ښځه زموږ د ټولنې په هنداره کې

ښځه یعنی مور، چا چې ترټولو ډير کړاوونه تیر کړي، او چاچې د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې ترټولو ډير غمونه ګاللي.

ښځه هم خور ده، هغه خور چې د خپلې کورنۍ لپاره په ډیرو ځایونو کې د خپلو حقوقو نه تیریږي.

ښځه هم میرمن ده، چې د خپل خاوند لپاره شپه او ورځ ددی لپاره سبا کوي چې هم د خپل خاوند زړه وګټي او هم د خپلو اولادونو سالمه تربیه وکړي. دا باوقاره میرمن باید د خپل خاوند او د خاوند د کورنی دواړو زړونه وساتي.

خو اوس راځو ګورو چې ددی قدرمنې خور، کړیدلې مور او د باوقاره میرمن زړه موږ څومره ساتلې، څومره یې خبری ته موږ غوږ ایښې او څومره یې د الله ﷻ او رسول ﷺ لخوا ورکړل شوي حقوقو ته قایل شوی یو.

موږ چې د ۵۰۰۰ کلن تاریخ دعوه کوو، هر یرغلګر، زبرځواک ته مو د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او هر دښمن مو په شا تمبولی لدی معصومه او بې وزله قشر سره څه ډول چلند کړی.

your ads

هغه حقونه، چې الله ﷻ او اسلام ورکړي، ټولنه یې د ورکولو مخه نیسي حتی میراث، چې د ښځو حق دی، شرعيت يې په ورکړه ټينګار کړی دی هم په ډېرو مواردو کې ترې زمونږ او ستاسو مېرمنې محرومېږي.

ژوند کې د سړیو په پرتله، د ښځو د واک دایره محدوده ده. ډیر کله د ښځو په نامه سړي امتیازات اخلي او داسې هم کیږي، چې د سړیو د ګناه سزا ښځې ګالي لکه بدو کې د نجلۍ ودول.

د الهی ارشاداتو مطابق د نر او ښځې نیکي او بدي یوشان ارزښت لري، نر او ښځه دواړه جنت ته د تللو حقدار دي، که نر یا ښځه ګناه وکړي نو مجازات یې یو شان دي او که له ګناه کولو وروسته توبه وکړي نو الله ﷻ دواړو ته بخښنه کوي.

اما زموږ په ټولنه کې نارینه معزز دي، د نارینه سهوه، غلطي او ګناه بخښل کیږي اما د ښځې بیا د بخښلو وړ نه وي.

راځئ چې خپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړو او د خپلو میندو، خویندو او میرمنو ارزښت، وقار او حقوقو ته وګورو او ورته قایل شو. نو بیا به د ښځو د حقونو ناره وهونکي او کاذب مدافعین ددی جوګه نه وي چې زموږ له شته خالیګاوو څخه ګټه پورته کړي او زموږ عزتمندې خویندې او میندې د تش په نامه ډیموکراسۍ سراب ته بوزي او له شته ښکلي ارښتونو نه یې ناخبره وساتي.

دا کار له موږ نه ډیر څه نه غواړي بلکه یواځې هغه حقوق چې د اسلام مبارک دین لخوا ښځو ته ورکړل شوي دي پخپله ټولنه کې په پشپړه توګه پلي کړو او پدې برخه کې د بې ځایه غیرتونو، ننګونو او عارونو پرواء ونه ساتو.

نو هم به مو خپل رب راضي کړی وي او هم به مو په خپله ټولنه کې د یو باوقاره او خوشاله ژوند بنسټ ایښې وي……

لیکنه: کامران ملِک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب