رمضان او ماشومان

خپل لور او ځوى ته دا هم وروښايه چې روژه پرته د ښو اخلاقو نه ښه نه وي.
امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح كې د ربيع بنت معوذ نه رانقل كړى چې: مونږ به روژه نيوله، او په ماشومانو باندې به موهم روژه نيوله، له وړۍ نه به مو ورته د لوبې شى جوړولو، كه به كوم يوه په ډوډۍ پسې وژړل نو هغه به مو ورته وركړ تر څو پرې غلى شي تر دې چې د روژه ماتي وخت به راغى “.
علماء فرمايي: په ماشومانو روژه نيول واجب نه دي خو دا له دې امله وه چې پرې عادت شي او دا يې په لمانځه قياس كړې چې د هغه په اړه امر شوى: “مروا أولادكم بالصلاة و هم أبناء سبع و اضربوا هم عليها و هم أبناء عشر”
يعنې خپل اولاد ته په اوه كلنۍ كې د لمانځه امر وكړئ او په لس كلنۍ كې يې بيا په نه كولو ووهئ “
نو مورې! پوهيږې په روژه كې د خپل اولاد په وړاندې ستا دنده څه ده؟
۱ ـ د روژې د مياشتې ته د تياريدو لپاره بايد كور ښائسته كړل شي او خوشحالي څرګنده شي، تر څوماشومان د دې نوي زيارت كوونكي په ارزښت پوه شي .
۲ ـ د روژې د مياشتې په سر كې بايد له خپل اولاد سره يوه ځانګړې ناسته ولرې، او خپل اولاد ته د دې مياشتې فضيلت او دا چې د جنت دروازې پكې وازې وي بيان كړې، د دوى د پوهې د كچې او استعداد مطابق د الله تعالى او د هغه د رسول د مينې په اړه اسانه خبرې ورته وكړه .
۳ ـ د دوى د ورځني ژوند لپاره يو مهال ويش  جوړ كړه تر څو له خپل  ټول وخت نه په سمه توګه استفاده وكړي، د مثال په توګه دوى ته د هغو ورځنيزو اعمالو لپاره يو جدول جوړ كړه چې له دوى نه مطلوب دي، لكه لوست، تلاوت، لمونځ او نور…
۴ ـ په جدول كې د هغوعباداتو لپاره چې ته غواړې دوى پرې عادت كړې معين وختونه وټاكه لكه لمونځ پخپل وخت اداكول، د قران تلاوت، اذكار، همدا ډول ښه اخلاق او ښه سلوك  لكه عفوه كول، شخړې نه كول او بدالفاظ نه كارول …. د ورځې په پاى كې به يې كارونه ارزول كيږي، د نيكو كارونو په صورت كې هغوى ته جايزې وركول.
۵ ـ ورته ووايه چې دوى هم له روژې نه ګټه واخلي، له همدې كبله بايد حتما له تاسې سره په كورنيو چارو كې كمك وكړي تر څو دوى هم له روژې نه ثواب ترلاسه كړې، او هم ستاسې سره مرسته وكړي. دوى هر يوه ته ځينې داسې كارونه وسپاره چې په وس كې يې وي، پدې برخه كې مهمه دنده د دوى د خونې، جامو، كتابونو او نورو شخصي شيانو تنظيمول دي.
۶ ـ په ماشومانو باندې بايد په تدريجي توګه روژه ونيسې لكه لومړى يو څوساعته او بيا يو څو ورځې. كله چې د لومړي ځل لپاره يوه ورځ روژه نيسي نو بايد جائزه ورته وټاكې، بيا چې كله مكمله مياشت روژه نيسي د هغه لپاره بايد جائزه وټاكې ،او كوم كوچنيان چې روژه نه نيسي، د هغوى اساسي خوراكونه روژه ماتى او پيشلمى وګرځوه ، تر څو دعا واوري او د مشرانو سره په خوشحالۍ كې ګډون وكړي.
۷ ـ لوڼو ته ډيراهميت وركړه، بيا په ځانګړې توګه هغو ته چې بلوغ ته رسيدلې دي ، د روژې فقه ور زده كړه.
۸ ـ  له خپلو نويو ځوانو بچيانو سره د ريښتينولۍ،ترحم او خواخوږۍ په فضا كې داسې چلند كوه چې له امله يې د باور او احترام فضا رامنځ ته شي .
۹ ـ د قران سره يې مينه زياته كړه، هغوى بايد په ورځنى توګه قران كريم تلاوت كړي، او پدې لاره كې بايد ته د هغوى لپاره قدوه شې او هغوى ستا پيښې وكړي
۱۰ ـ خپل ماشوم دې په روژه كې په سخا باندې عادت كړه،او د صدقې په اړه ورته ځينې كيسې را نقل كړه.
۱۱ ـ ته او خاوند دې بايد خپل ماشوم د قيام الليل او سهارلمانځه ته له ځان سره كړئ، ديته دې بايد پام وي چې د پنځه ګونو لمنځونو بايد حفاظت وكړي.
۱۲ ـ خپل لوراو ځوى ته دا هم وروښايه چې روژه پرته د ښواخلاقو نه ښه نه وي .
۱۴ ـ په پاى كې د الله تعالى نه كمك وغواړه او دعا كوه چې روژه او قيام الليل دې قبول كړي او دا چې له روژې نه په داسې حالت كې ووځو تر مخكيني حالت نه مو غوره وي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب