بادرنګ طبي ګټې

۱. بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندي په مخنيوي کي مرسته کوي.
۲. د بدن د داخلي او خارجي تودوخي مخنيوی کوي.
۳. د زړه د اشناب يا Heartburn مخنيوی کوي.
۴. که چيري پوست لمر سوځلي وي د درملني لپاره ئي د بادرنګ څخه ګټه واخلی.
۵. که چيري پښي ګرموالی کوي بادرنګ ورباندي کښيږدی حتماً به ئي تداوي کيږي.
۶. د بادرنګ اوبه د بدن څخه زهري مواد يا Toxins ټولوي او خارجوي.
۷. بادرنګ د A, B, C ويټامينونه لري چي د معافيت په تقويه کي رول لري.
۸. د پوست د اړتيا وړ منرالونه لکه Magnesium, Potasium, Silicon لري چي د پوست په ښايست کي رول لري.
۹. د وزن په کمښت کي رول لري او د وزن په کمولو کي مرسته کوي.
۱۰. که چي د بادرنګ ټوټي پر سترګو کښيښودل سي نو د ليدلو د حس په تقويه کي مرسته کوي.
۱۱. د ويني فشار ثابت ساتي او منظموي.
۱۲. د خولې خوند سموي او د وريو د ځينو ناروغيو مخنيوی کوي.
۱۳. وريښتان او نوکان پستوي ځکه چي Silicon عنصر په کښي سته.
۱۴. ټول هغه ويټامينونه او منرالونه چي په بادرنګ کي وجود لري د بندونو او عضلاتو د دردونو مخنيوی کوي.
۱۵. په بدن کي د Uric Acid اندازه کموي او پښورګي سالم او هوسا ساتي.
۱۶. په بادرنګ کي د پانکراس د حجراتو تنبه کونکی هورمون وجود لري چي د Insulin په افراز کي مرسته کوي او د شکري د ناروغۍ مخنيوی کوي.
۱۷. په بادرنګ کي د Sterols په نامه ماده وجود لري چي دا ماده د بدن د Cholestrol په کمولو او کنټرول کي مرسته کوي.

دا چي اوس د بادرنګو موسم هم دی نو د صحت لپاره ګټه تري واخلی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب