د چیچک واکسین او اډوارډ جینر

چیچک (کوڅک یا داني) یو مضر٬ ناورین او اکثره وژونکی ویروس دی. په پیړیو کې په سلکونه زره خلک د چیچک څخه مړه شوي دي. خوشبختانه،٬ د ۱۹۸۰ کال په اوږدوکي د بي ساري نړیوال واکسین کمپاین له امله په طبعی توګه د چیچک ناروغۍ پیښې په نړي کي له مینځه وړل شوی.

د چیچک لپاره لومړی بریالي واکسین په ۱۷۹۶ میلادی کال کي د جینر لخوا جوړ شو. جینر په ۱۷۴۹ میلادي کال کي په انګلستان کي وزیږیده. هغه د لومړنی عمر له دوري څخه طب زده کړه وکړه او یو ماهر او مشهور ډاکټر شو. د هغه په وخت کي چیچک عام او ډیر جدي ناروغي وه او ډیر خلک چي په دغه ناروغي اخته شول، مړه شول.

جینر ولیدل چي شیدي پلورونکي چي غویي داني ( کاوپکس) نیولی وه، داسی نه ښکاردل چي هغه دی چیچک ونیسي. هغه دا مفکوره ترلاسه کړه چي کاوپکس خلک د چیچک په وړاندي خوندي کوي.

جینر یو داسی شیدي پلورونکۍ ومونده چي کاوپکس یا غویی داني نیولۍ وو او پړیکړه یي وکړه چي ځیني څیرني ترسره کړي. هغه د خپل چاقو په کارولو سره د شیدو خرڅونکي د لاس څخه یو څه مکروبی مایع راواخیسته. وروسته هغه د چاقو د تیغي په واسطه د یو ځوان هلک پوستکی باندي د کاوپکس (مکروبی) مایع خواره کړه. هغه هلک د کوپکس څخه لږه تبه واخیسته مګر هیڅ کوم جدي شۍ نوه.

د دي څخه ژر وروسته، جینر هغه هلک په ورته طریقه لکه پخوا د چیچک سره اخته کړ. هلک چیچک وده وه نکړه. جینر وموندله چه د هلک بدن د ناروغي په وړاندی مقاومت رامنځته کړ. هغه تن ته چي د کاوپکس د لږي خطرناکي ناروغي نرم خوراک ورکول شوو، د چیچک څخه خوندی شوی وه. جینر دغه پروسه واکیسنول ونوماوو. د چیچک واکیسن د نړی لومړی واکیسن وو.

your ads

د جینر کار د ډیرو نورو واکسینونو د پراختیا لپاره لاره هواره کړه چې موږ د ناورینو او وژونکو ناروغیو څخه وژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب