شریعت او د ښځو طبابت؟ (فتوى)

پوښتنه:

یوه تکړه او ذهینه نجلۍ غواړي چې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي، خو کورنۍ او خپلوان یې اجازه نه ورکوي، ځکه چې دغه کار ګناه ګڼي، پدې اړه ستاسې نظر غواړو؟

ځواب:

د نجونو لپاره د طب په برخه کې لوړې زده کړې ډیرې ضروري او اړینې دي، ځکه چې د ښځو د علاج او درملنې لپاره باید ښځې ډاکترانې موجودې وي، نو هغه نجونې چې غواړي د اسلام د احکامو په مراعاتولو سره د طب زده کړې وکړي باید مور او پلار او کورنۍ یې اجازه ورکړي، خو پدې شرط چې د هغې دینداري له ګواښ او خطر سره مخ نشي، ځکه چې د طب د علم له اهمیت سره سره د نجونو دیني او اخلاقي روزنه او د هغې اخروي ژوند له بربادیدو نه ژغورل ډیر اهم او ضروري دي.

منبع:

تفهیم المسائل کتاب ۴ جلد ۲۱۸ مخ

مفتي: شیخ القرآن والحدیث مولانا ګوهر الرحمن (رح)

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب