د ښځو مکر!

د ښځو د مکر په اړه به مو ډیر څه اوریدلی او لیدلی وي، ځینې خلک وایی چې د ښځې تر ټولو وړوکی مکر ژړا ده نو الله پوهیږي چی لوی مکر به یې څه شی وي؟ دا ځل به زه هم د ښځو د مکر په اړه یو څو کرښې درسره شریکې کړم هیله ده چې په کومه ښځه باندې بدې ونه لګیږي او نه زما هدف د ښځو اهانت دی بلکې هسې مې دا کیسه ولوسته غواړم چې تاسې سره یې هم شریکه کړم او بله دا چې هسې خو ټولو ته معلومه ده چې ښځه زمونږ په اسلامی مجتمع کې ډیر لوی مقام لري او په قرآن کریم کې هم یو سورت د ښځو په نوم ځانګړی شوی دی مګر د دې ترڅنګ الله تعالی د ښځو مکر په اړه فرمایلی دی ان کیدهن عظیم.
یو حکیم ته چا وویل چې ښځې ډیرې مکارې وي، حکیم هم اراده وکړه ترڅو چې د ښځو مکر په اړه معلومات وکړي، د یو کلی منځ کې روان و چې د کوهي له غاړې سره یې یوه ښځه ولیدله چې په ډیر هیریدلی حالت کې ولاړه ده نو نیژدې ورغئ او له ښځې نه یې پوښتنه وکړه چې د ښځو مکر څه شی دی؟
ښځې چې د حکیم خبره واوریده ډیره په قهر شوه او په چیغو چیغو یې ژاړه پیل کړه، سړی ورته وویل ولې د وژړل؟
ښځې ورته وویل: ترڅو چې د کلی خلک راشي او تا ووژني.
حکیم ډیر ورخطا شو او بیا یې ښځې ته وویل: ما خو تا ته هیڅ نه دی ویلی او نه مې په سپکه سترګه درته کتلی دی بلکې د ښځې مکر په اړه معلومات غواړم او ته مې اوس په خلکو باندې وژنې؟
ښځې چې دا خبرې واوریدې نو بیا یې د کوهي نه اوبه را وایستلې او په خپل سر یی واچولې ټول بدن یې لوند شو، حکیم د ښځې دغه کار نور هم حیران کړ او ورته وویل زه څه درته وایم او ته څه کوې؟
پدې وخت کې د کلي خلک را ورسیدل، حکیم ډیر ورخطا و چې اوس به مې ووژني، کلیوالو له ښځې نه پوښتنه وکړه چې څه خبره ده؟
ښځې ورته وویل: زه په کوهي کې ولویدم نو ځکه مې وژړل چې دا حکیم راغئ او زه یی له کوهي نه را وایستم.
ټولو کلیوالو د حکیم نه مننه وکړه او د نوموړی میلمه پالنه یې وکړه، لدې وروسته ښځې حکیم ته وویل اوس پوه شوې چې د ښځې مکر څه شی دی؟! کله چې درنه راضي شي نو خوشاله به د کړي او کله چې درنه خفه شي نو مړ به د کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب