د مبایل یا ګرځنده تیلیفون له لارې څوک څنګه تعقیبیدلای شي؟

لکه څرنګه چه نړۍ ورځ تر بلی د پرمختګ ګامونه اخلی نو له همدی سره سره د خلکو په ذهنونو کی د نوی ټکنالوژئ په اړه مختلف سوالونه هم پیدا کیږی. چه یو له دغو عمده سوالو څخه چه زمونږ د هیوادوالو په ذهنونو کی ګرځی هغه د مبایل پواسطه د یو شخص پیدا کیدل او تعقیبیدل دی.

ډیرو خلکو له ما ځنی دغه سوالونه هم کړی او حتی ځنی خلک خو لا په دی عقیده دی چه که ګرځنده تیلیفون ګل (خاموش) هم وی د تعقیبیدلو امکان لری.

لکه څرنګه چه دغه د ګرځنده تیلیفونونو ټکنالوژئ د نړئ نورو خلکو ته په نسبت د افغانانو ډیره روښانه ده او نړیوال امکانات ډیر لری چه د یوی موضوع په هکله معلومات پیدا کړی، نو له همدی وجی می وپتیله چه د دغه د ګرځنده تیلیفونو په هکله یو څه معلومات خپلو هیواد والو ته وړاندی کړم.

سوال په دی کی دی چه آیا د ګرځنده تیلیفون د لاری یو شخص پیدا کیدلای شی او یا تعقیبیدلای شی که نه؟ جواب داسی دی چه بلی هو.

په دوه لارو پیدا کیدلای او تعقیبیدلای شی.

۱ د سیم کارت د لاری

۲ د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری

 د سیم کارت د لاری:

کله چه یو سیم کارت په ګرځنده تیلیفون سیټ کی واچول شی او روشن کړل شی نو سیم کارت اتومات د تیلیفون له دستګاه سره ځان رجستر کوی چه دی ته په انګلیسی کی لوکیشن آپډیټ هم وایی یعنی د موقعیت معلومول خپل تیلیفونی شبکی دستګاه ته.

سیم کارت د ګرځنده تیلیفون دستګاه ته وایی چه زه فلاني نمره د فلانی بی ټي ایس نه سګنل اخلم او دغه می موقعیت دی. هر سیم کارت د اصلی مخابراتی شرکت سره په دستګاه کی چي ايچ ایل آر ورته وایی ثبت وی.

نو چه کله سیم کارت د رجستریشن درخواست کوی نو د ګرځنده تیلیفون دستګاه ایچ ایل آر یی پیژنی او د ثبتیدو اجازه ورته ورکوی. په عین وخت کی دستګاه بیا دغه سیم کارت باندی قید او شرط ږدی چه د بیلګی په ډول که رومینګ اجازه لری يا نه لری، ټکس یا تیلیفون کولی شی او که نه شي. کریډیټ لری که نه لری او داسی نور…

غواړم چه فقط د موقعیت په هکله خبری وکړم او موضوع رانه اوږده او بلی خواته لاړه نه شی. نو کله چه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت د دستګاه سره راجستر شو نو په هره لحظه کی ګرځنده تیلیفون سیم کارت دستګاه ته خبر ورکوی چه زه دلته یم. چه دی ته په انګلیسی کی د مخابراتی علومو په ژبه کی هندشیک (یعنی ستړی مه شی) وایی. په بل عبارت دستګاه سیمکارت ته وایی چه چیرته یی او سیم کارت ورته خپل ځای ښایی وایی دلته یم. دغه هندشیک په یوه دقیقه کی تر سل وارو زیات وی. ځینی تیلیفونونه یو وړکی شین ګړوپ لری چه هره شیبه کی پړقیږی. دغه پړقیدل د هند شیک سیګنل وی چه د دستګاه سره په تماس کی وی.

بیا په ګرځنده تیلیفونو دستګاه کی دوه نوری آلی دی چه یو ته یی ټایمینګ اډوانس او بل ته ټراینګولیشن وایی او د هغه په ذریعه یو شخص د خپل موقعیت په اته ۸ مترئ کی پیدا کیدلای شی.

که څوک خپل ګرځنده تیلیفون ګل(بند) کړی نو چه کوم څای کی ګل شوی وی په دستګاه کی همغه ځای د اخر ځل لپاره ثبت پاتی وی. د مثال په طور که د کابل د ارګ د دروازی تر مخ دی مبایل بند کړ نو دستګاه ته دا معلومه وی چه اخری ځای چه د ستا په اړه معلومات ثبت دی هغه د ارګ د دروازی مخه ده. کیدای شی ته همالته یی او کیدای شی له هغه ځایه تللی یی خو دستګاه د ستا اخری ځای ارګ پیژنی چه تر څو بل ځای کی خپل ګرځنده تیلیفون روښانه نه کړی.

 د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری:

د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری هم یو شخص پیدا کیدای او تعقیبیدای شی. او هغه داسی چه کله هم په ګرځنده تیلیفون سیټ کی سیم کارت واچوی نو چه کله خپل مبایل روشن کړی د سیم کارت د لاری د دغه سیټ نمبر چه هر یو سیټ ځانته یو خاص نمبر لری د دستګاه سره ثبتیږی.

د ګرځنده مبایل سیټ نمبر ته (ای ایم ایی ای) وایی. یعنی انترنشنل مبایل ایکوپمینت آډینټیټی او دا د ګرځنده مبایل د آلی یوازینی نمره ده چه په دی نمره بل سیټ وجود نه لری او دغه نمره د مبایل د تولیدونکی شرکت لخوا په مبایل کی پروګرام شوی وی او د محوه کیدو امکان نه لری.

دغه آی ایم ایی ای ۱۵ عدده وی او تاسی یی کولای شئ چه د خپل مبایل دغه نمره د بطري لاندی په مبایل کی په لیکلی بڼه ووینئ او یا د مبایل په شیشه کی درته ښکاره شی.

که غواړئ چه دغه نمره دخپل ګرځنده تیلیفون په خپل ګرځنده تیلیفون شیشه کی یی ووینئ نو لاندی حروف ولیکئ او د خپل ګرځنده تیلیفون دغه ای ایم ایی ای به درته ظاهره شی (ستوری هش صفر شپږ هش).

*#06#

دغه ای ایم ایی ای نمره د دستګاه په ایکویپمینټ ایډینټیټی ریجستر چه یو ډاټآبیس دی هلته ثبتیږی. یعنی دستګاه ته وایی چه دغه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت په دغه د ګرځنده مبایل سیټ کی اچول شوی او په دغه ځای کی موقعیت لری.

اوس که یو شخص خپل سیم کارت وغورځوی او بل سیم کارت د ګرڅنده مبایل سیټ کی یی واچوی نو په دستګاه کی معلومیږی چه هماغه سړی دی صرف سیم کارت یی بدل کړی، ځکه دستګاه کی مخکی دغه سیټ یو ځل د پخوانی سیم کارت سره سبت شوی وی او سیستم دا معلومات ساتلی وی.

په اروپایی او نورو هیوادو کی که ځوک دګرځنده مبایل سیټ غلا کړی نو چه څنګه یی خپل سیم کارت پکی واچوه پولیس یی پیژنی ځکه د نوی سیم کارت سره د سیټ نمره دستګاه ته ځی او بیا پولیسو ته معلومیږی چه اوس دغه سیټ د چا سره دی.

که دغه موضوع نوره هم واضع کړم نو ویلای شم چه که څوک سل سیم کارته بدل را بدل کړی نو بیا به هم دستګاه د ټولو سیم کارتو ریکاډ د دغه ګرځنده مبایل سیټ سره یی ساتی.

خلاصه د پورتنی لیکلو دا ده چه سیم کارت د اچ ایل آر سره ثبتیږی او پری یو شخص معلومیدلای او تعقیبیدلای شی، او د ګرځنده مبایل سیټ د ایکویپمینت آیډینټیټی راجستر سره ثبتیږی او یو شخص پری معلومیدلای او تعقیبیدلای شی.

په تیلیفونی دستګاه کی د یوه کال لپاره د یو شخص خبری د ثبت په ډول ساتل کیږی مګر د ځینی هیوادونو د مبایل شرکتونه یی بیا په خاصو کیسټو کی د ثبت په طور د ابد لپاره ساتی.

پاتی دی نه وی چه کله ګرځنده مبایل سیټ ګل (بند) وی د موجوده ځای د پیدا کیدو یا تعقیبیدو امکان نه لری.

دا چه په زرګونو کتابونه د مخابراتو په علومو کی ددغه موضوعاتو په هکله ډک دی او ما دغه معلومات د تیرو څوارلسو کلونو کی د هیواد نه بهر د کاری تجربی پر اساس تر لاسه کړی نو له همدی وجی مشکله ده چه د ریفیرینس  یا مآخذ برخی ولیکم او په یاد می اوس هم نه دی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب