د مالټې په دوه ګیلاسه جوسو مو ماغزه تازه کړئ!

مالټه د ويټامین C غوره سرچینه چې په خوړلو سره یې د پوستکي ښکلا، د سترګو وده او نمو او د وجود دفاعي سیستم پياوړی کيږي او همداراز د یوې نوې څیړنې پر اساس په ورځنۍ توګه د مالټې په خوړلو سره د مغزو په وړتیا کې هم نا اشنا زیاتوالی راځي.

د ترکيي د «بورسا» پوهنتون روغتیا پوهانو د خپلې یوې نوې څيړنې پر مهال د ۵۵ څخه تر ۸۰ کاله عمر لرونکو خلکو ته تر دوو میاشتو پورې هره ورځ د مالټې ۵۰۰ ملي ليټره د مالټې جوس ورکول.

د ترکيي د «بورسا» پوهنتون روغتیا پوهانو د خپلې یوې نوې څيړنې پر مهال؛ د دوه میاشتو لپاره پر د ۵۵ څخه تر ۸۰ کاله عمر لرونکو خلکو؛ ۵۰۰ ملي ليټره د مالټې جوس وڅکلو. د څيړنې پر مهال د دغو خلکو په خبرو کې تعادل او برابروالی، مغزي وړتیاوو او اوریدلو حس او ځواب ویلو کې په تدريج سره غوره والی راغلی و. دغه روغتیا پوهان واېي؛ په مالټه کې د «فلووینویډز« په نوم کیمیاوي ماده په زیاته اندازه شتون لري چې د مغزو د پوهیدلو او معلوماتو د زیرمتون یوې مهمې برخې ’هیپو کمپس‘ پورې د سیګنال او پیغام رسولو پروسه پياوړي کوي.

روغتیا پوهان وایي چې د مغزې کړنو مغزو د تازه ساتلو لپاره دا اړینه نه ده چې هره ورځ د مالټي ټاکلې اندازه جوس وڅکۍ؛ بلکه د ذهن د تازه ساتلو او د ذهني وړتیاوو د پیاوړي کولو تر څنګ؛ د ځينو نورو ناروغیو څخه د خلاصون لپاره هم دغه څښاک په خپل ورځني څښاک کې شامل کړۍ ځکه دا یو طبیعي نبات دی چې وجود ته هیڅ ډول زیان نه لري.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب