حضرت محمد(ص) د نړۍ مهربانه لارښود

د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمدرسول الله (صلى الله عليه  وسلم) نړۍ ته په را تلو سره د ټولو نړيوالو پر مخ د رحمتونو او رڼاګانو دروازي پرانستل سوې. انسانانوته د ظلم ،وحشت ،جهالت ،كينو او هر راز بدبختيو څخه د خلاصون پر لور بلنه پيل سوه. هغه بي لاري انسان چي د خپل ژوند هدف ورڅخه ورك سوي وو يوځل بيا د ژوند په اصلي مقصد پوه سو او له تيارو  څخه يي د رڼا پر لور حركت پيل كړ (الر كتاب انزلناه اليك لتخرج الناس من الظلمات الي النور) درسول الله (صلي الله عليه وسلم) د رسالت ستر هدف همداو چي په تيارو او جهالتو نو کښي لاروركى بشر د رڼا او علم په لور روان كړي د ژوند په هدف يي پوه كړي ،خپل معبود او خالق ورو پيژني او د انسانانو له بندګۍ څخه يوه ازاده روښانه او متمدنه نړۍ جوړه كړي . او د غه د رحمتونو لارښود و هدايت او سمي لاري ته د انسانانو په رابللو كي هر اړخيز تكليفونه وګالل او په پوره اخلاص او فداكارۍ سره يي د رحمتونو پيغام د نړۍ هر وګړي ته رساوه. او ددي پيغام په رسولو كي دومره ليوال وو چي د الله تعالي له طرفه ورته د تر حم او خواخوږۍ په اساس پيغام راځي چي فرما يي (  فلعلك باخع نفسك علي آثارهم ان لم يو مينوآ بهذا الحديث اسفا    )  د رڼا او رحمت په رسولو كي د خپل ځان څخه هم تير وو خو چه د غه د رحمتونو پيغام انسانانو ته ورسوي او هغوئ  له بي لارۍ څخه خلاص كړي.

رسول الله عليه وسلم د انسانانو تزكيه كوله هغوئ ته يي علم او حكمت ورښوده دغه زړه سواندي پيغمبر انسانيت ته په پوره اخلاص ،محبت او ميني سره د الله (ج) پيغام رساوه د الهي پيغام حكمت ،پوهه او رڼا يي د دوئ زړونو ته وردا خلوله او پدي سره يي د دوئ تزكيه كوله دوئ ته يي د علم ليك او لوست لاري چاري ور ښودلي الله تعالي فرمايي (   كما ارسلنا فيكم رسولا منكم يتلو عليكم ايتنا ويعلمكم الكتاب والحكمة ويعلمكم مالم تكونوا  تعلمون   )  او ريښتيا چي د الله (ج) د كتاب هر آيات او هر كلمه د علم ،حكمت او پوهي خورا ستره سر چينه ده.

او د الله (ج) د غه ستر پيغمبرنه يواځي د انسانانو لارښونه ، غوره اخلاقو او نيكو خويونو ته كوله  بلكه د خپل رسالت مقصد او هدف  يي د غوره خويونو او نيكو اخلاقو اتمام او پوره كول په ګوته كوي او فرمايي چي (انما بعثت لاتمم مكارم الاخلاق ) زه الله تعالى(ج) ددي لپاره راستولى يم چي نيكۍ او ټولي اخلاقي ښيګڼي كمال ته ورسوم يعني د هغه د راتللو موخه د غوره اخلاقو خپراوى او د هر راز بدو خويونو جرړي ايستل وه او د حضرت محمد(ص) مبارك ژوند بيا د دغه غوره اخلاقو د خپراوي غوره نمونه او مثال وو.

حضرت معاذ بن جبل (رض) فرمايي : كله چي زه رسول الله (ص) يمن ته استولم او ما خپله پښه د آس په رقاب کښي كښيښوده نو وروستۍ خبره يي راته دا وكړه چي : له خلكو سره په غوره او نيكو اخلاقو معامله كوه .

او عبدالله بن مبارك صاحب بيا د غوره اخلاقو تعبير د اسي كوي : په روڼ تندي له خلكو سره مخ كيدل هر طرف ته نيكي مصرفول او نور له خپلو ضررونو څخه ساتل . نو ځكه رسول الله (ص) فرمايي په تاسي كي بهترين هغه څوك دى چي غوره اخلاق ولري او پخپله رسول الله (ص)  هم هيڅكله كومه ناسمه خبره نه ده كړي اونه يي هم كوم داسي كار تر سره كړى چي هغه نا سم وي .

د حضرت محمد (ص) ژوند له نرمۍ او شفقت څخه ډك و او د هغه لارښونه به يي كوله  هغه الهى پيغام انسانانو ته په پوره افق او نرمۍ سره رساوه.

كله يي هم چا ته قهر او غوسه نده كړي او نه يي د چا سره سختي كړي كله به يي چي د اسلام غازيان كوم لور ي ته استول نو هغوئ ته به يي له خلكو سره په نرمۍ كولو امر كاوه او دا به يي ورته ويل : اسلام ته خلك په نرمۍ سره راوبولئ خلك مه ويروئ د خوشحالۍ پيغامونه او خوشحالۍ وركړي.

سختي مه كوئ تشدد پرېږدئ بلكه د لطف ، نرمۍ او خوښۍ پيغامونه خپاره كړئ .

د مسلمانانو مور  حضرت عائشي (رض) ته فرمايې: اى عائشي الله تعالي (ج) رازق دى ، نرمي خوښوي او د نرمۍ په بدل کښي هغو مره څه وركوي چي په شدت او سختۍ يي نه وركوي بلكه پر بل هيڅ شي دومره خير او ښيګڼه نه وركوي لكه چي په نرمي يي وركوي نو ځكه رسول الله (ص) هم بهترين اسلام هغه اسلام ته ويلي  چي له ميني ،محبت ، خير خواهۍ او سلام اچوني څه ډك وي . له رسول الله (ص) څخه چا پوښتنه وكړه چي كوم اسلام ډير غوره دى. هغه ورته وفرمايل : مسكينانو ته خوراك وركول ، بلدو اونا اشنا خلګو ته سلام اچول، چي لومړى د مسكينانو سره د ميني او محبت دروازي پرانيزي او دوهم له ټولو انسانانو سره د ميني ښكارندوئ وي  په همدي اساس رسول الله (ص) د سلام اچول جنت ته د داخلېدو لارښودلي ده او همدايي د ميني او محبت كيلي معرفي كړي نو ځكه پخپله رسول لله (ص) د سلام په اچولو كي له هر چا ګړندي وو ،او لومړى سلام به ده اچاوه .

رسول الله (ص) په نړۍ  کښي د علم اساس او بنسټ ايښى او الله (ج) د خپل علم او حكمت څخه ډك پيغام ابتدا په لوست او قرآت سره كړي او رسول الله (ص) په پوره وياړ سره د ښوونكو فضيلت پورته كوي او وايي چي زه نړۍ ته د ښوونكي او لارښود په حيث راغلى يم او بيايي خلګوته هم دا ښود لي چي : علم پر هر مسلمان باندي يوه الهي فريضه ده او فرمايي چي علم د مسلمان وركه  ده هر ځاى يي چي پيدا كړه دى   يي اصلي مالك دى او الله (ج) دي تر او تازه ولري هغه څوك چي زما خبره واوري ياده  يي كړي او بل ته يي ورسوي .

د عالم فضليت او غوره والى پر عابد باندي داسي دى لكه زما فضليت پر يو ه له تاسو او هر چا چي د علم لاره خپله كړه په حقيقت كي هغه د جنت لار ونېوله او څوك چي له خپله كوره د علم په لټه كي ووت دى د الله (ج) په لار كي وتلى او طلب العلم ته پرېښتي د خوښۍ لپاره خپل وزرونه په لار کښي غوړوي.

د آسمانونو او مځكي مخلوقات د عالم لپاره د عاګاني كوي آن تردي چي د مځكي په تل كي كبان هم څوك چي د اسلام دژوندي كولو په خاطر علم زده كوي په جنت كي به د ده او پيغمبرانو تر منځ يواځي يوه درجه توپيروي او داځكه چي علم دى چي  نړۍ او نړيوال له هر اړخيزو بدبختيو څخه ژغوري او په علم سر ه انسان د انسانيت لوړو پوړونو ته رسيږي نو ځكه د اسلام ستر پيغمبر د علم ،طالب العلم او عالم په فضليت كي بي شمېره احكام او فرمانونه اسلامي امت ته پري ايښي تر څو د جهل د منګلو څخه د خلاصون په لور هڅه او هاند وكړي او د نړۍ رهبر او معلم امت جوړسي تر څو وكولاي سي د نورو قومونو لارښونه وكړي.

رسول الله (ص) نړۍ ته انسانيت راوړ انساني حقوق يي سمبال كړل مظلوم انسان يي عزتمند پاك لمني  او متمدن كړ انساني كرامت يي پر ځاى كړ ښځه يي له مظلوميت څخه خلاصه كړه او د قدرمن انسان حيثيت يي ور كړ د انسان وينه،مال،ابرو ،عزت او عقل سمبال سول او د يوي غوره مثالي ټولني بيلګه پخپله رسول الله (ص) او د هغه ملګرو نړۍ ته وړاندي كړه چي په غوره والي يي مسلمان او غير مسلمان اعتراف كوي داسي يوه ټولنه چي آن د غير مسلمانو وګړو حقوق يْ داسي وژغورل چي په هيڅ متمدن قوم کښي يي بله نمونه نه سي په ګوته كيدائ .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب