د ښځې لپاره د غسل د واجبیدو حالات؟

په ښځه باند په کوم وخت کې غسل فرض کېږي؟ که مفصل معلومات یې راکړی، نو ډیره  به خوشحاله شم.
تشکر

ځواب:

قدرمنې خور وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
په ښځه باندې په څو حالاتو کې غسل واجبيږي:
لمړى: کله چې له حيض او يا نفاس څخه پاکه شي نو غسل کول ورباندې فرض دي.
دويم: کله چې خاوند ورسره جماع وکړي او دخول منځ ته راشي که انزال وشي او که ونشي
دريېم: کله چې احتلام يې وشي، يعنې د شپې څوک په خوب کې وويني چې جماع ورسره کوي او بيا يې انزال وشي.
اوڅلورم دا چې په خپل فعل سره انزال وکړي

او دا خبره ثابته ده چې د ښځې احتلام او انزال کېږي، ځکه يوه ښځه د رسول الله صلى الله عليه  حضور ته راغله او ويې ويل چې د ښځې احتلام کېږي نو حضرت عايشې رضى الله عنها ورته وويل چې دا څه وايې د ښځې احتلام نه کيږي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې هو د ښځې احتلام کېږي.
او له احتلام سره دا امکان لري چې انزال هم وشي
والله اعلم

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب