ښځینه جنسي پارونې درمل

د امریکا حکومت یوه پلاوي له قانون جوړونکو غوښتي چې د هغو درملو د کارولو اجازه ورکړي چې په ښځو کې د جنسي غوښت د کمي درملنه کوي او “د ښځو د جنسي پارونې درمل” بلل شوي دي.
کارپوهانو د دغو درملو چې (فلېبنسېرین) نومول شوي، ملاتړ کړی خو ویلي یې دي چې کارونکو ته یې باید د پیاړو اغېزو، لکه بې هوښه کېدل او ستړیا، په اړه خبرداری ورکړل شي.
په دې تړاو به وروستۍ پرېکړه د امریکا د خوړو او درملو اداره (ایف ډي اې) کوي. ایف ډي اې له ۲۰۱۰ کال راهیسې دوه ځلې د دغو درملو جوړول رد کړي خو دغه اداره په عمومي ډول د خپلو کارپوهانو سپارښتنې مني.
هغو ښځو چې دغه درمل یې کارولي وو، په میاشت کې له ۰،۵ تر یو ځلې ډېر جنسي اړیکو راپور ورکړی، کارپوهانو دغه پایلې “مناسبې” بللې دي.
د امریکا د انډیانا پوهنتون د کینسي انسټیټوټ غړې ډاکټره جولیا هېمن وايي:
“دغه مناسبې پایلې هم هغه مهال د ډېر بدلون لامل کېدای شي چې جنسي ستونزه پرمختللې شوې وي”.
“ژوند بدلونکي”
یوې ناروغې چې دغه درمل یې کارولي وو، په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.
اغلې اماندا پرېش وویل: “زه غواړم خپل خاوند ته جنسي غریزه پیدا کړم، ټول هدف مې همدا دی.”
“فلېبنسېرین ما او زما خاوند لپاره ژوند ژغورنکي او ژوند بدلونکي درمل دي”.
د دغو درملو جوړونکي شرکت (سپراوټ فارمسوټېکل) او ملاتړې یې، د ښځو د حقونو ډلې (اېون د سکور)، د امریکا د خوړو او درملو (ایف ډي اې) پر ادارې تور لګولی چې په دې تړاو جنسي تبعیض کوي او تر دې مخکې یې د سړو د جنسي ستونزو د حل لپاره د ګڼو درملو جوړولو اجازه ورکړې خو د ښځو لپاره ورته پرېکړو کې پاتې راغلې ده.
خو ځینو پر دغه کمپاین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د جنسي تبعیض خبرې ځکه کېږي چې د دغو درملو له کمزوري اغېزه د خلکو پام واړول شي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جورج ټاون پوهنتون له ډاکټرې ادراین فوبرمن له خولې لیکلي:
“د دغو درملو تایدول به یو ډېر ناوړه مثال رامنځ ته کړي، او هغه دا چې کوم شرکتونه کافي اندازه پيسې لګوي نو د ایف ډي اې اداره د بې فایدې او خطرناکو درملو تایدولو ته مجبورولی شي”.
خو د ایف ډي اې ادارې د هډوکو، زېږون او یورولوژۍ څانګې مشر، ډاکټر هېلټن جوف ویلي، اداره یې د جنسي تبعیض تورونه “په کلکه ردوي”.
نوموړي وویل د جنسي غریزې د کمښت ستونزې د له منځه وړلو په موخه نه د سړو لپاره او نه هم د ښځو لپاره کوم درمل تاید شوي.
ټاکل شوي پلاوي د دغو درملو د خطر د کمولو لپاره د ګڼو ګامونو سپارښتنه کړې لکه دا چې درملتون باید د فلېبنسېرین له پلورولو وړاندې قانوني سند ولري.
BBC
۲۰۱۵ م

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب