اروی رضی الله عنها د عبد المطلب لور

اروی رضی الله عنها د عبد المطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه وه؛ زوی یې طلیب بن عمیر د اسلام په لومړیو شپو ورځو کې هغه مهال چې د مسلمانانو شمیر لا څلویښتو تنو ته نه وو رسیدلی او د اسلام بلنه په پټه توګه روانه وه، مسلمان شوی وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د ارقم بن ابوالارقم مخزومي په کور کې په پټه سره د اسلام بلنه کوله، نو هغه ورته راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې یې ایمان راوړ. تره یې حمزه رضی الله عنه هم له دې څخه مخکې د اسلام دین ته غاړه ایښې وه.

طلیب یې مور ته ورغی او اعلان یې ورته وکړ چې اسلام یې منلی او په محمد صلی الله علیه وسلم باندې یې ایمان راوړی دی؛ مور یې د دې خبرې په اوریدلو سره اندیښمنه شوه، ځکه چې د قریشو له خوا یې د مسلمانانو سره ناوړه چلند لیدلی وو او په دې هم پوهیدله چې زوی به یې له ځورونو او ستونزو په امان کې پاتې نه شي.

اروی رضی الله عنها په نفس باندې له ټول اعتماد سره زوی ته وویل: زویه ته په ټولو کې د دې وړ یې چې د حمزه رضی الله عنه ملا وتړې او له هغه سره په کارونو کې مرسته وکړې، په خدای قسم چې که ما د نرانو په شان وس او توان درلودای نو له شک پرته به مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې ایمان راوړی وو او په ټول توان سره به مې د دې دین حمایت کولو، اما مونږ ښځې جسمي توان نه لرو او د قریشو د ځورونو او تکلیفونو تر عهدې نه شو وتلای؛ طلیب یې مور ته ډاډ ورکاوه او لا یې هم دې ته هڅوله چې اسلام ته غاړه کیږدي.

هغه یې مور ته په خطاب کې وویل: په داسې حال کې چې تره مې حمزه هم اسلام منلی دی او زه هم مسلمان یم نو کوم شی د دې لامل ګرځي چې ته دې اسلام و نه منې؟!

طلیب د خپلې مور مسلمانۍ ته ډير لیواله وو، قسم به یې ورکاوه چې د لااله الا الله مبارکه کلمه په خوله باندې راوړي او د الله اوامرو ته تسلیم شي. بالآخره اروی رضی الله عنها یې د زوی د خبرو تر اغیز لاندې راغله او مسلمانه شوه. هغه او زوی یې رضی الله عنهما د اسلام له منلو وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ریښتینو ملاتړو او مدافعینو څخه وګرځیدل.

اروی رضی الله عنها په قول او عمل سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حمایت کولو او زوی یې هم دې کار ته هڅاوه.

یوه ورځ طلیب رضی الله عنه واوریدل چې ابوجهل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کوي، ډیر په قهر شو او په هغه یې حمله وکړه تر دې چې زخمي یې کړ. د ده دا کار د ابوجهل صفتاتو د پاریدنې لامل شو او له ډیرو ستونزو او شکنجو سره یې مخ کړ.

دا بدبختان چې د یوه زړور مسلمان د ایمان له استقامت څخه په تنګ شول او تصمیم یې ونیو چې مور ته یې ورشي تر څو که یې هغه د کارونو مانع شي.

دوی اروی رضی الله عنها ته وویل: د زوی له کارونو دې ځان خبر کړه! او که یې د محمد صلی الله علیه وسلم له ملاتړۍ څخه لاس وانخیست نو جوړ بدن به رانه پاتې نه شي.

د دوی خیال وو چې په دې خبرو سره به د اروی رضی الله عنها زړه د خپل رعب او ډار تر اغیز لاندې راولي او د مورولۍ احساسات به د دې لامل شي چې زوی یې په رسول الله او د هغه په رسالت باندې له قربانۍ څخه ایسار کړي. اما د تمې په خلاف هغې د دوی تهدیدونو ته هیڅ ارزښت ورنه کړ اوویې ویل: زما له وراره رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ده حمایت زما په اند له ټولو ښه کار دی او دا هغه څه دي چې زه یې تمه ترې لرم، هغه له داسې چا څخه حمایت کوي چې په حق سره د الله جل جلاله له لوري د امت د لارښوونې لپاره راغلی دی.

د ابوجهل د لارې د لارویانو سر د دې میرمنې په ایمان او استقامت باندې ښه خلاص شو او په دې پوه شول چې له داسې یوه ایمان څخه دا ډول غوښتنې بیخي بې ګټې دي.

د دوی پام شو چې اروی رضی الله عنها نه تنها د دوی له ګواښونو څخه نه ویریږي بلکه زوی یې په خپله د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفاع په لاره کې سرښندنې ته تشویقوي.

د یوې مور لپاره د خپل زوی شکنجه او ځورونه له هر څه څخه ډیر د نه منلو وي اما څه شی هڅوله چې د زوی لپاره یې داسې یوه لاره غوره کړي په داسې حال کې چې په دې ښه پوهیدله چې د زوی هر پل یې د مرګ په کوڅه درومي.

پرته له شکه چې دا د دې ایمان او اخلاص وو چې په نفس باندې یې دومره ډیر اعتماد ورکړی وو او تر دې چې د کفارو هیڅ ډول تهدید هم د دین په لاره کې سسته نه کړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب