په هغو ودونو کې ګډون چې ناروا کارونه ولري څه حکم لري؟

کله کله ځیني وروڼه او خوېندې یو لړ داسې کانفرانسونو، غونډو، او ودونو ته راغوښتل کیږي چې په هغې کې له یو لوري اختلاط وي او له بل لوري پکې د بې حیایۍ او شهوت پارونکی سندری ویل کیږي او له دې پرته یو لړ نور ناروا کارونه هم پکې تر سره کیږي، آیا په داسې محافلو او ولیمو کې ګډون کول د یو مسلمان لپاره روا دي که ناروا او په دې اړه زمونږ دیني علماء څه لارښودنی لري؟

غواړو په دې لنډه لیکنه همدا موضوع وڅېړو او د ګرانو لوستونکو لپاره یو څو مهم ټکي ذکر کړو.
که چېرته په یوه غونډه او مجلس کې غیر مشروع او ناروا کړنې تر سره کیږي؛ نو دیني علماء په دې اړه وايي چې: په داسې غونډو او ودونو کې بیا ګډون کول جواز نلري او هیڅ څوک ددې حق نلري تر څو په اسلامي ټولنو او په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ رزالتونه، پرېوتي اخلاق خپور او د دوي پر وړاندی د فساد دروازې پرانیزي، ځکه په دې کار سره نورو ډېرو ټولنیزو فسادونو ته لارې هواریږي.

راځۍ په دې اړه د امام او علامه قدامة المقدسي(رحمه الله) چې په دمشق کې د خپل عصر یو مجتهد امام او د قرآن کریم حافظ پاتی شویدی علمي نظر ته یوه کتنه وکړو چې وايي: که چیرته له تاسې څخه یو تن یوې داسې غونډې او ولېمې(د واده ډوډۍ) ته وبلل شي چې هلته پکې الهي معصیت تر سره کیږي، مست ساز او فکر خرابونکي سندرې پکې اورول کیږي، شراب(یا چرس و چیلم) او داسې نور پرېوتي او سپک کارونه پکې تر سترګو کیږي او دا بلل شوی شخص کولی شي چې په دې ډول غونډو کې تغیر او مثبت بدلون راولي او ددې توان ولري چې خلک په خپل رسا غږ او له حکمت څخه په خوږه ژبه له بدیو څخه وژغورلی شي، نو حتمي دې پکې ګډون وکړي، ځکه دا ځېرک او هوښیار انسان په دې کار سره په یو وخت کې دوه کارونه تر سره کوي.

لومړی: یو خو به په خپل ګډون سره د خپل هغه ورور چې دی ېې واده ته راغوښتلی دی حق آداء کړي او بلنه به ېې ومنل شي.

دویم: ا له بل لوري به دده په راتګ سره هغه ناروا کار هم منع شي چې خلک پکې د شیطان په لمسه د هغې په لمن کې لویدلي دي، خو دلته ددې خبری یادول هم اړین بولو چې که چیری نشي کولی چې دا منکر منع کړي او یو مثبت بدلون پکې راولي؛ نو بیا دې هیڅ ګډون او مُشارکت پکې نه کوي.

په دې غونډو کې د ګډون بل حالت داسی دی چې: ګډون کونکي او غوښتل شوي شخص ته هیڅ معلومه نه وي چې دلته به په دې ولیمه کې یو لړ منکرات او شیطاني کارونه هم شتون ولري او له ګډون کولو وروسته ورته دا هر څه څرګند شي؛ نو بیا په دې صورت کې یا خو دې دا ابتذال او ناروا چاری منع کړي او یا دې دا شخص هم په چټکۍ سره له دې ډول محفل څخه چې نور خلک پکې د ګناه لپاره را ټول شویدي راووځي او ګډون دې پکې نه کوي، البته دا بېرته ستنېدل د امام الشافعې( رحمه الله) نظر دی چې په خپل کتاب المغني کې ېې ددې قول یادونه کړېده.

د اللجنة الدائمه له لوري په یوې خپرې شوې فتوا کې راغلي د ي چې: (که چېری د واده محافل او مراسم داسی وي چې له ناروا کارونو او د اختلاط(د نارینه او ښځينه سره یو ځای ناسته) او بې حیاء سندری پکې نه وي او (یا که چېری دا شیان پکې وي خو) کولی شي چې په دې منکر کې په اغېزمنه توګه سره بدلون راولي؛ نو په دې صورت کې کولی شي چې د هغوي سره په دې خوشحالۍ کې د ګډون لپاره ورشي، بلکه په دې صورت کې ګډون ورته لازمي دی (البته چې وکولی شي بدلون پکې راولي).

اما که چیری صورت حال داسی وي چې په دې ډول حفلاتو کې داسې ناروا کارونه وي چې دا شخص پکې تحول او بدلون نشي راوستلی؛ نو بیا مشارکت ورته حرام دی، ځکه هغه څوک چې پر دیني حکمونو باندی ملنډې وهي او دین ورته لوبې او ساعت تیری ښايي او د دنیا په لنډ مهاله زینت او ښکلا باندی دوکه شوي وي؛ نو له داسې خلکو سره دې د هغوي په غونډو کې ګډون نه کوي. په دې اړه لوی څښتن تعالی مونږ داسې لارښودنه کوي چې ارشاد فرمايي: (وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِباً وَلَهْواً وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَذَكِّرْ بِهِ أَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلا شَفِيعٌ) ( سورة الأنعام/70).

ترجمه: او هغه کسان پرېږده چې خپل دین لوبې او ساعت تیری(ملنډې)ګڼي او په دنیوي ژوند هغوی دوکه شوي وي (او له خېرڅخه بې برخې شویدي) او ته په دې(قرآن) سره(خلکو) ته پند ورکوه، داسې نه چې یو څوک د هغه څه له کبله چې ده تر سره کړیدی رسوا شي، په داسې حال کې چې له الله(جل جلاله) پرته بل هیڅ څوک د هغې(نفس لپاره نژدې) دوست او شفاعت کوونکی نشته.

ګرانو لوستونکو! دا یو واقعیت دی چې په نړۍ کې یو لړ خلک په عبثو څېزونو نور خلک بې لاری کوي او دحق د نېغې لارې څخه ېې منحرفه ګرځوي او په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې ځینو خلکو خو دا کار خپله دنده ګرځولي وي، خو په حقیقت کې دا ډول خلک ډېر تاوانیان دي ــ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي:(وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ) (سورة لقمان/6).

ترجمه: او ځیني له خلکو څخه داسی دي چې دوي بې ګټې خبری (سندرې اورېدل) پرته له کومې پوهې خوښې ګڼي او دا کار د ملنډو په توګه سره تر سره کوي، همدا (هغه)خلک دي چې له دوي لپاره ډېر دردونکې عذاب دی.

لیکنه: فضل الله ممتاز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب