شیطانان او جنیات ولې له خرما څخه کرکه کوي؟!

ولې شیطانان او جنیات د خرما (کجورې) څخه نفرت کوي؟!

او ولې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مونږ ته د خرما د خوراک په اړه نصیحت کړی دی او د خرما ډیر صفات یی بیان کړي دي او دا یی هم فرمایلی دی: چې ۳-۵-۷ خرماوې باید هر سهار وخورو او تر ټولو بهتره یی دا ګڼلې ده چې ۷ خرماوې هر سهار وخورو، لکه څنګه چې د خرما ډیر فضائل بیان شوي دي، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپل امتیانو ته د خرما د خوراک په اړه توصیه کړې ده او په یو حدیث شریف کې يې فرمایلي دي:

«يَا عَائِشَةُ بَيْتٌ لَا تَمْرَ فِيهِ جِيَاعٌ أَهْلُهُ» [رواه مسلم].

ژباړه: ای عايشې! هغه کور چې خرما نه وی پکې نو د دغه کور اوسیدونکي به وږي وي،

او په یو بل حدیث شریف کې یی فرمایلي دی:

«مَنْ تَصَبَّحَ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعَ تَمَرَاتٍ عَجْوَةً ، لَمْ يَضُرَّهُ فِي ذَلِكَ اليَوْمِ سُمٌّ وَلاَ سِحْرٌ» [رواه البخاري ومسلم].

ژباړه: چا چې سهار اوه عجوه خرماوې وخوړې نو بیشکه په دغه ورځ به په نوموړی باندې نه سحر اثر وکړي او نه به زهر ورباندې کوم تأثیر وکړي.

نن ورځ ساینس پوهانو دا ثابته کړې ده چې خرما او یا بلح چې د خرما یو نوع ده لکه عجوه چې انسان وخوری نو د انسان د بدن څخه یوه شین رنګه غشاء (پرده) احاطه کوی او دغه شین رنګه پرده د یو شمیر مضرو شعاوو او مقناطیسي ویرسونو مانع ګرځي او همدارنګه د شیطانانو او پيریانو (جنیاتو) او د حسد او سحر او نظر کولو په ممانعت کې مهم رول لري او بله دا چې شیطانان نه شي کولی چې دغه پرده سورۍ کړي او د انسان بدن ته ځان ورداخل کړي کومه پرده چې د خرما په ترکیبي موادو سره جوړه شوې ده، او خرما په خپل ترکیب کې یو شمیر ګټور ترکیبات هم لری لکه فاسفورس چې د شین رنګه غشاء په احاطه کولو کې مهم رول لري.

لیکوال: فیضان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب