د الله تعالى په هکله د مسلمانانو څه عقيده لرل په کار ده ؟

د الله تعالى په هکله د مسلمانانو دا لاندي عقيدې لرل په کار دي:

١- الله جل جلاله يو دى.
٢- يوازي (صرف) الله تعالى د عبادت او بندګۍ لائق دى او د هغه څخه پرته (ماسوا) هيڅ څوک د بندګۍ لائق نه دى.
٣- هغه هيڅ شريک نه لري.
٤- هغه په هر څه خبر دى هيڅ شى د هغه څخه پټ نه دى.
٥- هغه د پوره طاقت او قدرت څښتن دى.
٦- هغه مځکه آسمان ، سپوږمۍ ، لمر ، ستوري ، ملائکي ، انسانان او پيرانان لنډه دا چي ټوله جهان هغه پيدا کړى دى او هم هغه د ټولي نړۍ مالک دى.
٧ – مرګ او ژوند هم د هغه له جانبه دى ، يعني د ټول مخلوق ژوند او مرګ د هغه په حکم دى.
٨- هغه ټول مخلوق ته روزي ورکوي.
٩- هغه نه خوراک کوي، نه څښاک کوي او نه بيدېږي.
١٠– هغه خو د به خوده (پخپله) همېشه دى او همېشه به وي.
١١ – هغه هيڅ چا نه دى پيدا کړى.
١٢ – د هغه نه پلار سته ، نه زوئ ، نه لور ، نه ښځه او نه د چا سره د هغه د قرابت تعلق دى ، هغه له دې ټولو تعلقاتو څخه پاک دى.
١٣- ټول د هغه محتاج دي ، هغه د چا محتاج نه دى او هغه هيڅ شي ته حاجت نه لري.
١٤ – هغه بي مثله دى هيڅ يو شى د هغه مشابه يعني د هغه په شان نه دى.
١٥ – هغه د ټولو عيبو څخه پاک دى.
١٦ – هغه د مخلوق په شان د لاس ، پښو ، پزي ، غوږو او شکل او صورت څخه پاک دى.
١٧ – هغه ملائکې پيدا کړي دي د دنيا پر انتظامو او خاص کارو يې مقرري کړي دي.
١٨ – هغه د خپل مخلوق د هدايت لپاره پيغمبران راليږلي دي چي خلګو ته رښتني مذهب وروښي ښه خبري ور وښيي او له بدو خبرو څخه يي وژغوري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب