د قوي ذهن او دماغ لپاره یې له خپلو پښو پيل کړی!

د یو قوي ذهن او دماغ لپاره ستاسو حل لاره څه ده؟ کله چې کتاب لولی پر ذهن مو تمرکز لری؟ څه فکر کوی چې د نورو اعضاوو په  پیاړوتیا مو ذهن پیاوړی کیږي؟ د بدن د کومې برخي په پیاوړتیا سره مو ذهن قوي کیږي؟ څه فکر کوئ د بدن د نورو اعضاوو په پیاوړتیا مو ذهن او دماغ پیاوړی کیږي؟

د یو قوي ذهن لپاره سر له ننه پلي (پیاده) تګ ته مخه کړی، تر څو مو د پښو عضلات پیاوړي کړي، ځکه دغه چاره به ستاسو د ذهن، دماغ او حافظې پر کار کولو نېغ په نېغه اغیزه ولري.

 حیرانیږئ مه!

کېدای سي تاسو ته به دا ډیره جالبه وي چې دماغ او پښې چې دومره یو له بل څخه لیري دي څه اړیکه به سره ولري؟ مګر داسي نه ده، دماغ او پښې یو له بله نیغي اړیکي لري،  او د پېاوړو پښو په درلودلو سره به د پېاوړي دماغ او ذهن خاوندان واوسی.

دا خو روښانه ده چي د عمر په زېاتېدو سره ذهن او دماغ کمزوری کیږي، مګر یو شمېر خلکو د همدې ستونزي لپاره ځیني حل لاري موندلي هغه دا چې دوی کوښښ کوي تر څو د ورزش او تمرینونو په مرسته خپل جسم پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول هغه تمرینونه چې پښې پیاوړي کوي، دا ځکه دغه تمرینونه او ورزش کول مو د عصبي حجرو د ودي او پیاوړتیا تر څنګ د بدن دفاعي سیستم، د ادراک او فهم قوه پیاوړې کوي.

( که غواړی چي په راتلونکي کښي د قوي ذهن او دماغ خاوندان واوسی نو د خپلو پښو د پېاوړتیا په لټه کي سئ!)

ژباړه: صالح محمد هوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب