د پټ عادت (استمنا) په هکله د صالح بن عثیمین فتوا

پوښتنه : د پټ عادت تر سره کول څه حکم لري؟

ځواب:

پټ عادت چې په لاس یا په بل څیز(پرته له خپلې ښځې اووینځې) د مني تویولو ته وایي، چې په قرآن، سنتو او پخو ویناوو سره حرام دی.

(والذین هم لفروجهم حافظون* الا علی ازواجهم او ماملکت ایمانهم فانهم غیر ملومین* فمن ابتغی وراء ذالک فأولئک هم العادون*) المؤمنون

(اوهغه (کسان هم ریښتیني بریالي مؤمنان دي) چې دوی د فرجونو(ځایونه دشهواتو) خپلو لره ساتونکي دي، مګر د ښځو خپلو سره او د هغه وینځو سره چې دوی یې څښتنان شوي، چې (په دې صورت کې) پر دوی هیڅ ملامتیا نشته، نو هرڅوک چې وغواړي پرته له (خپلوښځو او وینځو) څخه (په بل څیز خپل شهوت مات کړي) نو بیشکه همدغه کسان تجاوز کوونکي دي).

your ads

څوک چې د خپلې ښځې او وینځې پرته په بل څه خپل شهوت ماتوي نو هغه ټول په همدې آیت سره د (عادون) تجاوز کوونکو تر حکم لاندې راځي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وایي: :(یامعشر الشباب من استطاع منکم الباءة  فلیتزوج فانه اغض للبصر ، واحصن للفرج ، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم، فانه له وجاء )

(اې ځوانانو! څوک چې د واده کولو توان لري نو واده دې وکړي، ځکه واده کول له نورو سترګې پټوونکۍ، او ښه د فرج ساتونکۍ دی، که څوک نشي کولی نو بیا دې روژه ونیسي، ځکه روژه د ده لپاره په دې حالت کې وقایه ګرځي) نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره چې واده نشي کولی د روژې نیولو لارښوونه کړې، که چیرې په لاس د مني تویول جائز وای، نبي کریم صلی الله علیه وسلم به امر پرې کړی وو، نو چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم امر نه دی پرې کړی، سره د دې چې دا کار د روژې په پرتله آسان دی، له دې څخه په ډاګه څرګندیږي چې دغه ناوړه کار روا نه دی.

د پاخه نظر څښتنان وايي چې د دې کار په ترسره کولو ډیر مرضونه پیدا کیږي، په دې کارسره جسم کمزوری کیږي، جنسي قوت کمزوری کیږي، فکر او ذهن کمزوری کیږي، کیدای شي دغه مرضونه د دې لامل شي، چې انسان د ریښتیني واده کولو څخه مخ واړوي، ځکه کله چې د انسان شهواني لوالتیا په بل څه پوره شي، نو بیا کیدای شي واده ته توجه ونکړي.

شیخ محمدبن صالح بن عثیمین:

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب