دېرش ناوړه ټولنیز عادتونه

هغه دیرش ناوړي عادتونه چې یو انسان يي باید پریږدي:

①- په خلکو پسې کتل
②- په ډکه خوله خبرې کول
③- د نورو خبرې غوڅول
④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)
⑤- په جګ غږ خبرې کول
⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول
⑦- په مېلمستیاوو کې ډېره ډوډۍ خوړل
⑧- پر مېز او دسترخوان پښې ایښودل
⑨- د نورو مخ ته بې نزاکته او بې مانا خندل
۱۰- هغه ښځې چې نه غواړي، چې له نارینه وو سره د لاس روغبړ وکړي؛ روغبړ کې د نارینه لاس ورکول
۱۱- په ژاولو کوبۍ او ټکهاری کول
۱۲- په مجلس کې د موبایل غیرضروري کارول
۱۳- د نورو مخ ته ځان رومانټیک ښودل
۱۴- لغازونه او پېغورونه ویل
۱۵- د نورو مخ ته غاښونه خلالول، پوزه کې ګوتې وهل او وېښتان ږمونځول
۱۶- د خلکو په شخصیاتو غرض درلودل
۱۷- بې نظمي او بې نوبتي کول
۱۸- پر ځمکه خځلې او پوستکي غورځول
۱۹- نامناسبې او د مجلس د تقاضا خلاف جامې اغوستل
۲۰- د نورو پر تېروتنو خندل
۲۱- د خلکو په عقیدو او باورونو ملنډې وهل
۲۲- د خبرو پر مهال د مخاطب له څېرې پرته د بدن نورو ځایو ته کتل
۲۳- د خلکو مخ ته له خپلې مېرمنې او اولادونو سره خپلې کورنۍ ستونزې حلول
۲۴- په مجلس کې سګرېټ څکول او نسوار توکل
۲۵- په مجلس کې غیرعادي ډېرې یا لږ خبرې کول
۲۶- د نورو په لهجو، معيوبيت او څېره ملنډې وهل
۲۷- په روغبړ او احوالپوښتنه کې افراط یا تفریط کول
۲۸- غیبت کول او مجلس کې د نورو بدۍ بيانول
۲۹- ډېرې ټوکې کول او ځان مسخره ښودل
۳۰- د کوربه وخت او برنامې ته پام نه کول

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب