هغه په ټولنه کې د ښه چلند او نېکو خويونو بېلګه و

هغه زړه سواند، رښتونى او مؤدب و. هغه په ټولنه کې د ښه چلند او نېکو خويونو بېلګه و. په سيمه کې ټولو خلکو د هغه درناوى کاوه. خو دا هر څه په څو ورځو کې په بل مخ واوښتل. اوس شاوخوا خلکو پر هغه د درواغو، جادوګري، شاعري او ان لېونتوب تورونه ولګول. خلکو پرې ملنډې ووهلې، په تيږو يې وويشت او ان خپلو خپلوانو يې وښکنځه. تر دې چې د وژلو دسيسې يې ورته جوړې کړي.

خو هغه زغم له لاسه ورنه کړ. هر څه يې په ډېره سړه سينه پر ځان ومنل او د خپل ماموريت غځولو ته يې دوام ورکړ. د ناخوالو په ځواب کې يې نه خو چاته سپکه خبر وکړه او نه ښېرا. پر ځاى يې، هغوى ته له څښتن څخه د هدايت غوښتنه وکړه.

هغه، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم و، رحمة للعالمين، هغه څوک چې زغم او حوصله يې لا هم د تاريخ په اوږدو کې بېساري ده.

د مکې مشرکينو د هغه په ځورولو کې له هېڅ شي څخه درېغ ونه کړ. د هغه په لاره کې يې اغزي وشيندل او د پېغمبر ص پېښې يې وينې کړې، خو ده يوازې اغزې له لارې څخه ليرې کړل. خپل امت ته يې وويل چې له لارې څخه د اغزي لرې کول هم د ايمان يوه برخه ده. د مشرکينو له زياتېدونکي زياتي سره سره، هغه خپلو پلويانو ته لږ تر لږه د لعنت ويلو اجازه هم ورنه کړه. ((زه د دې لپاره نه يم رالېږل شوى چې پر خلکو لعنت وکړم، بلکې زه بايد د دوى لپاره رحمت واوسم. ))

د پېغمبر ص پلويان په بېلابېلو ډولونو شکنجه کړل شول تر څو نور خلک اسلام ته له اوړېدلو څخه ډډه وکړي. بېوزلي مسلمانان، لکه حضرت بلال رض، په سرو غرمو کې په سوځنده شګو باندې پرېوتلو ته اړ کړل شول او درنې تيږې يې په سينه کېښودل شوې. د پېغمبر شتمن پلويان، لکه حضرت عثمان بن عفان رض، په بېرحمانه توګه وډبول شول او بې اوبو او ډوډۍ وتړل شول. داسې هم وشول چې قريشو په مسلمانانو کې رسۍ واچولې او په کوڅو يې وګرځول.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب