په کرونده کې د نباتو تر څنګ د چرګانو روزل

په ګران هیواد افغانستان کې زیاتره خلک په کورونو کې مرغان (چرګان) روزي چې په دې سره یو څه عاید تر لاسه کوي. نوموړو چرګانو ته په محلي ژبه کورني یا وطني چرګانو نومونه اخیستل کیږي او مختلفې نوعې لري. ساتنه او پالنه یې زیاتره د کور د ښځینه وو په غاړه وي، تغذیه یې اکثره وخت د کورنۍ غړو د خوراک پاتې شونو، شا او خوا نباتاتو، په کروندو کې د تخمونو، حشراتو، چنجیانو او داسې نورو څخه وي.

ډیری خلک د چرګانو روزولو سره شوق او علاقه لري، په دې پوهيږي چې غذایي او اقتصادي ګټې لري، خو د ځینو ستونزو له امله نشي کولی چې چرګان وساتي، لکه د کور په انګړ کې چرګان فضله مواد کوي او کور ناپاک کوي، ځینې خلک کورنی باغچه کې د سبزیجاتو پالیز لري چې د چرګانو له وجې یې په سم ډول نشي روزلی او داسې نور.
که چېرې د یوه منظم پلان له مخې کورنيو چرګانو ته مناسب ساختمانونه جوړ کړل شي، نو هم به د کور پاک انګړ او سبزیجات ولرو او هم به په کور کې چرګان او د هغوی محصولات. درکړل شوو عکسونو کې تاسې وینی چې د چرګانو لپاره په کرونده یا د کور په باغیچه کې جالی لرونکي تونلونه جوړ شوي دي. دا تونلونه دوه ډوله دي، یو یې متحرک او بل یې غیر متحرک. د تونلونو یوه یا دواړه خوا وې د مرغانچې سره وصل وي.

 

ګټې یې په دې ډول دي.
۱- هغه ستونزې چې پورته ترې یادونه وشوه د هغې څخه خلاصون
۲- د تونل څخه مرغانچې او د مرغانچې څخه تونل ته چرګان په اسانی سره تلای او راتلای شي.
۳- څرنګه چې د چرګانو فضله مواد د نباتو او خاورې لپاره ښه عضوي مواد دي، دا تونلونه داصلي نباتاتو په شا او خوا کې ځای پرځای شوي وي او اصلي نباتو ته ډیر ګټور دي.
۴- متحرک تونلونه هغه ځایو ته انتقالیږي چې هلته واښه یا هرزه بوټي وي او چرګان ورڅخه تغذیه وکړي.
۵- چرګانو ته په اسانی سره نور غذایي مواد او اوبه اچول کیږي.
۶- هغه حیوانات چې چرګان داړي یا یې خوري د هغوی څخه چرګان په امن کې وي.
۷- د چرګانو لپاره ډیره ښه محیط برابر وي، د چرګو هګی په خپل ځای کې وي.
نورې ګټې هم لري خو دا یې زیاتې اړیني دي.

م.ا. مقبل

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب