جګړه ییز جرمو نه او دبشر پالنې نړیوال قانون

سریزه:
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ  [الحديد : 25] ژباړه:دایقینی ده چه مونږخپل استازی (رسولان) دروښانه دلایلو سره لیږلی، اوله دوی سره موکتابونه اوعدالت(میزان) استولی ترڅودخلکوتر منځ په حق فیصلی وکړی.اومونږاوسپنه رالیږلی چه په هغه کی سخت ټینګوالی ده اودخلکو لپاره ګټه ده ترڅوپه ډاګه شی چی څوک دهغه اودهغه درسولانوپه غیبو(په پټو)کومک کوی اوالله(ج)ډیرقوی اوغالب دی.

دتاریخ په اوږدوکی دنړۍ چاپیریال کوم چی الله جل جلاله دټولو کایناتواوپه هغه کي پراته مخلوقاتولپاره دیوه عادی اوطبیعی ‍ژوند لپاره برابرکړی دانسان دځان غوښتنی، ځان پالني اودالله جل جلاله دخلیفه په توګه نه یواځی دځان لپاره له طبیعی حالت څخه ایستلی بلکی په خپل صنعت اووسلوجوړولویي خپل چاپیریال داسی ککړکړی دی چی نورپه چاپیریال کی موجود ژوی ،ماهیان اومرغان اوڅاروۍ او داسی نور شيان یی هم له ستونزوسره مخامخ کړی او دژوند دبقا لپاره هڅی کوی.

داچی جګړه دټولوژوندیوشیانوپه خټه کی نغښتی اوتل هرژوی هڅه کوی چی پربل بری ترلاسه کړی اوځان له مخالف لوری غوره وګڼی اویوڅه امتیاز لاسته راوړی که څه هم دا امتیازلږ وی یاډیرخوبیاهم په دی لاره کی هرډ ول سرښندنی ته تیاروی اوهڅه کوی چي خپل دښمن له ځانه مخکی اوله ژوند څخه محروم کړی .

دبیلګی په توګه دوی مرغی هم کله چی سره اخته شی اوپه جګړه پیل وکړی نوپه خپلومنګولویا مښوکو یوبل داسی وهی ترڅومقابل لوری تسلیمولوته اړکړی اوخپل هدف (موخه) ترلاسه کړی .
داډول غبرګون داڅرګندوی چه په طبیعی ډول جګړه دټولوژوندیوشیانوترمنځ په یو ډول اوبل ډول دوام لری.

انسان هم جګړه کړی اوکوی یی لاتراوسه دنړی په ګوډګوډکی هره ورځ په سلهاوو انسانان دمرګ ستونی ته  وړاندی کوی اوژوندیی تری اخلی،په داسی حال کی چه په ملیونونه ماشومان ښځی اوبوډاګان هم ددی نښتو په پایله کی خپل ژوندله لاسه ورکوی دادټولنی هغه کسان دی چی په هیڅ ډ ول نه غواړی په جنګ اوجګړه کي ښکیل شي یادښکیلوقواووترمنځ په نښته کی ځانونه له لاسه ورکړی اونه دی ژغورنی وس اوتوان لري.

نودجګړی  په پایله کی دډیروخلکوژونداوشتمني  دتیری کونکوقواووله خوا له خاوروسره  خاوری او ډیري بیګناه ککری دجنګ اوجګړی په سرولمبوکی وسوځی اوژوندله لاسه ورکړي.
جنګی جرمونه ددا ډول کړووړوزیږنده دی کوم چی دښکیلو قواو له خوا په جنګ کی دنورو انسانانو دبشری حقونو دنه په پام کي نیولوسره اودهغوي دبشري حقونوپرضدرامنځ ته کیږي.
د جنګی  جرایمو تعریف اوپیژندګلوي :
جنګی جرمونه اودبشرضد جنایتونه اوهغه ټولی وژنی چی د جګړوپه درشل کي ددښمنوډ لوتر منځ رامنځ ته کیږي په قانوني سرچینوکي یو تربله تداخل اوتړاولری داسرچینی له قانونی اړخه ښی روښانه ندی. آن تر دی چی ددغو فانونی سرچینو په مفهوم اودتطبیق په ډګر کی خالیګاوي ترستر ګو کیږی.

اوتراوسه داسی یوه سیاسی اراده نده پیداشوي چي دغه حقوقي اوقانونی تشه ډکه کړي اوداتداخل له منځه یوسي نوددی لپاره اړین بریښی چی دجنګی جرمونو دتعریف په اړه لومړي هغه کړنوته رغنده کتنه وکړو چی دجنګ اوجګړوپه در شل کی په نړیواله توګه دجګړه ماروډلو ترمنځ دهغه ساتنه اوپه پامکی نیول قانوني اړخ لری او دبشري حقوقودساتلو په اړوند منځ ته راغلي .
په کال ۱۸۹۹م او۱۹۰۷م کی دلاهی دسولی کنفرانس

د جنګ دانساني اوبشري قاعدو ساتل:
کومی قاعدی چی دجګړی اوجنګ په اړه دلاهه دسولی په کتفرانس کي په کال۱۸۹۹ او کال۱۹۰۷ دتړون په توګه تدوین شوي هغه دود اودستور وه چی له  ډیرتیرووختونو  دنړی د متمدنو ملکونوترمنځ په جګړو اونښتوکی په پامکي نیول کيدل او دنوموړو قرار دادونو اوتړونونو په سریزو کی یاد ونه وشوه چی ددي تړونونو اصلی منځ پانګه(محتوا) په هغه اصولوولاړه ده کوم چی دهغه سرچینه دپرمخ تللي نړی دنړیوال وجدان اخلا قی غوښتنه ده.
ددی قرارداددوضع کونکو ډیره موخه ددی اصولوله تایید څخه یی داوه چی، که چیری په کومه خاصه برخه کی قاعده نه وی وضع شوی، باید چي دی انسانی اوبشری اصولوته مراجعه وشی.(۴ : ۷۶)

له کال۱۹۱۴-۱۹۴۵ پوري دجنګ حقوق
دنړیوالي لومړی جګړی (۱۹۱۴-۱۹۱۸) له پای ته رسیدونه وروسته دملګروملتونوټولني ټول غړی هیوا دونه  دیوه داسی نړیوال کنفرانس  جوړیدو ته را وبلل چي موخه یی عمومی خلع سلا ح(دوسلو ایښودل) يا نسبي خلع سلاح وه. خوداکنفرانس دمختلفو لاملونو له امله له ماتي سره مخامخ شواوپه کال ۱۹۳۶دالمان په وتلوسره له عملي اړخه تعطیل شو .

همدا ډول د نړیوالی دوهمی جګړی له پاي وروسته دمتحدینوترمنځ په خاص ډول ددوو زورورو هیوادونو دوخت شوروی اتحاداودامریکاهیوادونوترمنځ ځانګړی سیاسی اختلافونه رامنځ ته شول اودوخت په تیریدو سره ددی اختلافونوکچه لوړه شوه چه په پایله کي دساړه جنګ پړاوته ورسیداوخطرناک حالت یی غوره کړ.
سره لدی چی دوسلو په تولید کی یی خپلی سیالی ته دوام ورکړ،خوداتمی وسلو اوټول وژنووسلو په تولیديی خپل افتصاد ته درنه ژوبله ورواړوله. له بلی خوایی نړی له يوه لوی ناورین سره هم مخامخ کړي وه. دځینو وسلو دکنترول لپاره ییی ځینی لوځنامی هم  امضاکړی.(۴:۷۷)
په کال ۱۹۴۹کي کله چي دنړیوال سره صلیب څلورګوني تړونونه دتصویب اوتدوین لاندی وه دسره صلیب نړیوالی کمیټی وړاندیزوکړچی دتړونونوپه سریزه کی دی داخبره په ډاګه تایید شي چی دانسانی ژوند ټول اصول دی داحترام وړوی،آن تردی چی دیوی قراردادی قاعدي دنشتوالی په صورت کی دی هم انسانی اصول داحترام وړوی.

خو ددی کنفرانس ګډونکونکو دا غوره وګڼله چی دا اصول د ي دقاعدو په ډول تد وین شی تر څوپه هغه مواردو کی چی په تړون کی نوی په ګوته شوی، نودی اصولوته مراجعه وشی .law

له بلی خوا دی دا اصول دبنسټیزواصولوپه توګه د ټیټی کچی( حد اقل) ستندرد په توګه په هغه جنګونوکی چی نړیوال رنګ نه لری( لکه خپل منځی نښتی) داحترام وړوی .
په دی نړیوال ناسته (کنفرانس) کی  دسره صلیب نړیوالی کمیټی لاندی اصول تد وین کړل :
1    دهغو کسانودتن اواروا(روان)ساتنه چی په جنګ او جګړه کی په نیغه(مستقیم ډول) اویا هیڅ کډون نلری، ساتل شوي (محفوظ) دی. پرته لدی چی په کومی خوا پوری تړاو ولری. په هرډول شرایطو کی او پرته له کوم امتیازه  دحمایت وړدی اوله هغوی سره دی انسانی چلند وشی .
2    دهغه دښمن وژل یا ټپی کول چی له جګړی وتلی ممنوع دی.
3    په جګړه کي ښکیلی خواوی دامکان ترپولوټپیان اوناروغان دی دخپل حمایت لاندی ونیسی اوضروری  صحی خدمتونه دهغوی لپاره سرته ورسوی صحی ټیمونه اودهغوي صحی توکی همداډول دسره صلیب رسمی نښی له دی حمایت څخه برخه منی دی .
4    دجګړه کونکو دځا نی اودهغوی شخصی اعتقادات اوغیرنظامی بندیان دحمایت وړدی اوله هغوی سره بداودزورکړه وړه اوبالمثله چلندڅخه دی ډډه وشي. دابندیان حق لری چی له خپلوانوسره دلیک له لاری اړیکی ونیسی.
5    هرڅوک کولای شی چی له قضایی ضمانتونو څخه برخه من وي، هیڅ څوک له هغه کار څخه مسؤل نه کڼل کیږي کوم چی سرته یی نه وی رسولی ،همداډول هیڅ څوک داروایی(روحی) ځانی (بدنی) شکنجی اویا بد نی ځوریني اویا دسپکاوي چلند سره مخامخ نشی.
6    په جنګ اوجګړه کي ښکیلي خواوی او دهغوی وسله والي ډلی ټپلی دعملیاتوپه وخت کی له جنګی وسلو اومهماتوڅخه  په ګټه اخستنه کی ،   نا محدود حق نلري ،له هغو وسلو او عملیا توڅخه چی ناوړه اوبی کټی تلفات را منځ ته کوی ا و دسختو ځورونو اوربړونو سبب ګرځی، ممنوع دي.
7    په جنګ کی ښکیلی خواوی دی دوسله والواوغیروسله والوترمنځ توپیروکړی.دغیرنظامیان،شتمنی او مالونه باید وساتل شی اونه ښایی چه دیرغل لاندی راشی ،بلکی یرغل یواځی عسکری او نظامی موخو(اهدافو) ته متوجه وي. (۶:د نړیوال سره صلیب اصول)
دشوروی اتحاد له  ماتی وروسته په کال۱۹۹۰دنومبرپه میاشت کی دشمالی اتلانتیک غړو هیوادو نو(ناتو)او د وارسا دنظامی غړو هیوادونو ترمنځ دبر لین ددیوال له ړنګیدو وروسته او ددواوړو المانونوله یو والی وروسته په پاریس کی  یوه غونډه وکړه چی دهغه په ترڅ کښی دزړووسلودتولید دکموالی په هکله تړون لاسلیک کړ ، ددی تړون په اساس دواړو نظامی خواوو تعهد وکړچی دخپلو نظامی قواووځمکنی زغروالی قوی لکه ټانکونه ،زره پوښ موټرونه، ټوپخاني، چور لکی او جګړه ییزی هلیکوپتری به په اروپایی ملکونو کی راکمی کړی.
داډول دوسلوکمښت چی په ازاد ډول اوله کمو مذاکراتو وروسته تر سره شوه په خپل ځای کی د لومړی او دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته په دی برخه کی د اهمیت وړدی همدا ډ ول دواړو خواوو ژمنه وکړه چی خپل ځواکونه له هغو هیوادونوڅخه رابهرکړی کوم چی له دوهمی  نړیوالی جګړی وروسته په دی هیوادونو کی ځای پر ځاي شوی وه(۷۶:۴)
تر اوسه پوری (۸۸) هیوادونو په خپلو عسکری اونظامي قوانینو کی جنګی جرمونوقانون ځا ي پر ځاي کړی دي چی دا کارد «ژنیو دتړون» په غوښتنه سرته رسیدلی. دژنیوتړ ون له غړو هیوادونوڅخه غوښتنه وکړه چه په خپلوعسکری اونظامی قوانینوکی په دغوستروجرمونو(جنګی جرمونه)اوجنایتونو بندیزولګوی. مګرپه حقیقت کی دجنګی جرمونواوهغوستروجنایاتو دمرتکبینو محاکمه  چه په دوهمه نړیواله جګړه کی سر ته رسیدلی وه څه ساده کارنه وه اوډیرلږکسان ددی جرمونودارتکاب له مخی دمحاکمی میزته راکش شول.
له کال۱۹۴۹ راهیسی یواځی الما ن دشپیتو زرو کسانو ‍پر ضد قضایی اجراات وکړل چی ګڼ شمیر تورن کسان په دی قضیو کی دجنګی جرمونو په تور تو رن وه .
په داسی حال کی چی دامریکی متحده ایالاتو د ویتنام په جنک کی یواځی ددوه تورنو کسانو پرضد چی هغه ( کالی اومدینا ) نومیږی قضایی اجراآت سرته رسو لی.
دیادونی وړدی چی په دوهمه نړیواله جګړه کی دامریکی دمتحده ایالاتو له خوا داتومی وسلی د استعمال په پایله کی ( دوه لکه پنځه ویشت زره ) ملکی بیګناه وګړی ووژل شول. ددی وسلو قربانیان چی جاپانیان وه د متحدینو پرضددجاپان ستری محکمی ته جنایی دعوا وړاندی کړه خو نوموړی محکمی ، ددوی داغوښتنه د قضایی صلاحیت اونه اختصاص له امله ونه منله.(۲:۱۱۹-۱۲۰).

سره له دی چی دټولو جنګی جرمونو دمحاکمی پایلی له هرنړیوال جنګ  اویاهم دیوه داخلی نښتو ور وسته په جلا توګه  دتحقیق  اوڅیړنی وړ او له هر یوه په جلا ډ ول  علمی اوقضایی پایلی تر لا سه کولای شو خو زه غوا ړم چی یواځی څو جنګی جرمونه له قانونی اړخه  تعریف او لوستونکو ته وړاندی کړم :
جنګی جرمونه هغه جرمونه دی چی د جنګ په ترڅ کی دعامه خلکو په مال ،ځان، عقل ،ناموس اونورو مادی اومعنوی شتمنیوپرضد دجنګیالیوله خواسرته رسول کیږی اوهغوکړنوته شاملیږی چی له منځه وړل یی د قانونی اړخه عسکری اهدافو او موخوته شا مل نه وی.
له لومړی نړیوالی جګړی وروسته ،متحدینود وارساد تړون له مخی په کال۱۹۱۹کی یو کمیسیون دیوه نافذ قانون په څیر ، چی د۱۹۰۷کال دهاګ دتړون په بنیاد ولاړو جوړکړ، کمیسیون پرته له دي ، چي جرمنیان یی دجنګی جرمونو د ارتکاب له امله مجرم وپیژندل ، دی نتیجي ته هم ورسید، چی ترکی چارواکی دجنګ په وخت کي دارمنیانودوژلوله امله (دبشریت دقانون په وړاندی په جرم) کولوتورن دی،امریکا او جاپان په کلکه له دی سره خپل مخالفت ښکاره کړ،چی دا ډول کړنو ته جرم وویل شی،ځکه چی دبشریت دقانون پر ضد له مثبتو قوانینوڅخه سرغړونه ،نه بلکه له اخلا قی قوانینونه سرغړونه ده (۱۵۳:۳).

پایله :
دادی زموږ په کړیدلی ملک کی کوم  ډول ډول جنګی اوجګړه ایزی ستونزی چی له دری لسیزو راهیسی را روانی دی او دملک سیاسی جنګی اوښکیلی ډلی دعامه وژنو،لوټ ماریو، دعامه ملکیتونواوشخصی شتمنیو دله منځه وړلو پړه یو پر بل اچوی اوله بلی خوا دهغوی بشری حقونه تل  دپښولاندی شوی نه په ملی اونه په نړیواله کچه دهغوی دبشری اوانسانی حقونودلاسته راوړلولپاره موثری هڅی شوی اوګواکی داسی پتیل کیږی چه څوک په دی اړه خوله خلا صوی هغه داسی کسان دی چی ددی ملک ملی اودینی کټوته معتقد ندی سره لدی چی الله جل جلاله ټول انسانان دژوندپه ټولو وسایلو(لکه عقل ،پوهه،سترګی،پښی اولا سونه اوداسی نور…) په مساوی ډول اویوشانته پیدا کړی اوهغوی ته یی دا حق ورکړی ترڅو له خپل ورکړ شوی ژوند نه پوره خوند واخلی او دخپل مهربانه خدای  عبادت وکړی خوجنګی کړی په یوه اوبله پلمه د نړی ډیربیګناه او معصوم انسانان اودهغوی مالونه اوبشری حقونه دسیاسی،عسکری اواقتصادی موخونه قربان کړی،خلک ماشومان،ښځی اونارینه، بوډاګان اودهغوی شتمنی له خاوروسره خاوری کړی.خوکه دټولنی په عینی واقعیتو نوسترګی پټی نشی داله ورایه دهرافغان له ټنډی څرګندیږی چه هغوی خپلوخلکوته انسانی ژوند غواړی او خپلوټکول شوی ولس ته اوخپلی رنځوری ټولنی ته درمل اوروغتیاغواړی که په دم وی یادوااوداچی زمونږ ماشومان اوخلک دخپلی رنځوری مورپه غیږ کی دسولی تر سیوری لاندی شپی اوورځی تیری کړی.
په درنښت

مأخذونه:
1.    قرآن کریم
2.    بسیونی،ډاکتر محمود شریف ،رهنمود تطبق عدالت جنایی. کابل: صبورمطبعه ،لومړی چاپ ،۲۰۰۷.
3.    دورکین ،دیوید ریف،دوی ګوتمن،جنګی جرمونه.  پښتو ژباړه دویم چاپ : کال،۲۰۰۷  .
4.    فیوضی،رضا ،حقوق بین الملل کیفری.تهران : انتشارات دانشګاه تهران،۱۳۸۶ کال.
5.    میر،محمد صادق حسین ،حقوق جزای بین المللي.تهران لومړی چاپ :دانشګاه  بهشتی تهران،کال ۱۳۷۷.
6.    دنړیوال سره صلیب اصول ( هانری  دونانت اودهغه هڅی) . په افغانستان کی دنړیوال سره صلیب دکمیتی دخپرونونه .

پوهنیارعــبدالـبشــیر ( فــضــلی )

دکابل پوهنتون دشرعیاتودپوهنځۍ دتعلیماتودڅانګی علمی غړۍ

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب