اسلام نړیوال او انساني دین دی

امام الأوزاعي رحمه الله((وفات۱۵۷هـ) دجهاد داحکامو او دغنیمت د ویش په اړه یوکتاب لیکلی ده چې (السیر)نومیږې. په دې کتاب کې یې دامام ابوحنیفه رحمه الله(وفات۱۵۰هـ) په ځینې اجتهاداتو ردونه کړې دي، دامام الوحنیفه مشهور شاګرد قاضي ابویوسف رحمه الله (وفات۱۸۲هـ) د امام الاوزاعي په رد کې یوکتاب لیکلی ده چې(الردعلي سیرالاوزاعي) نومیږې. اودا ډیر ښکلی اوګټورکتاب ده. امام الشافعي رحمه الله(وفات۲۰۴هـ) دامام ابوحنیفه او امام الاوزاعي په منځ کې دمحاکمي له پاره یوکتاب لیکلی ده چې دهغه دمشهورکتاب (الأم) په پای کې د (السیرللأوزاعي) په نوم چاپ شوی ده.

زموږ موخه د کتابونو معرفي کول او پرهغو بحث نده اصلا زما مطلب دامام الشافعي له کتاب نه دیوې اجتهادي مسئلې راخیستل او په هغه پورې یوبیل بحث نښلول دي چې لیږ وروسته یې را اخلم، ځینې ناسیونالستان فکر کوي چې اسلام دعربو ځانګړی دین ده او دا دین دځینې دیني اوعربي عاداتو ټولګه ده چې په نورو ولسونو یې تحمیل! کړی ده، له دې ناسمې دعوې وروسته هغوی دخپل تمدن اوکلتور په اهمیت اوضرورت! باندې خبرې کوي. د دوی دا خبره سمه نده اسلام هیڅکله په یوه قوم پورې هیڅ ډول ځانګړتیا نلرې، قرانکریم په واضحو ټکو اعلان کړی ده اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې: وماارسلناک الاکافه للناس بشیرا ونذیرا. یعني ته موخامخا دټولو خلکوله پاره زیری ورکوونکی او ویروونکی رالیږلی یې. په دې ایت کې (للناس) یعني د خلکو له پاره توری راغلی ده (للعرب) نده راغلی.

امام الشافعي رحمه الله په خپل کتاب کې دامام ابوحنیفه رحمه الله یو روایت راخیستی ده چې هغه وایې په عرب اهل کتابو باندې جزیه نشته، په دې موضوع کې امام الشافعي دامام ابوحنیفه مخالفت کوي او وایې چې په عرب اهل کتابو باندې هم جزیه شته. باید ووایوچې امام ابوحنیفه اصلا عجم دی عرب ندی او امام الشافعي عرب او په عربو کې قریش دی، دامام ابوحنیفه په روایت کې په عرب اهل کتابو جزیه ځکه نشته چې عرب یوڅه شرف لرې اوجزیه اخیستل یو ډول سپکاوی ده نو عرب باید له دې سپکاوي وساتل شي، خویو عرب امام (الشافعي)داخبره نه مني او په دې اند دی چې له عرب اهل کتابو به هم جزیه اخیستل کیږې.

دا خبره امام الشافعي په خپل بلیغ تعبیر سره داسې راخیستې ده: واماقوله لاتؤخذالجزیه من العرب فنحن کنا علی هذا احرص، لو لا ان الحق في غیرماقال، فلم یکن لنا ان نقول الا الحق. یعني دابویوسف داقول چې له عربو به جزیه نه اخیستل کیږې، موږ پخپله له دې خبرې سره ډیره مینه لرو خوچې د ده خبره حق وی او اوس حق د ده دخبرې په خلاف ده یعني په عرب اهل کتابو جزیه شته، نوموږ به دخپلې لیوالتیا پرخلاف دحق پیروي کوو. امام الشافعي دلته دخپلې خبرې له پاره مختلف دلایل راوړې دي اوله هغه وروسته وایې: ولولا أن نأثم بتمني الباطل، ودِدْنا أن الذي قال أبویوسف کماقال، وأن لایجري صغار علي عربي، ولکن الله عزوجل أجل في أعیُنِنا من أن نحب غیر ماقضي به. یعني دباطل تمناکول که ګناه نه وی نوموږ مینه لروچې د ابو یوسف خبره سمه وبولو، او په کوم عرب باندي سپکاوی رانشي، خو الله زموږ په زړونو کې ډیر لوی ځای لري او د ده له پرېکړې پرته بله نشو خوښولی.

مطلب دا شو چې یو اصیل عرب امام (شافعي) په ښکاره ټکو کې وایې چې په عربو اهل کتابو هم جزیه شته او د امام ابو حنیفه او ابو یوسف د دې خبرې دلایل نه مني چې عرب باید د جزيې له سپکاوي وژغورل شي، د دې خبرې پریمانه نور دلایل هم شته چې اسلام نړیوال او انساني دین ده او هیڅکله عربي دین نده او موږ یې دا یوه دلچسپه بیلګه ستاسو سره شریکه کړه.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب