د ګشنیزو خوړل د خولې او غاښونو د سالم ساتلو لپاره ګټور دي!
د تغذېې متخصصان وايي ګشنیز ورۍ سالمې ساتي او د غاښونو له خرابیدو هم مخنیوئ کوي .
د یوناني طب له مخې ګشنیز په طبي بوټو کې حسابیږي او وچ او سوړ طبیعت لري .
ګشنیز همداراز معده هم پیاوړې کوي او له خوړو سره د هغه خوړل له هضم سره مرسته کوي ، په میندو کې د پیو د زیاتیدا سبب ګرځي او د غاښونو د درد د آرامولو لپاره د ګشنیز د دانو ژول ګټه لري .
له دې سر بیره ګشنیز یو قوي اشتهاء راوړونکئ ګڼل کیږي.
ګشنیز د خولې بد بوی هم لرې کوي او ډاکتران توصیه کوي چې د اوږې او پیازو له خوړو وروسته که په مناسبه اندازه ګشنیز وخوړل شي د خولې بوی ورکوي .
رالېږونکی: ډاکټر عطاء الله هوتک