د اوزون پوړ (Ozone O3) او زیانمنېدل یې

د اوزون پوړ (Ozone O3)

د اوزون پوښ د ستراتو سفیر د پوړ د پاسه ځای لري. اوزون د ماورای بنفش د زیانمنو وړانګو په مقابل کې یو طبعي فلتر دیاو د ځمکې یوه محافظه شمیرل کېږي، ځکه چې د اوزون طبقه د اتموسفیر د ماروای بنفش وړانګه جذبوي په ۱۹۸۵ م کال کې یو عالم ولیدل چې د ۱۹۶۰م کلونو کې د اوزون سطحه په اوسط ډول ۳۵٪ لاندې راغلې ده. د اوزون د سطحې کموالی ځمکې ته د ماروای بنفش د زیاتو وړانګو د تیریدو لامل کیږي چې په پایله کې د پوټکي د سرطان، د کترک چې د سترګو عدسيه تته په کې تته وي، د سترګو د شبکې د سرطان او نورو ناروغیو لامل کیږي.

د اوزون د پوړ د زیانمن کیدو لامل

د اوزون د پوړ د زیانمن کیدو عمده لامل کیمیاوي توکې دي، د کلورو فلورو کاربن یا CFCs په نامه یادیږي. چې په ۱۹۲۰ م کال کې اختراع شوي دي. CFCs د فوق العاده ثابت توکي او بې خطره احتملا کولو او د تودوخې بدلوونکي مادې په حیث په ټوله نړۍ کې استعمالیدل. له CFCs څخه معمولا په ثخچالونو او کولرونو کې د سړوونکې مادې په ډول ګټه اخیستل کیږي. سره له دې چې هوا ته خپریده، خو هیجا ددې په باره کې تشویش نه درلود، تر څو په ۱۹۸۵ م کال کې ساینس پوهان په دې پوه شول چې د اوزون د تخریب اصلي عامل CFCs دي، ځکه د اتموسفیر په پاسني پوړ ک ېد ماروای بنفش وړانګې ددې توان لري چې د CFCs د اړیکې ماتې کړي او د کلورین اتوم، چې د CFCs اړیکې د ماتیدو په پایله کې تولیدیږي، د یوه لړ کیمیاوي تعاملونوته ننوځي او د اوزون د پوړ د سوریو او تخریب لامل ګرځي. له همدې کبله اوس زیات هیوادونو له CFCs څخه ګټه منع کړې ده. نور توکي چې د اوزون د پوړ د کموالي لامل کیږي، عبارت دي له نایترس اوکساید، کاربن تتراکلوراید او نور غازونه چې د نفتي توکو او ډبرو سکارو له سوځولو څخه تولیدیږي.هغه عملیه چې د هغې په واسطه د اوزون زیاته اندازه نسبت تولید ته تخریبیږي، د اوزون د کموالي په نامه یادیږي.

د اوزون د پوړ د تخریب د مخنیوي طریقه

څرنګه چې د اوزون د پوړ تخریب او سوري کیدل د ځمکي سطحې ته د ماورای بنفش د وړانګو د تیریدلو او د رسیدلو لامل کیږي، له دی امله د اوزون د پوړ د تخریب د مخنیوي لپاره باید لاندې ټکې په پام کې ونیول شي.

  1. د انرژۍ د بدیل لپاره نوې سرچینې ولټول شي، ترڅو د فوسیلي توکو په سوځولو کې کموالی راشي.
  2. د CFCs استعمال د سړوونکې مادې په ډول په یخچالونو او کولرونو کې منع شي.
  3. د اوزون د پوړ د نریوالي او خطرونو په باره کې د عامه پوهاوي سطحه لوړه شي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. اوزون د …………. وړانګو په مقابل کې یو فلتر دی.
  2. په ۱۹۶۰ م کلونو کې د اوزون سطحه ……….. سلنه ښکته راغلې ده.
  3. د اوزون د زیانمن کیدو عمده لامل ……………….. دی.
  4. نایترس اوکساید هم د اوزون د …………….. لامل کیږي.
  5. ماورای بنفش وړانګي د ……………. ناروغي منځته راوړي.

حل

  1. ماورای بنفش
  2. ۳۵ سلنه
  3. کلورو فلورو کاربن
  4. کموالي
  5. سرطان

سرچینه: درخت دانش

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب