د کوم گروپ وينه لرونکي خلکو واده خطرناکه دى؟

د واده په موضوع کې دوينې د ګروپو څخه مهم د Rh فکتور دى. کله چه د ښځينه دوينې ګروپ منفي ار ايچ -Rh وي او دنارينه دويني ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وي ازدواج کول يې د ماشوم لپاره خطرناكه دى. کله چه يو منفي Rh ګروپ لرونکې ښځينه د مثبت Rh ګروپ سره ازدواج وکړي نو ددوى راتلونکى زيږونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او دوه حالت امکان لري.

که د مورپه نس کې د ماشوم د وينې ګروپ د مور سره يوشان را ووځي د ماشوم اينده ژوند ته خطر نشته، ښځه د يو دعادى حامله ښځې په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شي ماشوم ته کوم خطر نشته . که د مور په نس کې د ماشوم دويني ګروپ د مور سره ضد راووځي يعنې د ماشوم دوينې ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شي پدى وخت کې د ماشوم ژوند ته خطر شته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شي.

کله چه د مور دويني ګروپ منفي -Rh او د ماشو دوينې ګروپ مثبت +Rh وي د مور د وجود دفاعى سيستم د ماشوم دوينې حجرى تر حملې ندۍ راولى او وينه ي د منځه وړى, په ماشوم کې د کم خونى، ژيړى، دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى او د مرګ سبب ګرځي . کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وشى؟؟؟

دحامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى. ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟ که چيرې په اته ويشتمه 28 هفته کې مور د ماشوم په مقابل کې انتى باډى نه وى توليد کړي دا په دې معنى دى چه دمور دفاعي سيستم تر اوسه دماشوم دوينې حجرې تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کې د ماشوم مورته يوه بيچکاري چه د Rh0 Immune globulin په نامه ياديږي ورلګول کيږي د دى بيکار يو ظيفه داد چه د مور دفاعى سيستم ترفشار لاندې راولى او مخنيوى يې کوى چه نور د ماشوم حجرې تر حملى لاندى را نشی چې تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وى دابيچکارى . او که چيرې تيسټ مثبت راووځي دا پدې معنى ده چه دمور دفاعى سيستم دماشو دوينې حجرى تر حملى لاندى نيولي او دحجرو په له منځه وړلو يې شروع کړى ده پدى وخت کې د بيچکاري لگول ومورته هیڅ ګټه نلري .

کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد د مور په نس کې دماشوم تعقيب وشي چې د مور د دفاعي سيستم له خوا وماشوم ته څومره ضرر رسيدلی دی. اول د ماشوم د وينى مقدار کتل کيږي چې څومره وينه يې ورضايع کړې ، بعضى وختونه د دى اشد ضرروت پيداکيږي چه ماشوته د مورپه نس کې باید وينه ورکول شي ځکه د شديدى کم خونى سره مخ وي. د وينې د مقدار د معلومولو څخه وروسته دژيړى مقدار ، دزړه غيرى عادى حالت او داسې نورو شيانو څيړلوته يې ضرورت دى چه بايد وڅيړل شى .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب