د ښځو د لمانځه ځانګړتياوې – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د ښځو لمونځ هم د نارينه وو په شان دی، یوازې په لاندېنيو ټکو کې توپير (فرق) لري:

  • د لمانځه په پيل کې د (الله اکبر) په ويلو سره لاسونه د اوږو سره موازي وي. (شکل: ۱)

 

  • د فاتحې او بلې سورې د ويلو په وخت کې لاسونه په ټټر (سينه) ايږدي. (شکل: ۲)

 

  • په رکوع کې دومره ټېټېږي چې لاسونه يې ګونډې ته رسي. (شکل: ۳)

 

  • په سجده کې ورنونه او مټې (بازو) په څنګونو (بغل) نښلوي او څنګل (آرنج) او ليچي (ساعد) په ځمکه نښلوي او پښې څملوي چې د پښو ګوتې يې سره نښلي.

 

your ads

  • د تشهد او درود (قعدې) د لوستلو په وخت کې دواړه پښې ښۍ خوا ته ايستل کېږي او داسې بايد کېني چې ښی ورون په کيڼ (چپ) ورون او ښی لينګی (ساق) په کيڼ (چپ) لينګي راشي.

  • ښځه بايد په هر لمانځه کې ورو تلاوت وکړي، د ښځو په جماعت کې که ښځه امامه وي نو بايد د ښځو په مينځ کې ودرېږي، نه له هغوی څخه وړاندې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب