حجروي اړیکې او ډولونه یې

حجروي اړیکه څه ته وايي؟

حجروي اړیکې د ددو ګاونډیو حجرو او یا د حجرې او خارج الحجروي (Matrix) سره اړیکو ته ویل کېږي، د غشایي اتصال په نوم هم یادېږي.

 

د حجروي اړیکې ډولونه:

حجروي اړیکه په درېیو ټولګیو وېشل شوې ده :
1: occluding junction
2: communicating junction
3: anchoring junction


لومړی ډول occluding junction:

داسې حجروي اړیکه ده چې د حجرې د دنننیو موادو د بدلېدو څخه مخنیوی کوي، دا اړیکه ددې لامل ګرځي چې مالیکولونه او ایونونه چې په حجراتو کې دي د حرکت څخه یې مخنیوی کېږي او نه پرېږدي چې د یوې حجرې ایونونه او مالیکولونه د بلې حجرې د ایونونو او مالیکولونو سره انتقال شي.

په  دې ټولګي کې tight junction تر لوستنې لاندې نیسو.

کلک junction یا tight junction:
یوه داخل الحجروي occluding اړیکه ده کوم چې د لویو مالیکولونو د تېرېدو څخه نورو حجرو ته مخنیوی کوي،دا اړیکه د zonula adherence په نوم هم یادېږي.دا هغه ځای دی په کوم کې چې د نږدې حجرو حجروي غشا په یو بل کې په کلکه توګه اغږل کېږي. دا ډول اړیکې د کولمو د میوکوزا ،دکولمو دېوال، د پښتورګو ټیوبولونو، د کپلریو د دیوال او د choroid plexus د endothelial او epithelial حجرو په حاشیو او څنډو کې لیدل کېږي.

د Tight junction جوړښت:
tight junction د یوې راوتلې څنډې څخه چې دوه نیمایي لري جوړ شوی دی ،چې لومړۍ نیمایي برخه په یوې حجرې او بله نیمایي برخه یې په بلې حجرې پورې نښتې وي چې دا دواړه نیمایي برخې یو له بل سره په کلک ډول اغږل شوې وي او هغه خالیګاه چې ددې دواړو حجرو تر منځ موجوده وي هغه یې هم نېولې وي.

د Tight junction پروټینونه:
هغه پروټینونه چې د tight junction په جوړېدو کې رول لري په دوه ټولګیو ویشل شوې دي :لومړی هغه پروټینونه دي چې د tight junction په غشا کې شتون لري چې دې ته integral membrane proteins وایي د بېلګې په ډول:claudin,occludinاو انتقالي نښلوونکي مالیکولونه.
دویم هغه پروټینونه دي چې د Tight junction د غشا په شاوخوا کې ځای لري دې پروټینونو ته د سایتوپلازمیکي صفحو پروټین هم وایي لکه cingulin,symplekin او zo-1 2 3

د Tight junction هغه پروټیني مالیکولونه چې په غشا کې ځای پر ځای شوي دي د راوتلې برخې پورې نښتې یا وصل  شوي او د ګاونډیو حجرو له همکاره برخو سره ضمیمه شوي دي نو ډواړه ګاونډۍ حجرې یو له بل سره کلک نیول کېږي ،خو د tight junction هغه پروټیني مالیکولونه چې د غشا شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي د tight junction د غشایي پروټینونو سره نښتي وي او همدې برخې ته غښتلتیا وربخښي.

د Tight junction دندې:

لومړی غښتلتیا او ثبات:tight junction ددې سبب ګرځي چې ګاونډۍ حجرې او د حجرو مجموعه یا انساج په کلکه توګه ونیسي او په دې توګه د غښتلتیا او ثبات د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

دویم ټاکونکې نفوذیه وړتیا:
tight junction ځینو مالیکولونو ته ټاکونکې تېرېدونکې دنده ترسره کوي لکه د کوچني سایز لرونکي مالیکولونه او ځینو نورو ته بیا په ټوله کې تېرېدونکې وړتیا لري لکه د لوی سایېز لرونکي مالیکولونه.
کلک junction په اپیتیلیل او اندوتیلیل حجرو کې تر ټولو ډېر apical داخل الحجروي junction دی کوم چې د ګاودډیو حجرو تر منځ د ټاکوونکي تېرېدونکي په حیث دنده ترسره کوي چې دې دندې ته انتقالوونکې دنده یا gate function ویل کېږي. د tight junction انتقالوونکې دنده د ایونونو د بدلولو داوبو او لویو مالیکولونو تنظیمول دي . د ذکر شوو دندو کچه په بېلابېلو انساجو کې توپیر لري. په ځینو انساجو کې چې ايپیتیلیل حجرې ولرې لږ شمېر مواد د tight junction له لارې د انتشار د عملیې په واسطه انتقالېږي خو په ځینو نورو کې دا عمل نه ترسره کېږي.

دریم:د Tight junction دفاعي دنده:
tight junction د حجروي غشا د شحمیاتو او پروټینونو د حرکاتو څخه مخنیوی کوي نو ځکه د یو دېوال په څېر دنده تر سره کوي.

څلورم د حجرې د قطبیت ساتنه:
د Tight junction دفاعي دنده ددې سبب ګرځي چې د حجرې قطبیت وساتل شي داسې چې پروټینونه د حجروي غشا په اپیکل برخه کې ساتي.

پنځم BBB : د Blood brain barrier  مخفف دی. tight junction  ددماغو په اوعیو کې BBB جوړوي چې د زیاتره موادو څخه چې د دماغو په کپلریو کې شتون لري د دماغ انساجو ته له ننوتو څخه مخنیوی کوي یوازې هغه درمل او سټیرویډ هورمونونه چې په شحمو کې منحل دي ورڅخه تېرېدای شي.

دویم ډول communicating junction :

دا هم حجروي اړیکه ده ،د حجرې په داخل کې د موادو بدلونونو ته په کتو سره د نفوذ اجازه ورکوي لکه ایونونه او مالیکولونه. ددې اړیکې دوه بېلګې د gap junction او chemical synaps څخه عبارت دی.

درز junction یا gap junction:
په دې ډول  junction کې د دوو حجرو حجروي غشاوې یو له بل سره ډېرې نږدې واقع وي چې تر منځ یې واټن ٢,٥ څخه تر ٣ نانو متره  پورې وي.ددواړو حجرو سایتوپلازمونه د چاینلونو په واسطه له یو بل سره وصل شوي وي کوم چې ددوی د حجروي غشا څخه جوړېږي نو مالیکولونه به په چټکۍ سره دیوې حجرې نه بلې ته د نوموړو چاینلونو له لارې انتقالېږي پرته له دې چې د خارج الحجروي مایعاتو سره په تماس راشي.هر یو له دې چاینلونو له دوو نیمایي برخو څخه جوړ دی ، چې هره نیمایي برخه د ګاونډیو حجرو څخه په یوې پورې اړوند ده.د چاینلونو هره نیمایي برخه د پروټینو د شپږو  sub unit په واسطه محاصره شوی چې د connexin یا connexons په نوم یادېږي.

د Gap junction دندې:
١: هغه چاینلونه چې په gap junction کې شتون لري قطر یې دnm ١،٥او ٣nm شاوخوا کې دی نو د نوموړو چاینلونو څخه ګلوکوز ایونونه امینو اسیدونه او د هغه مالیکولونه چې مالیکولي وزن یې له ١٠٠٠ څخه کم وي
٢: د حجرو تر مهنځ د کېمیاوي پیغامونو د بدلولو دنده په غاړه لري
٣: دیوې حجرې څخه بلې حجرې ته د اکشن پوتانشیل په چټک لېږد کې برخه اخلي.

د Gap junction د چاینلونو تنظیم:
په gap junction کې د چاینلونو قطر د داخل الحجروي کلسیم د ایونونو په واسطه په واسطه تنظیمېږي ، کله چې د دې کلسیمو  ایونونو غلظت لوړ شي نو د پروټین هغه sub units  یا connexin چې د چاینلونو شاوخوا شتون لري په یوبل باندې ښویېږي او په دې سره چاینلونه تړل کېږي، دې ته ورته د چاینلونو په قطر کې لویوالی هم په همدې ډول رامنځته کېږي. د چاینلونو د قطر په تنظیم کې ph  ،هورمونونه ،نیوروټرانسمټرونه، او برېښنایي پوتنشیلهم رول لوبوي.

کېمیاوي ساینپسونه chemical synapses:
کېمیاوي ساینپسونه د عصبي رشتې او عضلي رشتې او یا د دوو عصبي رشتو له یوځایوالي څخه عبارت دی چې د هغې له لارې کېمیاوي انتقالوونکي سګنالونه لېږدول کېږي.

لنګر اچوونکی یا Anchoring junction:
له هغه اتصالاتو یا اړیکو څخه عبارت دی چې د مېخانیکي اتچال په څېر د حجراتو لپاره ځواک برابروي .دغه junction د دوو حجرو او یا یوې حجرې او خارج الحجروي matrix تر منځ کلک جوړښتیز تړون رامنځته کوي. anchoring junction په یو شمېر انساجو  کې لکه د زړه عضلې یا د پوستکي د ایپیدرمس طبقه او نور هغه انساج چې له فشار سره مخ دي د هغوي د مستحکموالي او د جوړښت د ثابت والي لپاره په دنده ګومارل شوي. د دوو حجرو یا حجرې او خارج الجروي matrix تر منځ چې کوم اتصال موجود دی دا اتصال د actin filament یا intermediate filament په واسطه برابرېږي.

درېیم ډول anchoring junction

په څلورو ټولګیو وېشل شوی:
١: actin filament attachment چې دا بیا په adherence juction چې د حجرې نه حجرې ته دی او focal adheion چې د حجرې نه matrix ته دی ویشل شوی.
٢: intemediate filament دی چې په دې کې desmosome او hemidesmosome شامل دي.

لومړی adherence junction:
د حجرې او حجرې تر منځ اړیکه ده په کوم کې چې د یوې حجرې actin filament د بلې حجرې د actin filament سره نښلي. دغه junction په ځینو ځایونو لکه epithelial lining کې یو پرله پسې اتصال جوړوي بلکل هماغه ځای کې چې tight junction واقع دی.په adherence junction کې د دوو ګاونډیو حجرو حجروي غشاوې یو له بل سره د یو شمېر پروټینونو (cadherins) په واسطه کلک نیول کېږي. adherence junction د ګاونډیو حجرو لپاره قوي مېخانیکي اتصال رامنځته کوي او دغه اتصال په intercalated disk کې چې د زړه د عضلې په رېښو کې شته موجود دی. کله چې زړه محکم تقلصات ترسره کوي نو دا مستحکموالی د junction شتون راپه ګوته کوي.دغه junction په پوستکي کې هم شته تر څو پوستکی دمېخانیکي فشارونو په وړاندې مقاوم وساتي.

دویم focal adherence:
د حجرې او مټرېکس تر منځ اړیکه ده چې په دې کې د حجرې actin filament دحارج الحجروي matrix سره وصلېږي .په بېلابېلو اپتیلي حجرو کې نوموړی junction حجرات د مختلفو غړو له basal lamina سره وصلوي او په دې junction کې چې کوم غشایي پروټینونه د اتصال په موخه کارول کېږي د integrins په نوم یادېږي.

درېیم Desmosome:
د ګاونډیو حجرو تر منځ یو اتصال دی چې د کمربند په ډول د حجرې په شاوخوا را تاو شوی وي په ناحیه کې د حجروي غشا د داخلي سطحې پروټینونه تراکم کوي او نښتې غشاګانې پنډېږي او د دواړو غشاګانو تر منځ تر 20nm پورې مسافه پاتې کېږي چې د ګلایکو پروټین په وسیله ډکېږي چې دغه پژوټین د desmoglia په نوم یادېږي. دواړه غشاوې د فایبریلونو په واسطه چې چنګکونه لري وصلېږي .desmosome د یوناني کلمې څخه اخیستل شوی دی چې demose د نوار یا فیتې او some د جسم معنا ورکوي.

 

 

لیکنه: وړانګه اکبر 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب