سباناری نه کول مو په ستر مرض اخته کوي!

که تاسو د چاغوالي له ډاره د سباناري څخه ډډه کوئ نو ستاسو لپاره بد خبر دادی چې دا کار مو د ګوزڼ په څېر په خطرناک مرض اخته کوي.

د جاپان اوساکا پوهنتون څېړونکو په یوې نوې څېړنه کې چې ۱۳ کاله يې پرې کار کړی دی ویلي چې د سباناري پرېښودل د چاغوالي سربېره د ګوزڼ خطر ۳۰سلنه زیاتوي.

په څېړنه کې د ۴۵ څخه تر ۷۴ کلونو پورې د ۸۰زره نارینه‌ او ښځو د سباناري عادت پوښتنه شوې چا چې تر دې وړاندې د سرطان یا د وینې د شریانونو هېڅ مرض نه درلودلو.

څېړنه کې ویل شوي چې کوم کسان په اونۍ کې پنځه ځل سباناری نه کوي نو په دماغي سکته اخته کېدلای شي.
د څېړنې پر مهال هغه کسانو چې سباناری یې نه کاوه، ۴زره کسانو پورې کسان په ګوزڼ او ۸۷۰ بیا د زړه په مرضونو اخته شوي وو.

څېړونکي وايي چې سباناری نه کوونکي او او د زړه مریضیو تر منځ یې کومه اړیکه ونه موندله خو د ګوزڼ یا فلج او سباناري تر منځ اړیکه یې موندلې ده.

دوی وايي چې په اونۍ کې محض یو ځل سباناری کول د دماغي سکتې خطر ۳۶ سلنه زیاتوي.

د څېړونکو له خولې هر کس چې سهار پاڅېږي، د وینې فشار يې په عام ډول پورته ځي او له دوه تر درې ساعتونو پورې لوړې درجې ته رسیږي او دا په عام ډول کیږي. خو که سباناری ونه شي بیا فشار زیاتیږي او که د سباناري نه کولو عادت ډیر شي نو د ګوزڼ خطر ورسره زیاتیږي.

پورته څېړنه په اسټروک طبي اونیزه کې خپره شوې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب