د نوکانو رنګ په اسلام او ساینس کې ، حکم

۱: که چیري د نوکانو د رنګ په لیري کولو کي مشکل وي بیا اودس ورسره کیږي، دا چي دغه د نوکانو رنګ د مشکوکو شیانو څخه جوړیږي ښه خبره داده چي پرهیز ورڅخه وشي او د ښکلا لپاره نکریځي کفایت کوي.
درمختار:

ویجب ای یفرض غسل کل مایمکن من البدن بلا حرج مرة… ولایمنع ما علی ظفر صباغ ولا طعام بین اسنانه او فی سنه المجوف به یفتی. وقیل ان صلبا منع وهو الاصح.
شامی:

(قوله ان صلبا) ای ان کان ممضوغامضغا متأکداً بحیث تداخلت اجزاؤه وصار له لزوجته وعلاکة کالعجین شرح المنیة (قوله وهو الاصح) صرح به فی شرح المنیة وقال لامتناع نفوذ الماء مع عدم الضرورة والحرج (الدرالمختار مع الشامی ۱/ ۱۵۲/ ۱۵۴)
هندیه:

والصرام والصباغ مافی ظفر هما یمنع تمام الاغتسال وقیل کل ذلک یجزیهم للحرج والضرورة ومواضع الضرورة مستثناة عن قواعد الشرع کذا فی الظهیریة (فتاوی هندیه ۱/ ۱۳)
فتاوی حقانیه:

داوسني وخت علماء د نوکانو د رنګ (ناخن پالش) د عدم جواز قائل دي، دا ځکه چي دغه د نوکانو رنګ بدن پټوي، او په اوداسه او غسل کي و بدن ته اوبه نه داخلیږي، دغه د نوکانو رنګ لکه وچ وړه او سریښ چي مانع د اوداسه او غسل دي همداډول دغه د نوکانو رنګ هم مانع د غسل او د اوداسه دی.

your ads

(فتاوی دارالعلوم زکریا ټوک:۱، پاڼه: ۴۵۷/ افادات: حضرت مولانا مفتی رضاءالحق صاحب/ خپرونکی: زمزم پیلشرز)

۲: که چیري د نوکان رنګ (ناخن پالش) د انسان د بدن پرهغه ځای باندي ولګول شي چي په اوداسه او غسل کي یې پریولل فرض دي، او د نوکانو د رنګ له کبله اوبه ورته ونه رسیږي غسل او اودس نه صحیح کیږي، لکه په فی الطحطاوي علی الدر (۱/ ۸۸).
(نجم الفتاوی ټوک:۲، پاڼه: ۵۴/ لیکوال: شیخ الحدیث مفتی سید نجم الحسن امروهوي/ خپرونکی: شعبه نشر واشاعت دارالعلوم یاسین القرآن نارتهـ کراچی)

(فتاوی بینات ټوک: ۴، پاڼه: ۴۶۷/ ترتیب وتخریج: مجلس دعوت و تحقیق اسلامي/ خپرونکی: مکتبه بینات، جامعة العلوم اسلامیه علامه یوسف بنوری ټاون کراچی)

۳: د نوکانو د رنګ (ناخن پالش) سره اودس او غسل نه صحیح کیږي، که چیري داسی لب شیرین او د مخ سرخي و لګول شي چي اوبه و بدن ته نه پریږدي په دې حالت کي هم اودس او هم غسل نه صحیح کیږي او که چیري اوبه و بدن ته رسېدلې بیا اودس او غسل درست دی، که چیري د اوداسه وروسته د نوکانو رنګ استعمال شي لمونځ ورسره صحیح دی خو ځان ورڅخه ساتل ښه دی.

(جامع الفتاوی ټوک:۵، پاڼه: ۱۲۸/ اشرفیه مجلس علم وتحقیق/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه)

د نوکانو د رنګ د استعمال سره دوې ناروغۍ و منځته راځي یو داچي نوکان غټوي او بل داچي د نوکانو د رنګ (ناخن پالش) دی، چي دا دواړه د کفارو تقلید دی، له همدې کبله د نوکانو د رنګ استعمال د امت مسلمه لپاره جایز نه دی.

(جامع الفتاوی ټوک:۵، پاڼه: ۱۳۶/ اشرفیه مجلس علم وتحقیق/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه)

۴: که چیري د نوکانو رنګ بېله چاقو نه جلاکیږي دا حرج دی بیا د اوداسه اوغسل مانع نه دی.
(فتاوی فریدیه: کتاب الطهارة الباب الاول فی الوضوء، پاڼه: ۵۲/ لیکوال: مفتی محمد فرید صاحب/ خپرونکی: دارالعلوم صدیقیه زروبی ضلع صوابی)

۵: هغه د نوکانو رنګ (ناخن پالش) چي اوبه و بدن ته نه پریږدي غسل او اودس نه ورسره صحیح کیږي، که په داسي اوداسه سره لمونځ وشي لمونځ یې نه صحیح کیږي لکه :

وکذافی در المختار مع رد المحتار، طحطاوي علی المراقی الفلاح، خلاصة الفتاوی،  وهکذا فی الهندیه و هکذا فی الاشباه والنظائر
(فتاوی مفتی محمود: ټوک:۱ پاڼه: ۴۲۵/ لیکوال: فقیه الامت مفکر اسلام مولانا مفتی محمود رحمة الله علیه/ خپرونکی: جمعیة پبلیکیشنز)

۶: دا چي د نوکانو رنګ (ناخن پالش) عصري مسئله ده نو ځکه علماء کرام یې د نه جواز قائله دي، دا ځکه چي بدن پټوي او غسل او اودس ورسره نه صحیح کیږي.

(فتاوی حقانیه، ټوک:۲، پاڼه: ۵۰۱ /لیکوال: شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق صاحب/ خپرونکی: جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک)

۷: که چیري یوې ښځي ناخن پالش لګولی وي او بیا وفات شي او ددغه ناخن پالش سره غسل ورکړل شي غسل یې نه صحیح کیږي او نه یې جنازه کیږي.تر څو چي ناخن پالش یې نه وی ایسته کړی.

(احسن الفتاوی ټوک: ۴، پاڼه: ۲۳۷/ لیکوال: مفتی اعظم رشید احمد صاحب/ خپرونکی: ایچ ایم سعید کمپنی)

۸: په شریعت کي و ښځو ته نکریځي په اتفاق سره د علماء جایزي دي، نکریځي د بدن څخه اوبه نه منع کوي، مګر ناخن پالش اوبه د جسم څخه منع کوي، دا چي لمونځ فرض دی نو ځکه د ناخن پالش څخه ځان ساتل واجب دی، د استعمال ګنجایش یې په هغه صورت کي شته چي فرضو ته تاوان ونه رسوي او د پاکو شیانو د اجزاء څخه وي.

(کتاب الفتاوی حصه حلال وحرام، پاڼه: ۸۵/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله رحمانی/ خپرونکی: زمزم پبلشرز)

۹: که چیري صرف رنګ وي نو په اوداسه کي کوم خلل نه راځي او که چیري داسی وي لکه تیل یا موم چي اوبه ورباندي بهیږي او اوبه بدن ته نه رسیږي نو نه غسل ورسره درست دی اونه هم اودس.

(فتاوی محمودیه: ټوک : ۵، پاڼه: ۴۱/ لیکوال: فقیه الامت حضرت مولانا محمود حسن ګنګوهی رحمةالله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

(حلال و حرام، پاڼه: ۲۰۹/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله رحمانی/ خپرونکی: زمزم پبلشرز)

۱۰: که چیري د ناخن پالش له کبله اوبه و بدن ته ونه رسیږي ، نه غسل صحیح کیږي او نه هم اودس.

(خیر الفتاوی، پاڼه: ۴۹/ لیکوال: استاذالعلماء حضرت مولانا خیر محمد جالندهری رحمة الله علیه/ خپرونکی: مکتبه امدادیه ملتان)

۱۱: د ناخن پالش سره په دې اودس او غسل نه صحیح کیږي چي اوبه و بدن ته نه رسیږي، که چیري د شونډانو سرخي (لب شیرین) هم داسي وي د هغه هم دا حکم دی، که چیري د اوبو مانع ونه ګرځي بیا غسل او اودس ورسره درست دی، بیا هم باید د ناخن پالش استعمال ونشي.

(مسائل رفعت قاسمي، مسائل وضو، پاڼه: ۸۷/ لیکوال: مولانا رفعت قاسمي مدرس دارالعلوم دیوبند/ خپرونکی: حامد کتب خانه کراچی)

۱۲: نوکان د جسم په هغه برخه کي داخل دي چي په اوداسه او غسل کي یې پرېولل ضروري دی، که چیري ناخن پالش و بدن ته اوبه منع کړي نه اودس ورسره صحیح کیږي او نه هم غسل، باید د اوداسه او غسل پرمهال دغه ناخن پالش ایسته کړل شي.

(جدید فقهي مسائل ټوک:۱، پاڼه: ۶۰/ لیکوال: مولنا خالد سیف الله رحمانی/ خپرونکی: زمزم پبلشرز)

۱۳: د نوکانو له کبله دوې ناروغۍ و منځته راځي، نوکان غټول چي داد وحشي ځناورو سره مشابهت دی او بل د ناخن پالش استعمال دی چي دا هرڅه د کفارو طریقې ا و عادتونه دي، د نوکانو رنګ یو غیر فطري شی دی، کله چي دا استعمال کړل شي و بدن ته اوبه نه رسیږي، چي له کبله یې نه غسل صحیح کیږي او نه هم اودس، تر څو چي ناخن پالش پاک نشي په دغه اوداسه سره انسان نه پاکیږي حتی تلاوت هم ورته روا نه دی.

(آپ کې مسائل اور اُنکا حل، ټوک: ۳، پاڼه: ۱۵۰ ، ۱۵۱، ۱۵۳، ناخن پالش کي بلا/ لیکوال: حضرت مولانا محمد یوسف لیدهیانوی شهید رحمة الله علیه/ خپرونکی: مکتبه لدهیانوی)

۱۴: هغه د نوکانو رنګ چي پر نوک باندي صورت پیدا کړي او اوبه و بدن ته نه پریږدي دا نا جایز دی او ګناه ده، نه غسل د جنابت ورسره درست دی او نه هم اودس، له داسی ناخن پالش څخه باید ځانونه و ساتی.
(فتاوی رحیمیه ټوک: ۹، پاڼه: ۲۰۵/ لیکوال: حضرت مولانا مفتی عبدالرحیم صاحب لاجپوري رحمة الله علیه/ خپرونکی: دار الاشاعت) (آئې نماز سیکهئې، پاڼه: ، ۴۰۹، ۴۰۸)(اسلامي عبادات،  پاڼه: ۶۲)

د دارالعلوم دیوبند اوسنۍ فتوا:

که چیري د نوکانو رنګ و بدن ته اوبه نه پریږدي اودس صحیح نشو،او کله چي اودس درست نه شو بیا لمونځ په دغه اوداسه سره نه صحیح کیږي.
دغه یې لنک دی
(Fatwa: 857/857=J)

http://www.darulifta-deoband.com/home/en/Taharah-Purity/1499

د عربو د علماء فتواوي د نوکانو د رنګ د استعمال په هکله:

فتاوی علامه شیخ ابن باز رحمة الله علیه

فطلاء الأظافر, أو ما يسمى بالمناكير, يعتبر حائلًا, ولا يجزئ الوضوء مع وجوده إذا كان يمنع وصول الماء إلى الأظافر.

أما إذا كان مجرد لون فقط, فيجزئ الوضوء مع وجوده؛ لأنه لا يمنع وصول الماء إلى الأظافر, جاء في فتاوى اللجنة الدائمة للإفتاء: إذا كان للطلاء جرم على
سطح الأظافر: فلا يجزئها الوضوء دون إزالته قبل الوضوء, وإذا لم يكن له جرم: أجزأها الوضوء, كالحناء. انتهى.

وفي فتاوى نور على الدرب للشيخ ابن باز: إذا كان الطلاء الموضوع على الأظافر لا جسم له، فلا يضر مثل الحناء الذي لا جسم له، أما إذا كان له جسم – كالذي يسمونه المناكير, أو غير ذلك مما يكون له جسم على الظفر – فهذا لا بد من إزالته، إذا أرادت الوضوء تزيله عن أظفارها؛ لأنه يمنع وصول الماء إلى الظفر فيزال، ولا بد من إزالته. انتهى
http://fatwa.islamweb.net/fatwa/index.php?page=showfatwa&Option=FatwaId&Id=229084

د ناخن پالش تاوانونه:

د نوکانو رنګ  چي په اردو او دری ژبو کي ورته ناخن پالش ، په انګلیسي ژبه کي ورته نېل پالش/ نېل ورنش (Nail Polish/Nail Varnish) او په عربي ژبه کي ورته مناکیر وايي، د میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکي استعمالیدی، دغه په چین، مصر او هندوستان کي استعمالیدی او په هغه وخت کي د سرواو سپینو زرو اوبه استعمالیدلې، بیا سور او تور رنګ شروع شو.

هغه لوشن چي د نوکانو رنګ ایسته کوي داد acetone اسیتون په نامه سره دی، او که سخت د نوکانو رنګ استعمال کړل شي د هغه لپاره ethyl acetate ایتایل اسیتون دی چي د نوکانو رنګ ایسته کوي.دا ټول مواد چي مایع دي د نوکانو درنګ د ایسته کونکي (Nail Polish Remover) په نامه سره دي.

د نوکانو درنګ ناوړه اغیزي:

۱: د نوکان رنګ زهر جن مواد لري:

د نوکانو رنګ (ناخن پالش) زهرجن مواد (Toxin) لري، چي پر بدن، اعصابو او د ماشومانو پر تولید باندي پوره اغیزي لري دا سروې په ۲۰۱۵ کال کي شوېده دغه یې لنک دی:
http://thehill.com/regulation/healthcare/257326-study-finds-chemical-widely-used-in-nail-polish-in-womens-bodies

۲:د کانو رنګ او پر ماشوم یې اغیزي:

په یوه بله سروې کي دا راغلي دي چي هغه ښځې چي د نوکانو رنګ استعمالوي او ماشوم په ګیډه کي ولري پر هغه باندي اغیزي کوي دغه یې لنک دی:

http://community.babycenter.com/post/a34354630/nail_polish_and_birth_defects

۳: د نوکانو رنګ د سرطان سبب ګرځي:

په یوه بله سروې کي دا راغلي دي چي د نوکانو رنګ د سرطان سبب ګرځي، چي لنکونه یې دادی:
http://www.nailsmag.com/article/92025/the-truth-about-toluene
http://www.dailymail.co.uk/health/article-3091001/How-NAIL-POLISH-damaging-health-Cosmetic-contains-chemicals-linked-fertility-problems-cancer-scientist-warns.html

۴: اوسني ساینس دا ثابته کړېده چي ناخن پالش نوکان کلکوي او ماتوي یې له همدې کبله باید استعمال نشي.

له دې څخه علاوه د ناخن پالش له کبله د پوستکي مختلفې ناروغیانې و منځته راځي، کله چي ناخن پالش د مخ د پوستکي سره په تماس کي شی د مخ ښکلا له منځه وړي. په عمومي ډول سره هغه ښځي چي ناخن پالش استعمالوي د لاسو او د مخ د پوستکي د خارښت سره لاس او ګرېوان وي.

علـــــــــــــــــــــمي څېړنه:

۱: دا چي تراوسه دا نه ده معلومه چي د نوکانو اوسنی رنګ د حلالو شیانو څخه په لاس راځي او که د حرامو شیانو څخه نو ځکه علماء کرام وايي چي باید ځان ورڅخه و ژغورل شي.

۲: د ښکلا هر هغه شی چي د فرضو لپاره خلل واقع کیږي، د هغه استعمال حرام دی.

۳: دا چي اوسنی ناخن پالش صورت لري  او اوبه نه پریږدي نو ځکه که ناخن  پالش استعمال شوی وي نه اودس صحیح کیږي او نه هم غسل.

۴: دا چي ځیني علماء کرام لیکي : که چیري د نوکانو رنګ لیري کول یو مشکل کار وي نو پر وا نه کوي، خو دغه ناخن پالش چي خرڅیږي له دې د
نوکانو د رنګ د لیري کولو لوشن (Nail Polis Remover) هم باید ورسره رانیول شي، او که په عام وخت کي استعمالیږي د اوداسه او غسل پر مهال باید دغه لوشن استعمال شي تر څو نوکان صفاء شی او اودس او لمونځ ورسره درست شي.

۵: په ځینو فتاواو کي داسی لیکلی دي چي د نوکانو رنګ د نکریځو په حکم کي دی، هغه داسی رنګ وو لکه نکریځي چي صرف رنګ پاته کیدی او صورت یې نه درلودی، چي صرف دغه رنګ اوس هم د نکریځو په حکم کي دی، او اوسنی ناخن پالش د پلاستک په شان سره صورت لري او صورت یې پوره حس کیږي.

۶: په اسلام کي د ښځو د ښکلا لپاره نکریځي په اتفاق سره د علماء جایزي دي چي د اوسني ساینس په رڼا کي ګټي هم لري، او برعکس داچي اوسنی ناخن پالش د مختلفو ناروغیو سبب ګرځي لکه سرطان، خارښت، د ماشوم ضایع کیدل او نور… نو ځکه ښه خبره داده چي استعمال نشي.

۷: ځیني علماء کرام و دې ته اشاره کوي چي دغه اوسنی ناخن پالش د مشرکینو او کفارو تقلید دی دا په اصل کي لومړی د چینایانو بیا د مصریانو او بیا د هندوانو رسم دی، ښه خبره داده چي د کفارو او مشرکینو تقلید ونشي نو ځکه علماء کرام لیکي چي دغه ناخن پالش استعمالول ګناه ده.

اخوکم فی الدین عبدالغفار جُبیر
۳/ سپتمبر/ ۲۰۱۶

مأ خذونه:

۱: درمختار

۲: شامی

۳: هندیه

۴: فتاوی حقانیه

۵: فتاوی دارالعلوم زکریا

۶: طحطاوي علی الدر

۷: نجم الفتاوی

۸: فتاوی بینات

۹: جامع الفتاوی

۱۰: فتاوی فریدیه

۱۱: الاشباه والنظائر

۱۲: فتاوی مفتی محمود

۱۳: احسن الفتاوی

۱۴: فتاوی محمودیه

۱۵: کتاب الفتاوی

۱۶: جامع الفتاوی

۱۷: حلال اور حرام

۱۹: مسائل رفعت قاسمی

۲۰: آپ کې مسائل اور انکا حل

۲۱: جدید فقهی مساﺉل

۲۲: فتاوی رحیمیه

۲۳: خیر الفتاوی

۲۴: درالافتاء دار العلوم دیوبند

۲۵: فتاوى نور على الدرب للشيخ ابن باز

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب