
د ښځو حقوق او امتيازات په اسلام کې
په اسلام کې دښځو حقوق او امتيازات په عدل او انصاف ولاړ دي نه په مساوات باندى ځکه مساوات ناممکن او غير فطري دى او هېڅ وخت امکان نلري، نو اسلام ښځو ته حقوق دهغوى دفطرت او طبيعت په بنسټ او اساس ټاکلي دي چې دهغوى دمسؤليت سره سمون خوري،په لنډه توګه مونږ هغې ته اشاره کوو .
١- د ښځو ديني او اخروي حقوق او امتيازات :
ښځوته دخپلو نيکو او صالحو اعمالو پوره پوره او مکمل آجر او ثواب ورکول کېږي او پدى خاطر په کې کموالې او نقصان نه راځي چې ګوندې هغه ښځه ده بلکې دمؤمنې او مسلمانې په حيث ورسره معامله کېږي، په آخرت کې دهغې دفطرت په اساس ټول امتيازات ترلاسه کولا ى شي، او په جنت کې دنارينه سره يوځاى اوسيږي او دټولو جنتي حورو او غلمانو مشره او ملکه وي، سره ددې چې په مذهبي او ديني ډګر کې يې مسؤليت کم دى خو ثواب او آجر يې زيات او پوره دى .
٢- د ښځو اقتصادي او مالي حقوق او امتيازات :
دښځې ټول مصارف او خرڅ لومړې په پلار او بيا په خاوند باندى دى او هېڅ ډول مصرف له خپل جيب څخه نکوي خو سره لدى هم اسلام هغې ته دخپل اصلي مسؤليت د ادء کولو لپاره زيات مالي او اقتصادي امتيازات ورکړيدي چې په لاندى توګه وړاندى کيږي .
الف : دخپل پلار په ميراث کې د ورور نيمه برخه دخورحق کېږي .
ب : دخپل خاوند په ميراث کې د اولاد دشتوالى په صورت کې اتمه برخه او که اولا د نه وى څلورمه برخه .
ج : دنکاح په وخت کې دخاوند څخه مهر اخستل .
د : د اولاد په ميراث کې شپږمه برخه اخستل .
ھ : دخپل کار، کسب، تجارت ،هديواوتحفو څخه چې څه ګټه او نفع راځي هغه ټوله يې خپله ده .
٣- دښځو اجتماعي او ټولنيز حقوق او امتيازات :
اسلام خپلو منوونکو او پيروانو ته حکم کړې چې تاسې هر يو به دښځو دحقوقو خيال ساتئ او دهغوى سره به ښه او غوره سلوک کوئ، قرآن کريم فرمايي :
وعاشروهن باالمعروف .(النساء-)
ښه او غوره خاوند هغه دى چې دخپل اهل او عيال سره ښه او غوره رويه کوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
خير کم خيرکم لاهله (الحديث-)
همدارنګه قرآن کريم فرمايي:
ولهن مثل الذى عليهن (البقره)
لکه څرنګه چې نارينه په ښځو حقوق لري په همدى شان ښځې هم په سړو حقوق لري. دواړه لوري بايد خپل واجبات او مسؤليتونه وپيژني او دهغې پابندي وکړي .
مور دپلار په نسبت درى چنده زيات حق لري او ترټولو زياته حقداره او دښه سلوک مستحقه مور ده او لمړى درى درجې بايد دمور خدمت وشي .
خپل مورته داُف په اندازه خبره هم نکول او هغه نه خفه کول، مور دجنت د دروازو څخه يوه دروازه ګڼل او په هغې باندى جنت ته داخليدل، دمور ترقدمونو لاندى جنت دي، دمور په رضا او خوښۍ سره رب او خالق خوښيږي اوپه خفګان يې رب خفه کېږي، دمور دخفګان او نارضاتوب په صورت کې دشهادت دکلمي څخه ژبه بنديدل او په خوښۍ باندى يې د ژبې حرکت کول .
دخور او لور په پالنه او تربيه باندى د دوزخ څخه خلاصون او نجات پيداکول، پورتني ټول امتيازات داسې دي چې دهغې مرتبه او مقام ترټولو لوړ او زيات دى او دومره مرتبه بل چاته نده ورکړل شوى .