د استمنا حکم په څلور ګونو مذاهبو کې

د فقه په کویټي لویه موسوعة کې راغلي: استمناء څو حالته لري

لمړۍ: استمناء کول پرته د کوم حاجت څخه:

چې فقهاوو یې په اړه اختلاف کړی.

الف: مالکي، شافعي او ورسره د حنبلي او حنفي مذهبونو ځینو علماء وایي چې په دې حالت کې استمناء کول حرام دي، دلیل یې هم د پاک خدای دا قول دی:

(والذین هم لفروجهم حافظون (

your ads

یعنې: او هغه (کسان هم ریښتیني بریالي مؤمنان دي) چې د خپلو فرجونو ساتونکي دي.

ب: د حنفي او حنبلي مذهب ځینو نورو علماوو ویلي چې په دې حالت کې اسمتناء کول مکروه دي، خو حنفي مذهب یې په اړه یادونه کړې چې دا کار مکروه تحریمي دی، ( یعنې حرامو ته نیږدې دی)

دوهم: استمناء کول د زنا نه په ویره کې

په اړه یې علماوو اختلاف کړی

الف: حنفي او حنبلي مذهب په دې حالت کې استمناء کول کومه سخته ګناه نه بولي، خو احناف یې په اړه د خدای جل جلاله څخه د ګناه نه حسابولو غوښتنه کوي، او وایي:

(الرجاء الا یعاقب علیه)

یعنې: هیله لرو چې کوونکی یې په دې حالت کې مجازات نشي.

ب: مالکي مذهب او د حنبلي مذهب یوه برخه وايي چې په دې حالت کې هم استمناء کول حرام دي او لویه ګناه شمیرل کیږي اګر که د زنا ویره هم وي، ځکه چې فرج په عقد سره حلالیږي نه په ضرورت سره، ځکه دا نشې کیدای چې د ضرورت په وخت کې د فرج نه ګټه اخیستل روا وګڼو.

دریم: د ضروري زنا په بدله کې استمناء کول

الف: حنفي، حنبلي او شافعي مذهبونه وايي که چیرې یو څوک د زنا کولو سره مخ شو، او هیڅ بله لاره یې نه درلوده پرته د استمناء څخه، نو په دې صورت کې استمناء کول او په لاس شهوت خلاصول ورته جواز لري.

ب:مالکي مذهب خپله خبره ټینګه نیولې او وایي: په لاس سره شهوت خلاصول حرام دي، که څوک له زنا وډارشي که ونه ډارشي، حکم یې یو دی، خو که چیرې د زنا خطره سل په سلو کې یقیني وي، نو په دې حالت کې استمناء کول پر زنا کولو مخکې دي، ځکه فساد یې د زنا په پرتله کم دی اګر که دواړه حرام دي.


خليل الرحمن حنيف

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب