د ځمکې تر ټولو ټيټ ځاى | اسلام او ساینس له نظره

الم غلبت الروم في ادنى الارص وهم من بعد غلبهم سيغلبون في بضع سنين.

(روميان مغلوب شول، عربوته په نږدې سيمه کې،  روميان مغلوب کړى شول . خو دوى به له دې مغلوبيته وروسته بيا برلاسي کيږي په يو څو کلونو کې )

[irp][irp][irp]

 د ادنى لغوي معنى:
ابن منظور په لسان العرب کې وايي:

ادني د دنا من الشي څخه دى د يوشي نږدې برخي ته وايي.

علامه الوسي (رح) او ابو السعود(رح)  يې په تفسير کې داسې وايي:

ادني اى اخفض ، تر ټولو ټيټ ځاى.

د امام رازي ، قرطبي او طبري رحمهم الله په څير ډېرى مفسرين په دې اند دي چې په دې ايت کې دادنى معنى نږدې ته واى.

د ابن عباس (رض) او السدي (رح) څخه روايت دى ، وايي:

د روميانو او فارسيانو جگړه د اردن او فلسطين ترمنځ پېښه شوې ده.

ابن حجر عسقلاني (رح) خپله هغه ځانګړې سيمه په نښه کړې، هغه وايي:

د جګړې سيمه په اردن کې د اذرعان او بصرى ترمنځ وه.

 د بيالوجي او جغرافيې پوهانو په نړۍ کې د ځمکې تر ټولو ټيټ ځاى معلوم کړى، وايي:

په نړۍ کې تر ټولو ټيټ ځاى د بحري ميت هغه سيمه ده چې د فلسطين سره نښتې ده او د بحر له سطحي نه ٣٩٢ متره ژوره ده. په دې اړه مصنوعي سپوږمکيو د ډېر تحقيق او انځورونو اخيستلو وروسته پوره څېړنه کړې او ډېر مالومات يې خپاره کړي.

 انځور: د بحرميت هغه برخه چې د ځمکې پرمخ ترټولو ښکته ځاى شميرل کيږي

 د دې اياتو نو نازيليدو لامل داو چې په ٦١٩ ز کال کې د بحر ميت سره نږدې د اذرعان او بصرى ترمنځ جګړه و شوه چې په پايله کې د فارسيانو په ګټه تمامه شوه.

اهل کتاب مسلمانو ته تر فارسيانو چې د اور عبادت يې کاوه نږدې ول له همدې کبله دې پېښې مسلمانان ډېره خپه کړل؛ نو الله تعلى ژمنه وکړه چې ډېر ژر به فارسيان بيرته مغلوب شي او روميان به برى من شي چې ور سره به مسلمانان هم پر مشرکانو بريالي شي او دا پېښه به په شاوخوا پنځه، اوو او يا نهو کلونو کې منځ ته راشي  چې همداسې وشول، د قران د وعدې سره سم اووه کاله وروسته په ٦٢٦ ز کال کې د روميانو او فارسيانو ترمنځ جګړه وشوه چې په پايله کې روميان بريالي شول او مسلمانانو هم د بدر په لويه غزا کې مشرکانو ته ماتي ورکړه.

[irp][irp][irp]

الله تعالى په دې ايت کې د روميانو او فارسيانو د جګړې لومړنى ميدان په ادنى الارض سره ياد کړى ادنى په عربي ژبه کې په دوو معناوو راځي: ادنى اقرب تر ټولو نږدې او ادنى اخفض تر ټولو ټيټه ؛ نو دا سيمه جزيرت ا لعرب( منځني ختيځ) ته تر ټولو نږدې سيمه ده او له بلې خوا د ځمکې پرمخ تر ټولو ټيټ ځاى دى چې په اړه يې مصنوعي سپوږمکيو پوره څېړنه کړى او همدا راز  برتانوي دائرت المعارف هم ليکلي.

دا د قران شريف د ريښتونوالي يوه ښکاره معجزه ده.

دغه راز بريتانوي دائرت المعارف ليکلي:

بحر ميت د اوبو يوه ټوټه چې د اسرائلو او اردن ترمنځ پرته ده د ځمکې پر مخ ترټولو کښته سمندري برخه ده چې ټيټوالى يې د سمندر له سطحي نه ١٣١٢ –متره ته رسيږي.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب