چاودې پوندې څنګه ورغوو؟

د پښو د پندونو چاودونه، چې په ډیرو خلکو کې عام دي، اکثره په لوڅو پښو د ګرځیدلو څخه رامنځ ته کیږي. اوس پوښتنه داده، چې څنګه د چاودو پوندو علاج وکړو؟!

د لیمو جوس:

لومړۍ طریقه: د لیمو جوس نه یواځې دا چې پوستکې نرم او سپین ساتي، بلکې د چاودو پوندو اساسي علاج هم کوي.

داسې وکړئ، چې یو لیمو په منځ نیم کړئ. نیم يې راواخلئ په خپلو چاودو پوندو يې ومږئ تر څو د لیمو اوبه د پوندو چاودنو ته ورننوځي. د ۵ دقیقو لپاره یاده کړنه اجرا کړئ. په یوه پاکه ټوټه مو پښې پاکې کړئ. بیا يې په اویو سره پریمنځئ.

دوهمه طریقه: په یو لوښي (تش یا لګن) کې تړمې اوبه واچوئ. یو لیمو وروزبیښئ. په دې اوبو کې خپلې پښې له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو کیږدئ. دا عمل په یو اونۍ کې دوه یا درې ځلې تکرار کړئ. د پوندو چاودونه به مو رک روغ شي.

ممکن د چاودو پوندو د رغیدو لپاره ډیرې لارې چارې وي، خو دا یې تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب