د ذهني پرېشانۍ ۱۲ علتونه وپېژنئ

آیا تاسو هم کله له پرېشانۍ او مایوسۍ کړېدلي یاست؟ په دنیا کې ځېنې انسانانو ته د غم، مالي مشکلاتو، بې کارۍ، سیاسي حالاتو په ګډون یو شمېر نورو مسایلو له کبله ذهني پریشاني جوړه شي، په عامو حالاتو کې زیاتره د ذهني پرېشانۍ اسباب معلوم وي.

لیکن کله نا کله بیا داسې هم وي چې په ظاهره هېڅ داسې نښه نښانه موجوده نه وي لیکن انسان له ذهني پرېشانۍ څځه رنځ وړي، په حقیقت کې ددغو نامعلومو پرېشانیو اسباب هم معلوم دي البته په عام ډول انسانانو ته ېي علم نشته، راشئ چې دغه پټ اسباب وپېژنو د کوم له امله چې کله ناکله مونږ تاسې د ذهني فشار ښکار کیږو.

۱ :ـ تودوخه:

مشهوره خبره داده چې سوړ موسم د انساني مزاج په بدلولو کې رول اداء کوي، خو دا حقیقت هم له پامه غورځول ندي پکار چې تودوخه یا ګرم موسم هم د انسان مزاج تر تاثیر لاندې راولي، ځکه یونیم وخت ګرمي له خپل ټاکلي حد څخه زیاته شي کومه چې د انسان په وجود کې له شته تودوخې سره مطابقت ونکوي، او د ستونزې سبب جوړیدای شي.

د (ریګن روغتیا او ساینس پوهنتون) د څېړنې له مخې کله د یو انسان په وجود کې شته ګرم مزاج له موسمي ګرمۍ سره د یوځای کیدلو په صورت کې د انسان په دماغي نظام او هارمونونو منفي اثر پرېباسي، او همدا لامل کیږي چې انسان ته ذهني پرېشاني جوړه شي.

۲ :ـ سګرټ څښل:

عام طور سره خلک دا فکر کوي چې نا امیده خلک د سګرټ څښلو معتادان جوړیږي، لیکن تاسو به لدېنه بې خبره یاستئ چې د سګرټ څښل انسانان د مایوسۍ کندې ته ټیل وهي، ځکه په سګریټ کې کاریدونکي مواد(نکوټین) د ماغزو د ټرانسمیټر په فعالیتونو منفي اثر غورځوي، د کوم له کبله چې هارمونونه په زیاته اندازه خارجیږي، او دا پخپله د انسان مزاج بدلوي، چې ځېنې خلک ورته ذهني پرېشاني هم واېي.

۳ :ـ د مرۍ یا غاړې درد:

مرۍ پورې تړلي اکثره ناروغیو په وجه انساني غدود نشي کولای په مناسبه پیمانه کې رائیډ هارمونونه تولید کړي، نو انساني جسم ته د پرېشانۍ سبب جوړیږي، چې په آتوماتیک ډول دماغي توازن ورسره خرابیږي او انسان ته ذهني پرېشاني زیږوي.

۴ :ـ د خوب خراب عادت:

دا کومه د حیرانتیا خبره نده چې دخوب کموالی د ذهني پرېشانۍ لامل جوړیږي، ځکه یوې روغتیاېي څېړنې جوته کړې چې د لږ خوب کولو نتیجه د انساني دماغ د خرابو شویو خلیو بیا رغونه امکان نلري، او پایله کې بیا انسان د مایوسۍ خواته درومي چې همدا ذهني پرېشاني هم بللی شو.

۵ :ـ د فیس بوک زیات کارول:

کیدای شي تاسو هم ټولنیزو رسنیو ته زیات وخت ورکوئ؟ که ځواب هو وي نو بیا داخبر هم له یاده مه باسه چې په بیلابیلو تحقیقاتي څېړنو کې هم دغه یوه پایله مخې ته را څرګندیږي چې د ټولنیزې میډیا زیات استعمال انسان د ذهني پرېشانۍ خواته بوزي، او که ېي په رښتیا سره وه وایو نو پخپله د انټرنیټ کاره ونه هم انسان یوقسم داسې حالت ته کشوي چې پخپله ځان له ټولنې منزوي او لرې بولي، بیا نشي کولای په ټولنه کې له حقایقو سره مخامخ چلند وکوي، ځکه دده عادت داسې جوړده چې هرڅه د کمپیوټر له سکرین څخه کنټرولوي، او چې بیا کله له خلکو سره مخامخ شي خپل حواس بایلي او آخره کې له ځانه سره په سوچونو ډوب شي چې ولې زه له نورو خلکو سره توپیر لرم؟ د همدې سوال ځواب پسې لالهانده وي چې په ذهني پرېشانۍ اوړي.

۶ :ـ د تلویزیوني پروګرام یا ډرامې راتلونکي برخې ته انتظار اېستل:

کله هم که کومه ډرامه په یوه مهمه برخه کې ختمه شي، یاهم کوم تلویزیوني پروګرام پایته ورسي، نو انسان ېي د راتلونکي پروګرام په اړه سوچونو کې ډوب شي، چې بیا به څه کیږي، او نن سبا خو سیاسي مشران هم د ډراماتیکو قهرمانانو پشان خلکو ته تشې غورې کوي، عوام غریبان بیا سباته له بازار څخه په منډه منډه غله او نور ضروري سامان را ځغلوي او له ځانو سره سل رنګه تبصرې او شننې کوي، ځکه واېي ګل مرجان ماما په غوسه ده، حالانکه دا ورته پته نه وي چې هسې تشې غورې کوي، همدا رنګه حالات هم انسان ته ذهني پرېشاني ایجادوي.

۷ :ـ خراب استوګن ځای:

که تاسو څومره پدې خبره بحث او جنجال وکوئ چې آیا د ښار ژوند غوره ده او که د کلي ژوند؟

لیکن ساینس پوهانو دا خبره ثابته کړې چې د ښاریو اوسیدونکي د کلیوالو اوسیدونکو په نسبت ۳۹ سلنه زیات د ‌ذهني فشار لاندې وي، ځکه چې په ښار کې شور او ځوږ زیات وي او ددې له امله د انسان دماغي ریګولیټر نشي کولای چې په آسانۍ سره د پېچېده کارونو په اداره بریالی شي، او پایله داشي چې د ښاریې اوسیدونکی انسان په خپلو مغزو اداره بایلي او د ذهني ګډوډۍ ښکار شي.

۸ :ـ د کارونو زیاتوالی:

که چېرې ستا اولویات یا ستا دخوښې کارونه له یوڅخه زیات شي، مثلا: د څاښت ډوډۍ پروخت تاته وویل شي: چې کوم څېز غواړې وخورې، سیخ کباب، ښوروا، قورمه، چپلي کباب، کوفته، کړاېي، قورمه، شامي کیاب، منتو، دوپیازه، روش، یخني، او داسې نور درته کتار کړي، نو هر څوک زیار باسي چې ترټولو ښه انتخاب وکړي، بیا لکه لیونی کله ېي یو شی خوښ شي او کله بل چې دا پخپله انسان ته ذهني تکلیف پیدا کوي.

۹ :ـ د کبانو(ماهي) نه خوراک:

په کبانو کې پیدا کېدونکي(اومیګا تهري فیټي ایسډز) لږ کارول هم د ذهني پرېشانۍ یومهم لامل بلل کیږي، تازه څېړنې دا ښوولې چې د کبانو په خوړلو سره انسان کې د (اومیګا تهري فیټي ایسډز) مواد پیدا کیږي، او دا مواد بیا دماغي ټرانسمیټر کڼترولولو کې مهم رول لوبوي، چې د ذهني فشار لرې کولو باعث کیږي.

۱۰ :ـ له ورونو او خویندو سره بد چلند:

اګر چه له پردیو سره هم د بدې روېي ساتل په انسان ذهني فشار راولي، خو تازه څېړنو دا خبره بیا نوره هم په ډاګه کړې کوم کسان چې له خپلو خویندو او ورونو سره خراب تعلقات لري، په هغو کسانو کې د ځوانۍ په عمر کې د ذهني پرېشانۍ راتلل د نورو په نسبت زیات ممکن دي، ځکه د شنونکو په آند چې کورنۍ لانجې او پرېشاني د انسان دماغ کمزوري کوي او وژني ېي چې دا بیا په راتلونکې کې د انسان لپاره دېرې ذهني ناروغۍ زیږوي.

۱۱ :ـ د منع حمل ګولیو استعمال:

ددې لپاره چې د غربي کلتور سره سم نن سبا خلک د وړوکي کور کهول په لټه کې ځانونه له هرڅه تېر بولي، ځکه نو د حمل مخنیوي لپاره ګولۍ استعمالوي، څېړنو دا ثابته کړې چې کومې زنانه چې د منع حمل ګولۍ، ستنې، او دېته ورته نورې دوایانې کاروي زیاتره په دایمي سردرد، ملادرد، دهني ګډوډي او دېته ورته نورو ناروغیو اخته شوي.

۱۲ :ـ د خوب راوستلو ګولیو استعمال:

زیاتره داسې دوایانې شته چې کارول ېی انسان ته ذهني پرېشاني پیدا کوي، او په خاصه توګه د خوب او آرام په نیت د ګولیو خوړل، ځکه دډېر استعمال نه وروسته ددغو ګولیو معتادين بیا په بل څه نه کراریږي او په لوېدیځه نړۍ کې اکثره دغه شان معتادینو ځان وژنه کړې.

کلیم الله صادق

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب