د ټولو خلکو مسلمانېدل د پيغمبر صلی الله عليه وسلم يوازنۍ هيله
ابن عباس رضي الله عنه د (فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ) (نو بيا څوک بد مرغه وي څوک نيکمرغه) او ځينې نورو اياتونو په آړه وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم به دې ته ډېر ليوال و چې ټول خلک ايمان راوړي او په سمه لار يې لاسنيوى وکړي؛ نو الله پاک خبر ورکړ چې يوازې هغه خلک به د ايمان نيکمرغي تر لاسه کوي چې په اذل کې يې ايمان په برخه وي او يواځې هغه به بې لارې کيږي چې په اذل کې بدبختي ورته ليکل شوې وي بيا يې ورته وفرمايل:
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ . إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ (الشعراء ٣-٤)
ژباړه: ښايي ته (په دې ) خپل ځان تباه کونکى يې چې هغوى نه مؤمنان کيږي .که موږ وغواړو له اسمانه به يوه داسې نښانه ورباندې را کوزه کړو چې د هغوى ورميږونه به (حتماً) ورښکته شي ([1]).
ابن عباس رضي الله عنه وايي: ابو طالب چې ناروغ شو دابوجهل په ګډون دقريشوټول مشران راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! ستا وراره زمونږ خدايانو ته بد-رد وايي او داسې داسې کوي؛ نو که ته يې را وغواړې او له دې کاره يې منع کړې! ابو طالب سړى وليږه او پيغمبر صلی الله عليه وسلم راغى، دلته په کوټه کې د ابوطالب ترڅنګ د يو کس د ناستې ځاى و لعين ابوجهل فکر وکړ چې که پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ابو طالب څنګ ته کښيني ښآيي دابوطالب په زړه کې نرمي ورته راشي؛ نو ور ټوپ يې کړل هلته کښېناست، هغه صلی الله عليه وسلم چې را ننوت د کاکا تر څنګ يې ځاى ونه موند؛ نو له دروازې سره کښيناست، ابو طالب ورته وويل: اى زما وراره! دا خلک ولې له تا سر ټکوي؟ وايي ته د دوى خدايانو ته بد وايې او داسې داسې خبرې کوې! په دې خبره ټول لګيا شول او شور يې جوړ کړ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وويل: کاکا ! زه له دې خلکو نه يواځې يوه خبره غواړم، که دوى زما دا يوه خبره ومني ټول عرب به ددوى پيروان شي او عجم (کافران) به ماليه (جزيه) ورکوي، هغوى چې دا خبره واوريده ټول څک شول، يوه خبره؟! يوه نه! لس خبرې دې هم منو ته يې يواځې راپه ګوته کړه! ابوطالب هم وويل: کومه خبره ده؟ ورته ويې وايه! پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوى دې دا کلمه ووايي : لا اله الا الله.
[irp][irp][irp]
په دې خبره ټول پريشانه شول جامې يې څنډ وهلې او پاڅيدل ويل: ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، ابن عباس رضي الله عنه وايي: ددوى په ځواب کې الله پاک دا اياتونه را نازل کړل:
وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ . وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ. مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ . أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ [ص ٤-٨]
ژباړه: او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه ويرونکى ورته راغى؟ او کافرانو وويل چې دا خويو ډير دروغجن کوډ ګر دى، ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ په خپلو خدايانو (ټينګ) صبر وکړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پکې) غوښتل کيږي، ايا زمونږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذکر (قراٰن) را نازل شو؟ بلکې دوى زما له ذکر (وحى) نه په شک کې دي، خو په اصل کې دوى لا زما عذاب نه دى څکلى ([2]).