د ښځې حقوق اسلام کې

*کله چی دیوی ښځی مهر مقرر کړی شی او بیا ورنکړ شی نو دغه سړی غل دی.
*کله چی سړی دخپلی ښخی سره خیانت وکړی نو سزاء یی رجم دی.
*کله چی سړی دوهمه ښځه وکړی او د دواړ تر مینځ عدل نه کوی نو دقیامت په ورځ به په داسی حال کی پاڅیږی چی یو اړخ به یی مائل وی.
*کله چی سړی ښځی ته طلاق ورکړی ،نو دهیڅ شی بیرته د اخستو حق نلری.
*په میراث کی که سړی د ښځی حق ضائع کړی،نو یقینا یی دالله تعالی دحدودو نه یی تجاوز وکړه.
*هر هغه سړی چی ښځه بی جرمه وهی او بی عزتی یی کوی نو هغه سپک سړی دی ،او څوک چی دښځی عزت کوی نو دا عزتمنددی.
*که یو سړی ښځه دڅلورو میاشتو نه زیاته پریږدی او کوروالی ورسره نه کوی،نو ښځی ته حق حاصل دی چی محکمه کی عارضه شی او تفرقه د دواړو ترمینځ راشی.
*سړی به ښځی سره د وینځی په شان سلوک نه کوی، او که چری سړی خپلی ښځی ته وایی چی ته په ما باندی داسی یی لکه زما دمور شاه،نو سړی به 60 ورځی روژی نیسی.
*که دسړی یوه ښځه خوخه نه وه نو صبر دی وکړی،ځکه یو شی به سړی بد ګڼی خو کیدیشی چی الله تعالی ورته پدی کی خیر مقرر کړی وی.
*که سړی یو ه ښځه طلاقه هم کړی ، نو دطلاق نه روسته به هم دیو بل فضل نه هیروی.
*او که دښخی خاوند تر مینځ تفرقه راشی ،نو په سړی بیا هم دهغی دبچو نفقه لازم ده.
*دښځی د دوستانو سره صل رحمی کول هم یو خه صفت دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب