د سترګو رنګه لينزونه -ښځو سینګار

     د سترګو رنګه لينزونه:

ځيني ښځي او نجوني د ښکلا لپاره له رنګه لينزونو څخه استفاده کوي او ځيني د لينزونو رنګونو ته د کالو د رنګونو سره سم بدلون ورکوي.

له لينز څخه ګټه اخيستنه، کله چي ورته اړتيا وي پروا نه کوي، خو چي ورته اړتيا نه وي له هغو څخه ګټه نه اخيستل ډېر ښه دي، په تېره کله چي يې بيه ډېره لوړه هم وي، چي دا کار اسراف او حرام دى.

او څنګه چي د سترګو رنګ لکه څنګه چي دى، هغسي نه ښيي، نو دا بيا يو ډول فريبکاري هم بلل کيږي.

  پاى زيبونه:

بې له شکه ښځي ته ، کله چي له کوره وزي او د نامحرمو خلکو په مخ کي له پايزېبونو څخه استفاده حرامه ده، لوى څښتن فرمايي:

﴿وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ﴾ [النور: ۳۱].

your ads

«او هغوى دي د تلو په وخت کي خپلي پښې پر مځکه داسي نه وهي چي پټ سينګار يې خلکو ته ښکاره سي او د پايزېبونو ږغ يې واورېدل سي».

خو له پايزېبونو څخه استفاده د مېړه په مخ کي رواده، لکه چي د شیخ عبدالعزیز بن باز په فتوا کي راغلي دي: د ښځي لخوا له پايزېبونو څخه ګته اخيستل د هغې د مېړه او محارمو په مخ کي پروا نه کوي. ځکه دا يو ډول ګېڼه باله سي.

د جګو کريو (پوندو) لرونکي بوټونه:

ډېري ښځي او نجوني د جګو کريو لرونکي بوټونه په پښو کوي چي ونه يې جګه وايسي.

د جګو کريو لرونکو بوټونو په پښو کول جواز نه لري، ځکه چي کېداى سي ښځه د هغو د په پښو کولو له امله غوځاره سي، او انسان له ديني نظره امر سوى دى چي ځان له خطره ګوښه وساتي، لوى څښتن فرمايي:

﴿وَلَا تُلۡقُواْ بِأَيۡدِيكُمۡ إِلَى ٱلتَّهۡلُكَةِ﴾ [البقرة: ۱۹۵].

«خپل ځانونه په خپلو لاسونو هلاکت ته مه اچوئ».

او فرمايي:

﴿وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡۚ﴾ [النساء: ۲۹].

«او خپل ځانونه مه وژنئ (ځان وژنه مه کوئ)».

او همدا رنګه دغه ډول بوټونه د ښځي ونه تر خپلي رشتيانۍ اندازې زياته ښيي، چي په دې توګه د يو ډول فرېبکارۍ لامل ګرځي. او همدا رنګه د هغو ښکلاوو د ښکاره کېدو لامل کيږي چي مسلمانه ښځه د هغو له ښکاره کولو څخه منع سوې ده. لوى څښتن فرمايي:

﴿وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوۡ ءَابَآئِهِنَّ أَوۡ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآئِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوۡ نِسَآئِهِنَّ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيۡرِ أُوْلِي ٱلۡإِرۡبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ٣١﴾ [النور: ۳۱].

«او اى پېغمبره! مومنو ښځو ته ووايه چي خپلي سترګي تر واک لاندي وساتي. او د خپلو شرمځايونو ساتنه وكړي او خپله ځان جوړونه او سنيګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله څرګند سي، او پر خپلو سينو دي دخپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دي خپله ځان جوړنه او سينګار نه ښكاره كوي، مګر د دې خلكو په وړاندي: مړونه، پلرونه، د مړو پلرونه، خپل زامن، د مړونو زامن (بنزيان) وروڼه، ورېرونه، خوريونه، دخپلي طبعي ښځي، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندي نارنيه چي ښځو ته حاجت ونه لري، او هغه ماشومان چي لا تراوسه پوري دښځو له پټو خبرو سره آشنا سوي نه وي او هغوى دي پر مځكه باندي په زوره پښو وهلو سره په داسي شان تګ نه كوي چي دهغو دپټ كړي سينګار خلكو ته معلومات وسي. اى مومنانو! تاسي ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، هيله ده چي برى در په برخه سي».

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب