د پستې له دې ګټو خبر ياست؟

علمي څېړنو ثابته کړې چې پسته کولی شي سټرېس له منځه یوسي. د دې مېوې بله ښېګڼه دا ده چې د غاښونو دردونه هم له منځه وړي. دغه مېوه د ګټورو غوړو اسیدونو سرچینه ده او په زیاته کچه پولیفنولونه، غذایي فیبرونه او انټي اکسیدان هم لري.

څېړونکي وایي، هغه کسان چې سټرېس لري، ښه ده چې پسته وخوري؛ ځکه پسته په خپل ترکیب کې قوي انټي اکسیدانونه لکه رسوراترول، لوتيین، کرستین او نارنژنین لري. دغه ترکیبات د سټرېس له منفي اثرونو سره مقابله کوي او په پایله کې سټرېس له منځه وړي. په ورځني ډول د څو دانو پستو خوړل کولی شي له سټرېس مو وژغوري.

پسته د پوتاشیم درلودونکې ده:

دغه معدني ماده مو د وینې فشار منظموي، چې په خپل ترکیب کې مګنيزیم هم لري؛ په هر ۳۰ ګرامه پسته کې ۸ سلنه مګنیزم شتون لري. مګنیزیم کولی شي د وینې فشار منظم کړي، چې د سټرېس د له منځه تلو لامل کېږي.

په ورځني ډول د نارینه و لپاره ۳۶ ګرامه او د ښځینه لپاره ۴۲ ګرامه پسته کفایت کوي.

پسته د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي

پسته په خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه غیر مشبوع شوي غوړ لري چې په وینه کې د کلسټرولو د کمېدو سبب کېږي او د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب