بیرغ لاندی تلل او د هغوی لاره نیول ډیر ښه کار دی.

  9. خپل وقت د ورځې، اونۍ او میاشتې په اساس برابر کړه. داسی کارونه شته چی باید هره ورځ وکړل شی، داسی کارونه هم شته چی باید هره اونی تر سره شي او څه لا داسې دي چې په مياشتنۍ توګه تر سره كيږي.د مثال په توګه هغه څوك چې تاسې يې هره ورځ وينۍ، هغه چې په اونۍ كې يو ځل ورسره مخ كيږى او هغه چې كله نا كله يې وينى. نو تاسې بايد له هرې موكې نه پوره ګټه واخلى او د دعوت خبره ورسوى.

  10. له خپل وخت نه ډیره ګټه واخله، په نيك کار کی شرم، ځنډ او يا د هغه پريښودل ډير ناوړه كار دى.

بريالى اوسې

سرچينه: طريق الاسلام

ژباړه: نثار احمد اسلام مل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب