د هډوکو د قوي کولو شپږ اساسي لارې

 

زموږ د بدن ټول حرکات د هډوکو په کمک ترسره کېږي.

هډوکي مړه انساج نه دي بلکې د ژوندیو حجراتو په درلودلو سره همېشه د خرابېدو او مجددا جوړېدو په حال کې دي.

که چېرې د ۲۵ کلنۍ څخه ورسته د خپلو هډوکو مراقب ونه ونه شو په دې صورت کې د هډوکو خرابېدل تر دوباره جوړېدو زیاتېږي او د وخت په تېریدو سره هډوکی نری، ضعیف او په لوړ سن کې د هډکي و پوکی یا osteoprosis چې د هډوکي د ماتېدو سبب کېږی منځته راولي.

که غواړئ چې هډوکی مو قوي او روغ وي لاندې شپږ ټکي په پام کې ونیسئ:

۱ـ د ضرورت په اندازه پروټین وخورئ.

پروټین د کلاجن رشتو په جوړولو سره د هډوکو اسکلیټ تشکیلوي او هم په عضلاتو کې ستر رول لري. هره ښځه د ورځنې ۱۷۵ ګرامه او نارینه ۱۹۰ ګرامه پروټین ته اړتیا لري.

منابع : «چرګ، ماهي، لوبیا، لبنیات، مغزیات او دانې».

۲ـ په مناسب مقدار سبزیجاتو ته دقت وکړئ.

سبزیجات او میوه جات د هډوکو په صحي ساتلو کې مرسته کوي. دا مواد د فنول او فلاونویدو په لرلو سره هډوکو ته قوت وربخښي. د ورځې لږ تر لږه دوه عدده مېوه او مختلف سبزیجات په کافي اندازه مصرف کړئ.

۳ـ کلسیم لرونکي خواړه مصرف کړئ.

که په غذا کې په کافي اندازه کلسیم نه وي نو د هډوکو کلسیم کمېږي په نتیجه کې د هډوکو د ماتېدو احتمال زیاتېږي. کلسیم په لبني محصولاتو، سوپ، سبزیجاتو، مغزیاتو او انځرو کې شته دي.

د کلسیم د جذب لپاره ویټامین D ته ضرورت شته نو د دې لپاره د ورځې نیم ساعت لمر ته کښېنئ.

۴ـ حرکت یا فـزیکي فعالیت باید ولرئ. د ورځې کم تر کمه نیم ساعت سپورټ وکړئ.

۵:- ویټامینونه او منرالونه د ضرورت په اندازه واخلئ.

مګنیزیم، پټاشیم، ویټامین C او ویټامین K .

پورتني مواد په مېوو او سبزو کې په پوره اندازه شتون لري.

۶ـ د زیاتې مالګې د خوړو عادت پرېږدئ.

ژباړه: ډاکټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب